تازه خبرونه
بیات بنیاد د سروبي ولسوالۍ له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
بیات بنیاد په روژه کې د ګرځبندیز له کبله د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له سلګونه زیانمنو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وکړې.
بیات بنیاد د خوراکي توکو د مرستو د وېش په لړ کې دا ځل د کابل د سروبي ولسوالۍ خلکو ته مرستې ورسولې.
د بیات بنیاد کارکوونکي میرویس هاشمي ويلي؛ د سروبي ولسوالۍ اړمنو او له ګرځبندیزه زیانمنو کورنیو ته اوړه، غوړي، وریځې او روغتیايي توکي ووېشل شول.
نوموړي زیاته کړې، چې د بیات بنیاد د مرستو د خوراکي، روغتیایي او ودانیزو توکو دوېش لړۍ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم روانه ساتل شوې ده.
د سروبي ولسوال ویلي، د بیات بنیاد مرستې کولی شي د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.
د سروبي ولسوال گوهر خان بابري له بیات بنیاده مننه کوي او وایي، چې دا بنیاد تل خلکو ته د خپلو مرستو لړۍ رسوي.
دی له نورو سوداګرو هم غواړي، چې په دې سختو شرایطو کې له اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.
کومو کورنیو، چې مرستې تر لاسه کړي وایي، بیات بنیاد هر کال د سروبي ولسوالۍ خلکو ته ډول ډول مرستې رارسولي دي.
بیات بنیاد د قرنطین په ورځو او روژه کې د هېواد د ښارونو او ولسوالیو له اړمنو کسانو سره د خوراکي، روغتیايي او ودانیززو توکو مرستې کړي او د کرونا د مخنیوي لپاره یې د کابل ښار او ځینو ولایتونو سړکونه او کوڅې نه یوازې پر عفوني ضد درملو پاکې کړي، بلکې د عامه پوهاوي لسګونه زره پاڼې او ماسکونه یې هم پر خلکو وېشلي دي.
تازه خبرونه
افغانستان د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار کړ
د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د پاکستانيو پوځیانو لهخوا د افغانستان له حریمه د سرغړونې په غبرګون کې د پاکستان سفارت چارسمبالی احضار او احتجاجلیک یې ورته وسپاره.
د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ افغانستان د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، پخپله خاوره تېری نشي زغملی.
پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدي، چې ځینې کړۍ پر غیر مسوولانه کړنو خپل غلط سیاستونه روان وساتي او د “دوه مسلمانو ګاونډ هيوادونو” اړیکې خرابه کړي.
تازه خبرونه
افغان سرحدي ځواکونو فرضي کرښې ته نږدې د پاکستان پوځي مرکزونه وویشتل
د افغانستان ملي دفاع وزارت نن (دوشنبه د کب اتهویشتمه) څرګنده کړې، چې د پاکستان جنګي او جاسوسي جیټ الوتکې یو ځل بیا د افغانستان خاورې ته ننوتلي او د پکتیکا په سپیرې او د خوست برمل ولسوالیو کې یې د ملکي خلکو پر کورونو بمبارډ کړی دی.
د دغه وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې: د پاکستان د هوایي یرخل او تېري په ځواب کې افغان سرحدي ځواکونو د فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستان پوځي مرکزونه پر درندو وسلو ویشتي دي.
خوارزمي زیاته کړې، د هېواد دفاعي او امنیتي ځواکونه د هر ډول تېري ځواب ورکولو ته چمتو دي او په هر حالت کې به له خپلې ځمکنۍ بشپړتیا څخه دفاع کوي.
د پاکستان پر پوځي مرکز له خونړي برید وروسته د دغه هېواد لوړپوړو چارواکو د غچ اخیستو شعارونه ورکړل.
د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري ویلي: پاکستان پرېکړه کړې هر څوک، چې زمونږ پر پولو، زمونږ پر کور او یا زمونږ پر مالونو برید وکړي؛ مونږ به ورته سخت ځواب ورکړو، هغه که هر څوک وي او د هر هېواد وي.
د پاکستان د ولسمشر له دغو څرګندونو یوه ورځ وروسته تېره شپه د دغه هېواد کشفي او جنګي الوتکو د پکتیکا پر برمل او د خوست په سپېره ولسوالیو بریدونه وکړل.
د پاکستان له خوا ادعا شوې چې په دغو بريدونو کې د ټي ټي پي يو قوماندان پر نښه شوى دى.
له دغه برید څو ساعته وروسته د پاکستان د وزیرستان له سیمې د ټي ټي پي د یاد قوماندان عبدالله شاه ویډیو کلیپ خپور شو.
دغه هوايي بریدونه د اسلامي امارت له سخت غبرګون سره مخ شوي دي.
ذبيح الله مجاهد دغه بریدونه غندلي او وايي، چې دا ډول پېښې به ډېرې بدې پايلې ولري، چې د پاکستان له کنټروله به بهر وي.
اسلامي امارت وایي، چې پاکستان باید د خپلې بې کفایتۍ او ناکامۍ پړه پر افغانستان وانهچوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د پاکستان په هوايي بريدونو کې د پکتيکا درې ښځې او درې ماشومان وژل شوي او دوه نورو میرمنو د خوست په سپیره ولسوالۍ کې خپل ژوند له لاسه ورکړیدی.
تازه خبرونه
په پکتیکا او خوست کې د پاکستان هوایي بریدونه پر افغان خاورې ښکاره تېری دی – مجاهد
د اسلامي امارت ویاند څرګنده کړې، چې تېره شپه شاوخوا ۳ بجې پاکستانیو الوتکو د پکتیکا ولایت د برمل لمنه او د خوست سپیرې ولسوالۍ د افغان دوبۍ په اړوند سیمو کې د عامو وګړو پر کورونو بمبارد کړی دی.
ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ ( د کب پر اتهویشتمه ) په ایکس پاڼه کې یاد بريدونه پر کلکو ټکو غندي او دغه غيرسنجيده اقدام د افغانستان پر حریم تجاوز او تېری بولي.
ذبیح الله مجاهد وایي؛ د دې هوایي تېري په پایله کې د پکتیکا ۶ کسان ۳ ښځینه او ۳ ماشومان وژل شوي او یو کور نړیدلی. دغه راز په خوست ولایت کې یو کور نړیدلی ۲ ښځې وژل شوي دي.
ذبیح الله مجاهد د دغو بریدونو په غبرګون کې څرګنده کړې؛ د افغانستان اسلامي امارت، چې د نړۍ د زبرځواکونو پرخلاف د ازادۍ د اوږدې مبارزې تجربه لري، هیچاته پخپله خاوره د تېري اجازه نهورکوي.
هغه ویلي: د عبدالله شاه په نامه کس، چې پاکستاني اړخ یې په پېښه کې د پر نښه کېدو ادعا لري؛ هغه په پاکستان کې دی. بله دا، چې د یادو سیمو په دواړو غاړو کې یو قوم اوسیږي، چې ورځنی تګ راتګ او ګنې خپلویانې لري.
د نوموړي په خبرپاڼه کې راغلي: پاکستانی ولس او نوی ملکي حکومت باید پرېنږدي، چې د پوځ څو جنرالان په دغه ډول بې باکه کړنو سره تېرو شل کلونو ته ورته د نورو جهتونو د ګټو لپاره خپل غلط سیاستونه روان وساتي او د “دوه مسلمانو ګاونډ هيوادونو” اړیکې خرابه کړي.
مجاهد زیاته کړې: پاکستان باید پخپله خاوره کې د پېښو د نه کنترول، ناتواني او ستونزو پړه پر افغانستان وانچوي؛ ځکه داسې پېښې خورا بدې پایلې درلودلی شي، چې بیا به یې کابو کول د پاکستان په اختیار کې نه وي.
د افغانستان اسلامي امارت هیچاته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان له خاورې څخه د چا امنیت خراب کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د شنبې پر ورځ وسلهوالو د پاکستان په میرعلي سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر پوسته له چاودیدونکیو توکو ډکې لارۍ ته چاودنه ورکړ شوه او د پاکستان د پوځ اووه سرتېري او دوه افسران یې ووژل.
-
نړۍ5 days ago
د غزې پر یوه مرستندویه مرکز د اسرائیلو په هوايي برید کې ۲۷ کسانو ته مرګ و ژوبله اوښتې
-
لوبی4 days ago
راشدخان د ایرلینډ پروړاندې د ۲۰ آوریزو نړیوالو سیالیو لوبډلمشر شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د هند د یوه پوهنتون په لیلیه کې پر لمونځ کوونکیو برید شوی
-
تازه خبرونه5 days ago
یوناما په افغانستان کې د مسایلو ارزونه له منفي اړخه کوي – ذبیح الله مجاهد
-
تازه خبرونه19 hours ago
په نوي تعلیمي کال کې دې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیستل شي – حامد کرزی
-
سوداگري5 days ago
د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د تېلو چاڼخونو ته ځمکه ځانګړې کوي
-
تازه خبرونه5 days ago
د افغانستان امانت صندوق تر اوسه ۲۷۰ میلیون ډالر ګټه کړې – انوارحق احدي
-
نړۍ2 days ago
د آیسلینډ اورشېندنې یو ځل بیا سرراپورته کړ