تازه خبرونه

بیات بنیاد په خوست کې پر سلګونه اړمنو کورنیو خوراکي توکې ووېشل

Published

on

(Last Updated On: )

په خوست کې بیات بنیاد پر سلګونه اړمنو کورنیو اوړه، غوړي او ورېجې ووېشلې.

په هېواد کې د کرونا ناروغۍ خوریدو او د خلکو بېوزلي هغه څه دي، چې خلک يې له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي؛ خو په خوست ولایت کې د بیات بنیاد د مسوولینو لخوا پر سلګونه اړمنو کورنیو د خوراکي توکو مرستې ووېشل شوې.

د دې بنسټ ولایتي مسوول سلام شریفي ويلي: په خوست کې ډېرې بېوزله کورنۍ، چې د خوراکي توکو له کمښت سره مخ وې؛ بیات بنسټ يې لاسنیوی وکړ.

نوموړي زیاته کړې، د دغو بېوزله کورنیو چارسمبالي د کرونا ناروغۍ له خوریدو سره په کورونو کې قرنطین شوي او ماشومان یې د یوې ګولې ډوډۍ په ارمان دي.

اړمنې کورنۍ څرګندوي؛ د یوې ګولۍ ډوډۍ په ارمان دي او د کرونا ناروغۍ له خوریدو سره  ښار تړلی او هیڅ کار ورته نه پیداکېږي، چې کور ته پرې څه واخلي.

 دوی د بیات بنیاد له مسوولینو مننه کوي، چې په دې اړین وخت کې يې لاسنیوی وکړ.

په خوست ولایت کې اړمنې کورنۍ د مرستو په تر لاسه کولو خوښي ښیي او وايي، چې د کرونا ناروغۍ او کارونو د نشتون له کبله یې په کورنو کې د خوړلو هيڅ نشته.

دوی د بیات بنیاد خیریه بنسټ له مرستې د منني ترڅنګ غوښتنه کوي، چې نور خیریه بنسټونه دې هم دې ته ورته مرستې له بېوزلو سره وکړي.

بیات بنیاد له کلونو راپدیخوا د هېواد په کچه د بېوزلو لاسنیوی کوي او هر وخت يې د نورو ودانیزو، روغتیایي او ښوونیزو برخو ترڅنګ له غریبو کورنیو سره هم د خوراکي توکو مرستې کړي دي.

د یادونې ده، چې په هېواد کې د کرونا ناروغۍ له خوریدو سره يې په ډېرو ولایتونو کې د دې ناروغۍ د  مخنیوي لپاره روغتیايي مرستې هم کړې دي.

Trending

Exit mobile version