تازه خبرونه

بیات بنیاد په بلخ کې لسګونو اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل

په بلخ کې د بیات بنیاد چارواکو ويلي، چې د مرستو دا لړۍ  به د هېواد په نورو ولایتونو کې د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه روانه وي.

Published

on

(Last Updated On: )

بیات بنیاد په بلخ ولایت کې لسګونو اړمنو کورنیو ته د اوړو، وریجو او غوړیو لرونکو خوراکي توکي ووېشل.

په بلخ کې د بیات بنیاد چارواکو ويلي، چې د مرستو دا لړۍ  به د هېواد په نورو ولایتونو کې د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه روانه وي.

په بلخ کې د بیات بنیاد استازی یافث ثاقب وايي: “د بیات بنیاد د مرستو په لړ کې دا ځل مونږ په مزار شریف ښار کې د روژې مناسبتي مرستې ووېشلې، چې اوړه، وریجې او غوړي په کې دي او ان شاء الله دا مرستې به رونانې وي.”

دغه راز له مرستو برخمن د مرستو له وېش هرکلی کوي او وايي، چې بیات بنیاد د بېوزلو او اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو او د فقر په کمولو کې مهم رول لوبولی دی.

عین الدین نومی اړمن وايي: “مونږ ډېر خوشحاله یوو.” د روژې میاشت ده. ” خدای دې له هغه چا سره مرسته وکړي، چې زمونږ غریبانو ته مرستې راکوي.”

زرمینه، چې یوه اړمنه ده وايي: “زه پخپله د کور چارسمبالی( سرپرست) نلرم. زه د پنجشنبې پر ورځ له کوره وځم او د پیپسي ډبي راټولوم، چې خپلو ماشومانو ته ډوډۍ پیدا کړم.”

دا مرستې په داسې وخت کې وېشل کیږي، چې ځینو نړیوالو ټولنو په دې وروستیو کې د بېوزلۍ له زیاتوالي خبرداری ورکړی دی.

 

Trending

Exit mobile version