Connect with us

تازه خبرونه

بیات بنیاد د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه بشپړه ورغوله

د هېواد په لویديځ زون کې د بیات بنیاد استازی سید نور احمد شاه وایي: د بيات بنياد استازي سيد نور احمد شاه ويلي: لکه څنګه، چې معلومه ده بيات بنياد په ټول افغانستان کې خيريه کارونه ترسره کړي دي. لکه په هرات کې له زلزله ځپلو سره مرسته او د افغان بیسیم لخوا د یوه مخابراتي سایټ فعالول. دغه راز په نورو ولايتونو کې هم د طبيعي پېښو پر مهال له خلکو سره مرستې شوې دي.

خپور شوی

د

د هېواد په لویديځ کې د بيات بنياد مسوولانو ويیي، چې د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو څانګه، چې ٢٥ خونې لري؛ په دې وروستیو کې د بیات بنیاد لخوا بیا رغول شوې، ورونه او کړکۍ کې رغول شوې دي.

د هېواد په لویديځ زون کې د بیات بنیاد استازی سید نور احمد شاه وایي: د بيات بنياد استازي سيد نور احمد شاه ويلي: لکه څنګه، چې معلومه ده بيات بنياد په ټول افغانستان کې خيريه کارونه ترسره کړي دي. لکه په هرات کې له زلزله ځپلو سره مرسته او د افغان بیسیم لخوا د یوه مخابراتي سایټ فعالول. دغه راز په نورو ولايتونو کې هم د طبيعي پېښو پر مهال له خلکو سره مرستې شوې دي.

د دغه روغتون د ماشومانو د څانګې د پرانیستې په مراسمو کې ځايي چارواکو ويلي، چې دې روغتون ته ګڼ‌شمېر ماشومان د درملنې لپاره ور وړل کیږي.

د هرات ولایت چارسمبالي حیات الله مهاجر فراهي د هرات له حوزوي روغتون سره د بیات بنیاد له همکارۍ هرکلی وکړ او د روغتون د بېلابېلو څانګو د تجهیز په برخه کې یې د نورو زیاتو همکاریو غوښتنه وکړه.

د هرات د عامې روغتیا مرستیال غلام احمد حنفي وايي، چې د روغتون بېلابېلې څانګې د ناروغانو د ګڼې ګوڼې له کبله رغونې او بيارغونې ته اړتيا لري.

د هرات حوزوي روغتون د ماشومانو د څانګې مسوول میرویس عابدي ويلي، چې د بیات بنیاد لخوا د ماشومانو د څانګې له بیارغونې سره به تر یوه بریده د دې څانګې ستونزې اوارې شي.

بيات بنياد د هېواد د لویديځې حوزې په بېلابېلو برخو په ځانګړي توګه د بشري مرستو په برخه كې لازمې مرستې كړې دي. د دې سیمې خلک غواړي، چې دا مرستې دوام پیدا کړي.

تازه خبرونه

ګاونډ هېوادونه دې په افغانستان کې له نیابتي جګړې ډډه وکړي –عباس ستانکزی

شېر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د ایران، پاکستان، چین، روسیې او منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره ستر ګواښ و او د اسلامي امارت په واسطه له منځه ولاړ.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ويلي؛ هغه ترهګرې ډلې، چې غواړي په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړي، وبه ځپل شي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په کابل کې د امام ابو حنیفه په درېیم نړیوال نندارتون کې ویلي، اسلامي امارت د هغو ترهګرو ډلو پر له منځه وړلو توانیدلی، چې په افغانستان کې د امریکا د حضور پر مهال فعالې وې.

شیر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې، اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې د وارداتي ترهګرو ډلو پر وړاندې ډاډمنه مبارزه کړې او له ځینو ګاونډ هېوادونو څخه یې غوښتي؛ دغو ډلو ته اجازه ورنکړي، چې خاوره یې د افغانستان پر ضد وکاروي.

شېر محمد عباس ستانکزي زیاته کړې، چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور د ایران، پاکستان، چین، روسیې او منځنۍ آسیا هېوادونو لپاره ستر ګواښ و او د اسلامي امارت په واسطه له منځه ولاړ.

شېر محمد عباس ستانکزی وایي؛ په افغانستان کې ترهګرې ډلې له منځه تللي او اجازه به ورنکړي، چې دا ډلې په افغانستان کې نیابتي جګړه پیل کړي.

هغه ویلي، افغانستان ته ترهګرې ډلې واردېږي او د ځینو ګاونډ هېوادونو له خاورې د افغانستان پر ضد کار اخلي.

هغه وایي، چې له افغان کډوالو سره د ګاونډ هېوادونو په ځانګړي توګه ایران او پاکستان چلند د منلو وړ ندی او باید له هغوی سره ښه چلند وشي.

د ایران د انتظامي ځواک  قومندان احمد رضا رادان ویلي، چې دوی به دوه میلیون بې اسناده کډوال وباسي او هغه کسان به محاکمه کړي، چې غیرقانوني کډوال استخداموي.

د کارپوهانو پر اند؛ کډوال، قاچاق او د پولو امنیت د افغانستان، پاکستان او ایران تر منځ جنجالي مسایل دي، جې د حل لپاره یې باید ګډ میکانیزم جوړ شي.

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت په پاکستان کې د حکومت او سیاسي اپوزیسیون ترمنځ د خبرو غوښتنه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایکس پاڼې د خبرپاڼې له مخې؛ د “خلکو مشروع غوښتنو” ته د رسېدو غوره لار د خبرو اترو او همغږۍ لار ده.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې په پاکستان کې د حکومت او سیاسي اپوزیسیون ترمنځ کړکیچ د اندېښنې وړ حد ته رسیدلی او پر ټوله سیمه منفي اغېز لرلی شي.

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د ایکس پاڼې د خبرپاڼې له مخې؛ د "خلکو مشروع غوښتنو" ته د رسېدو غوره لار د خبرو اترو او همغږۍ لار ده.

هغه زیاته کړې، چې وروستیو پیېو وښوده، چې له خبرو اترو ډډه کول مسله پېچلې کوي.

عبدالقهار بلخي ویلي، چې اسلامي امارت د پاکستان وضعیت له نږدې څاري او هیله لري، چې د پاکستان حکومت او اغېزمنې ادارې به د زیاتېدونکيو ناخوښیو پر وړاندې د منلو وړ او رښتیني چلند وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان د پخواني بندي لومړي وزیر عمران خان پلویانو له تېرو دوه ورځو راپدېخوا حکومت ضد لاریونونه ترسره کړل، چې له پولیسو سره پر تاوتریخوالي واوښتل.

Continue Reading

تازه خبرونه

حکومتي مقامات د عامه شتمنیو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه ګډون نشي کولی

د عدلیې وزارت د ویاند برکت الله رسولي د څرګندونو له مخې په دې فرمان کې راغلي؛ لومړۍ ماده: د وزارتونو او حکومتي ادارو په تدارکاتو، کان کېندنې او نورو قراردادونو کې د روڼتیا د تأمینولو لپاره، چې موضوع یې عامه شتمنۍ وي، حکومتي مقامات او مامورین نشي کولی، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چارو د تدارک، کان کېندنې قراردادونو او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه، ګډون وکړي.

Published

on

د عدلیې وزارت ویاند د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ د وزارتونو او حکومتي ادارو د تدارکاتو او نورو قراردادونو د روڼتیا په اړه د اسلامي امارت د رهبر درې ماده‌ییز فرمان خپور کړی، چې حکومتي چارواکي د عامه شتمنیو په داوطلبۍ کې ګډون نشي کولی.

د عدلیې وزارت د ویاند برکت الله رسولي د څرګندونو له مخې په دې فرمان کې راغلي؛ لومړۍ ماده: د وزارتونو او حکومتي ادارو په تدارکاتو، کان کېندنې او نورو قراردادونو کې د روڼتیا د تأمینولو لپاره، چې موضوع یې عامه شتمنۍ وي، حکومتي مقامات او مامورین نشي کولی، په مستقیم یا غیر مستقیم ډول د اجناسو، خدمتونو او ودانیزو چارو د تدارک، کان کېندنې قراردادونو او نورو قراردادونو په داوطلبۍ کې د داوطلب په توګه، ګډون وکړي.

برکت الله رسولي دوه یمې مادې په اړه ویلي: هغه خصوصي شرکتونه، چې امارتي مقامات او مامورین په هغو کې ونډه‌وال او یا مسوول وي؛ هم د دې فرمان په لومړۍ ماده کې د درج شوي حکم تابع دي.

دغه راز په درېیمه ماده کې راغلي: دغه فرمان د توشېح له نېټې څخه نافذ او په رسمي جریده کې دې خپور شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!