تازه خبرونه
بیات بنیاد په بغلان کې پر سلګونه اړمنو کورنیو خوراکي توکي ووېشل

بیات بنیاد په بغلان ولایت کې پر سلګونه اړمنو، معلولینو او بې ځایه شویو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
په افغانستان کې د ژمي له پیلېدو او د بېوزلۍ او بېکارۍ له زیاتېدو سره د بیات خیریه بنسټ د ولایتونو له بېوزلو او بې ځایه شویو خلکو سره خپلې مرستې پراخې کړې دي.
د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو لړۍ دا ځل بغلان ولایت ته رسېدلې او په مرکز پلخمري ښار کې پر سلګونه اړمنو او بې ځایه شویو کورنیو او معلولینو خوراکي توکي ووېشل شول.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي اسماعیل خان ویلي؛ هڅه کیږي، چې په دې ستونزمنو اقتصادي شرایطو کې اړو او بې ځایه شویو کسانو ته اوړه، وریجې او غوړي ووېشل شي او د مرستو دا لړۍ نورو ولایتونو ته هم غزول کیږي.
هغو اړمنو کسانو، چې دغه مرستې ترلاسه کړي له نورو مرستندویو بنسټونو هم د مرستې غوښتنه کوي.
په شمال ختیځ کې د بیات بنیاد استازی خیر محمد سلجوقي وایي: دغه مرستې، چې اوړه، وريجې او غوړي په کې دي؛ پر هغو کورنیو ووېشل شوې، چې د يوې سروې له مخې مستحقې پېژندل شوې دي.
د بغلان اوسیدونکيو ویلي، چې له دغو مرستو څخه په ډېرو سختو ورځو کې برخمن شوي دي.
په بغلان ولایت کې د اسلامي امارت غړی عبدالرقیب هم په دغو ستونزمنو شرایطو کې له اړو کسانو سره د بیات بنیاد له دې مرستو هرکلی کوي او د هېواد له نورو سوداګرو هم غواړي، چې له اړمنو کسانو سره لاسنیوی وکړي.
د بيات بنياد مسوولين وايي، په تېرو دوه مياشتو كې د هېواد د ډېرو ولايتونو زرګونه اړمنې كورنۍ د بيات بیناد له ژمنیو مرستو برخمنې شوې دي.