Connect with us

سوداگري

بهر میشتې افغان سوداګر او پانګوال دې هېواد ته راستانه شي – اسلامي امارت

خپور شوی

د

(Last Updated On: )
د افغانستان د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر او ورسره مل پلاوي یې د سې شنبې پر ورځ په عربي متحده اماراتو کې له یو شمېر افغان سوداګرو سره وکتل او هېواد ته د بېرته ستنېدو پر امکاناتو ور سره بحث او خبرې وشوې.

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ملا برادر افغان سوداګرو ته څرګنده کړه: په هره برخه کې، چې تاسې پانګونې ته لیواله یاست؛ اسلامي امارت چمتو او ژمن دی، چې تاسې ته د ډاډمنې پانګونې او کار زمینه برابره کړي.

په دې کتنه کې ملا برادر سوداګرو او پانګوالو ته وويل؛ دا د اسلامي امارت مسوولیت دی، چې د پانګوالو او سوداګرو لپاره د کار آسانتیاوې رامنځته کړي او له هغو وغواړي، چې د هېواد په بيارغونه کې مرسته وکړي.

ملا برادر ډاډ څرګند کړ؛ دا زمونږ مسوولیت دی، چې تاسې او ستاسو سوداګرۍ ته ډاډمنه زمینه برابره او دا هېواد په ګډه بیا جوړ کړو.

هغه وایي: له نېکه مرغه په ​​افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واکمنېدو سره د اداري فساد ریښې وچې او له منځه تللې دي.

په اقتصادي چارو کې د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر له ټولو هغو هېوادونو مننه وکړه، چې د افغانانو د کوربتوب هڅې کوي.

سوداگري

عزیزي او ژاو شینګ چین ته د افغانستان د صادراتو د زیاتوالي په اړه بحث وکړ

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د سې‌شنبې د ورځې په دې بحث کې موخه چین ته د مستقیمو صادراتو د اسانتیاوو برابرول ول، چې ورسره به هېواد ته د افغان توکو د ټرانزیټ او ټرانسپورت او همدارنګه د اړتیا وړ ماشینونو د واردولو لګښتونه کم شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د صنعت او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي(سرپرست) نورالدین عزیزي او په کابل کې د چین سفیر ژاو شینګ، چین ته د افغانستان د صادراتو په ځانګړې توګه د جلغوزیو، انارو، ګران بیه ډبرو او منرالونو لکه نیفرایټ، اونکس، لاجور او تالک د صادراتو د زیاتوالي په اړه خبرې وکړې.

د صنایعو او سوداګرۍ وزارت د رسنیزې خبرپاڼې له مخې؛ د سې‌شنبې د ورځې په دې بحث کې موخه چین ته د مستقیمو صادراتو د اسانتیاوو برابرول ول، چې ورسره به هېواد ته د افغان توکو د ټرانزیټ او ټرانسپورت او همدارنګه د اړتیا وړ ماشینونو د واردولو لګښتونه کم شي.

په دې خبرپاڼه کې زیاته شوې، چې عزیزي او ژاو شینګ هوکړه وکړه، چې د پوره همغږۍ، سوداګریزو اړیکو پراختیا او د سوداګرۍ اسانتیا لپاره به منظمې ناستې ترسره کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یو شیاونګ د ایران، پاکستان او قطر  د بهرنیو چارو وزارت له استازو سره بېلابېلې لیدنې ترسره کړي دي.

Continue Reading

سوداگري

د افغانستان بانک ۱۵ ميليون امريکايي ډالر داوطلبۍ ته وړاندې کوي

افغانستان بانک د يوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا بانک پر شرايطو له برابرو ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غواړي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي يې مکلف کړي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

Published

on

(Last Updated On: )

د افغانستان بانک ويلي؛ د افغانيو د ارزښت لوړولو لپاره سبا (سې‌شنبه) د وري پېنځمه ۱۵ميليون ډالر د داوطلبۍ له لارې پلوري.

افغانستان بانک د يوې خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ دا بانک پر شرايطو له برابرو ټولو صرافانو او تجارتي بانکونو څخه غواړي، چې په دې داوطلبۍ کې ګډون وکړي او د داوطلبۍ ګټونکي يې مکلف کړي، چې خپل حسابونه د ورځې تر پايه پورې تصفيه کړي.

په خبرپاڼه کې دغه راز يادونه شوې، چې د معاملــو قسمي ترسره کول مجاز ندي او د داوطلبۍ ګټونکي دې د خپل ذمت پيسې ټولې يوځاى، نغدې او يا هم پر حوالــه پخپل ټاکلي وخت بانک ته تحويلې کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د کابل ولایت ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل د جوړولو پرانیسته وشوه

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې:  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې د ټرانسپورټي بنسټونو د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او په دې اړه څرګندوي: د ټرانسپورټي بېخبناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه‌ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.

Published

on

(Last Updated On: )

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر آخوند نن( د وري درېیمه) د کابل ولایت پغمان ولسوالۍ د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل د چارو د پيل پرانیسته وکړه.

د ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې:  د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال په هېواد کې د ټرانسپورټي بنسټونو د پراختیا په برخه کې د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل جوړول مهم وبلل او په دې اړه څرګندوي: د ټرانسپورټي بېخبناوو معیاري رغول او پراخول د یو هېواد د اقتصادي ودې، پرمختګ او د داخلي او سیمه‌ییز اتصال لپاره ډېر مهم او بنسټیز ګام ګڼل کېږي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ له بده مرغه په هېواد کې د لسیزو جګړو او فساد له کبله دې مهمې برخې ته پام ندی شوی؛ بلکې په دې برخه کې شته بنسټونه د ټیټ کیفیت له کبله تخریب شوي، عامه ملکیتونه د اشخاصو له لوري غصب او د لویو لارو او سړکونو حریمونه کوچني شوي دي.

ملا برادر آخوند د معیاري ټرانسپورټي بېخبنا ارزښت ته په نغوته کې ویلي؛ پر ټرانسپورټي او مواصلاتي بنسټونو پانګونه، د غصب شویو عامه ملکیتونو بېرته استرداد، د سړکونو او لارو د اصلي حریم تشخیصول او رغول د افغانستان اسلامي امارت یو له اساسي او مهمو ملي موخو څخه ګڼل کېږي.

نوموړي ویلي: د ارغندې ټرانسپورټي ترمینل لپاره  ۴۲ مهم تاسیسات جوړېږي.

د یادونې ده، چې د کابل ولایت د ارغندۍ ټرانسپورټي ترمینل په  شاوخوا ۹۰۰ جریبه ځمکه کې د یو میلیارډ او ۲۸۵ میلیون افغانیو پر لګښت جوړېږي، چې چارې به یې د خصوصي سکټور له لوري په دوه کلونو کې بشپړې شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!