تازه خبرونه

بونډس لیګا د فوټبال دوه میاشتنی ځنډ پای ته رسولی

Published

on

Last Updated on: غویی ۳۰, ۱۳۹۹

د آلمان فوټبال غوره لوبډلې بونډس لیګا د کورونا ویروس په خپریدو کې دوه میاشتنی ځنډ پای ته رسولی.

د کرونا ویروس د خپریدو له لومړي بحران وروسته د سیګنال ایډونا پارک په لوبغالي کې د می پر ۱۶ له برسیا ډورټمونډ او شالیکه ۰۴ سره ولوبیدل.

د ډورټمونډ بریدکونکي ارلینګ هالنډ د لوبې په ۲۹ دقیقه کې د کرونا له خوریدو وروسته لومړی ګول وواهه. د رافیل ګریرو دوه ګولونو او د تورګان هازارډ  یوګول ډورټمونډ د ۴ پر ۰ شالکه ته ماته ورپه برخه کړه.

د سیالیو تر سره کول د کرونا ویروس له خوریدو د مخکینیو لوبو په څیر ندي. سیالۍ له لیدونکیو پرته د تړلیو دروازو تر شا ترسره کیږي او یوازې ۳۰۰ اړوند مامورین او کارمندان یې لیدونکي دي. نور به ماشومان په لوبغالي کې له لوبغاړیو سره د لوبو ډګر ته نه راځي او ان په تونل کې هر ډول اړیکې بندې دي.

د اروپا نور نامتو لیګونه به هم ډېر ژر پیل شي.

د انګلیس غوره لیګ به د روان کال د جون پر لومړۍ  پیل شي.

د ایټالیا سیري ای به د جون پر ۱۳ او د هسپانیا لا لیګا به د جون پر ۱۲ پیل شي.

Trending

Exit mobile version