تازه خبرونه
بیات بنیاد افغان ماشومانو ته د ماشومتوب د لومړني پړاو د ودې اپلیکیشن رامنځته کړ
بیات بنسټ (www.bayatfoundation.org) په افغانستان کې د یوه ستر خیریه بنست په توګه، چې د بیات ګروپ (www.bayat-group.com) غړیتوب هم لري؛ نه یوازې د افغانانو د هوساینې لپاره ډاډمنې هڅې کوي، بلکې د افغان ماشومانو د ماشومتوب د لومړني پړاو د ودې او پراختیا لپاره یې یو نوی نوښت هم رامنځته کړی دی.
د دې پروګرام موخه د ماشومانو د لومړنیو کلونو د اړتیاوو په اړه د پوهاوي لوړول او همدارنګه د میندو او پلرونو ځواکمن کول او هڅول دي، چې خپلو ماشومانو ته په ژوندانه کې غوره پیل رامنځته کړي.
دا له نوښته ډک اپلیکیشن "زه او ماشوم مې" نومیږي؛ میندې او پلرونه هڅوي، چې له خپلو ماشومانو سره ډېر ښه چلند او غوره اړیکې ولري او د یو لړ لوبو پر تر سره کولو یې کړنې سمې او ډادمنې کړي. لکه: وینم دې، چې اغېز یې د علم له مخې هم د ماشوم په وده کې پوره روښانه دی.
د بیات بنیاد اجرائیوي مشره فاطمه لیا بیات څرګندوي: ماشومان د ژوندانه له پیله لومړی مینې، بیا پالنې، پاملرنې او څارنې ته اړتیا لري، چې مغزي وده یې رامنځته او وړتیاوې یې لوړې شي. "زه او ماشوم مې" نومی اپلیکیشن د والدینو لپاره معلومات چمتو کوي، چې ماشومان ورته د ژوندانه په لومړنیو او له ارزښتونو ډکو کلونو کې ډېره اړتیا لري. علم او پوهه ښیي، چې همدا د اړیکو او خبرو اترو کوچنۍ شېبې دي، چې په ځانګړي توګه په خورا سختو شرایطو کې بدلون را منځته کوي.
دا اپلیکیشن په آیاواس(iOS) او انډرایډ (Android) عاملو سیسټمونو کې پر دري او پښتو دواړو ژبو وړیا شتون لري او حتا په پخواني او ټیټ ګرځند کې د کارولو وړ دی. دغه راز ډېري بنسټیز معلومات په ټولنیزو رسنیو، ایس ایم ایس، راډیو، ټلویزیون، چاپي او ډیجیټلي رسنیو کې هم د لاسرسي وړ دی.
د بیات بنیاد له بنسټ ایښودونکیو مشرانو څخه یو هم ډاکټر احسان بیات دی، چې وایي؛ هر افغان ماشوم پرته له دې، چې په کوم ځای کې اوسیږي؛ حق لري، چې په ژوندانه کې یو غوره پیل، پیل کړي.
هغه زیاته کړې: ښوونه او روزنه له ډېر وخت راپدیخوا د بیات بنیاد لپاره لومړیتوب لري او د "زه او ماشوم مې" میندې او پلرونه ځواکمنوي، چې له خپلو ماشومانو سره د دوی بشپړو وړتیاوو ته په رسیدو کې مرسته وکړي. په ځانګړي توګه په هغو ټولنو کې، چې د پوهاوی کچه په کې راټیټه او یا معلوماتو ته لاسرسی ورته محدودیت ولري؛ دا اپلیکیشن د لاسرسي وړ آسانه معلومات چمتو کوي، چې د افغانانو له ژوندانه سره بشپړ مطابقت هم لري.
د "زه او ماشوم مې" اپلیکیشن منځپانګه د ټولنې، نړیوالو نورمونو، جندر او والدینو د رول او همدارنګه په افغانستان کې د ځانګړیو دیني، فرهنګي او چاپېریالي عواملو د ژورې بشرپوهنې د شننو پر بنسټ ولاړه ده. بیات بنیاد د آسترالیا د سیډني پوهنتون د دماغ او دماغي مرکز په همکارۍ د آسترالیا له مینډرو فاونډیشن سره ملګرتیا لري او ډاډ ترلاسه کوي، چې د عصبي علومو او والدینو عصري کړنې له افغان دودونو سره یوځای داسې چاپېریال رامنځته کوي، چې له هر ماشوم سره عالي، ادراکي او احساساتي وړتیاوو ته په رسیدو کې مرسته وشي.
د بیات بنیاد په اړه معلومات:
بیات بنیاد، چې په امریکا کې میشت خیریه بنسټ دی؛ له ۲۰۰۵ زېږدیز کال راپدیخوا د افغانانو د ودې، پرمختګ او هوساینې لپاره کار کوي. د دغه بنسټ بنسټوال احسان الله بیات او فاطمه لیا بیات دي او دغه بنسټ په افغانستان کې د ځوانانو، ښځو، بېوزلو او بوډاګانو د وړتیاوو د لوړولو لپاره ۳۰۰ پروژې تر سره کړي دي. په دې پروژو کې د ١٤ زېږنتونونو جوړول هم شامل دي، چې تر اوسه پورې يې د درې ميليون ميندو او ماشومانو درملنه کړې ده.
دا پروژې په اړمنو سیمو کې پلې شوي او د بېخبناوو پر جوړولو سربېره یې د روغتیا، پوهنې، اقتصاد، سپورټ او فرهنګ په وده کې داډمن ګامونه پورته کړي دي.
د بیات بنیاد لوی مشر احسانالله بیات په ۲۰۰۲ زېږدیز کال کې د افغان بېسیم شرکت جوړ کړ. دا په افغانستان کې لومړنی بیسیم مخابراتي شرکت دی، چې جیاسام (GSM) او انټرنیټی مخابراتي خدمات وړاندې کوي. څه موده وروسته په ۲۰۰۵ کال کې يې د آريانا راډيو او ټلوېزيون نړیواله شبکه، آريانا راډيو (۹۳.۵افام)، ۲۰۱۴ کې آریانا نیوز، ټولنیزې شبکې او بیا یې د بیات رسنیز مرکز جوړ او رامنځته کړ.
تازه خبرونه
مونږ او اسلامي امارت ډېر توپيرونه لرو – د سوریې واکمن
هغه د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په اړه ویلي: « البته د ښځو د زدهکړې په اړه باید ووایم، چې مونږ له ۸ کلونو څخه راپدېخوا په ادلب کې یو پوهنتون لرو. زه فکر کوم، چې په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ سلنې ډېره ده.»
احمد الشرع، چې دا مهال د سوریې مشر دی ویلي، چې د دوی او اسلامي امارت تر منځ ډېر توپیرونه شته دي.
احمد الشرع ویلي: د سوریې او طالبانو (اسلامي امارت) ترمنځ ډېر توپیرونه شته؛ زمونږ د حکومت کولو طریقه بېله ده. افغانستان یوه قومي ټولنه ده، چې سوریه ورسره توپیر لري. خلک یې عین فکر نلري. د سوریې حکومت او حاکم نظام به د سوریې له تاریخ او کلتور سره مطابقت ولري.
هغه د ښځو او نجونو د ښوونې او روزنې په اړه ویلي: « البته د ښځو د زدهکړې په اړه باید ووایم، چې مونږ له ۸ کلونو څخه راپدېخوا په ادلب کې یو پوهنتون لرو. زه فکر کوم، چې په پوهنتونونو کې د ښځو سلنه له ۶۰ سلنې ډېره ده.»
د سوریې واکمن د دې پوښتنې په ځواب کې، چې آیا د الکولي مشروباتو څښل جواز لري وویل: "ډېر شیان شته، چې زه یې د خبرو کولو حق نلرم، چې په اړه یې خبرې وکړم؛ ځکه هغه قانوني مسایل دي."
هغه زیاته کړې، چې د سوریې د اساسي قانون د لیکلو لپاره به د حقوقي کارپوهانو په ګډون یوه کمیټه جوړه شي. دوی به پرېکړه وکړي. هر واکمن یا ولسمشر باید له قانون پیروي وکړي.
اسلامي امارت تر دې دمه د افغانستان په اړه د احمد الشرع د څرګندونو په اړه غبرګون ندی ښودلی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې په افغانستان کې له شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له درې کلونو راپدېخوا له زدهکړو بې برخې دي او پوهنتونونه هم د نجونو پر مخ تړل شوي دي.
تازه خبرونه
د کابل- کندهار پر لويه لار د دوه ترافيکي پېښو له کبله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
په خبرپاڼه کې راغلي دي: په خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوه خونړیو ټرافیکي پېښو له کبله زمونږ ۵۲ هېوادوال شهیدان او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.
د افغانستان اسلامي امارت په یوه خبرپاڼه کې د کابل- کندهار پر لویه لار د دوه ترافیکي پېښو له کبله، چې په کې ۵۲ کسان مړه او ۶۵ نور ټپیان دي؛ د قربانیانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دي: په خواشینۍ مو خبر ترلاسه کړ، چې د کابل – کندهار پر لویه لار د دوه خونړیو ټرافیکي پېښو له کبله زمونږ ۵۲ هېوادوال شهیدان او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.
اسلامي امارت اړوندو ارګانونو ته سپارښتنه کړی، چې ژر تر ژره د دغو دواړو پېښو په اړه څېړنه وکړي، کره لامل یې پر ګوته او د دا ډول تراژیدو د بیا تکرار مخه ونیسي.
د غزني ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د غزني د مرکز اړوند د کابل – کندهار پر لویه لار د دوه بېلابېلو ترافیکي پېښو له کبله ۴۷ کسان مړه او ۷۳ نور ټپیان شوي دي.
په دې اعلاميه کې ويل شوي، چې د دغې پېښې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي؛ خو د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړدى.
دا پېښه تېره شپه ۱۱ بجې (چارشنبه د قوس اتهویشتمه) د دوه ٥٨٠ مسافر وړونکیو بسونو د تېلو له ټانکر او بار وړونکي لارۍ سره د ټکر له کبله رامنځته شوې ده.
له دغو پېښو څخه يوه يې د غزني ولايت د مرکز په شهباز سيمه او بله يې د دغه ولايت د اندړ ولسوالۍ په ناني بازار سيمه کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي، چې د دغو ټرافیکي پېښو له کبله یو شمېر ټپیان کابل ته لېږدول شوي دي.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
-
تازه خبرونه3 days ago
مونږ او اسلامي امارت ډېر توپيرونه لرو – د سوریې واکمن
-
نړۍ5 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
تازه خبرونه4 days ago
آریانا ټلویزیون د کرکټ ټست نړیوالې اتلولۍ د پایلوبې د خپراوي حق ترلاسه کړ
-
لوبی5 days ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
نړۍ4 days ago
ناټو ته د اوکراین د پوځي مرستو د همغږۍ دنده وروسپال شوه
-
تازه خبرونه3 days ago
د کابل- کندهار پر لويه لار د دوه ترافيکي پېښو له کبله له ۱۰۰ ډېرو کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې
-
لوبی4 days ago
د افغانستان او زمبابوې کرکټ لوبه د باران له کبله لغو شوه