Connect with us

تازه خبرونه

بهرني هوایي شرکتونه کولی شي نړیوالې الوتنې بیا پیل کړي – اسلامي امارت

خپور شوی

د

(Last Updated On: تله ۴, ۱۴۰۰)

د افغانستان اسلامي امارت د یکشنبې پر ورځ د تلې ۴ / د سپټمبر ۲۶ څرګنده کړې، چې د کابل په هوایي ډګر کې ټولې تخنیکي ستونزې حل شوي او بهرني هوایي شرکتونه کولی شي سوداګریزې الوتنې بیا پیل کړي.

د بهرنیو چارو وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي؛ د کابل هوايي ډګر اوس د هر راز پروازونو لپاره بشپړ چمتو شوی دى.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي زیاته کړې؛ اسلامي امارت له هغو هېوادونو، چې پخوا يې کابل ته الوتنې لرلې د پخوا په څېر خپلې الوتنې پیل کړي، چې د بند پاتې او نورو مسافرو  ستونزې حل شي.

د بهرنیو چارو وزارت په دې اړه ټولو شرکتونو ته د پوره همکارۍ ډاډ ورکوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت له راتګ او د بهرنیو ځواکونو له وتلو وروسته کابل ته ټولې نړیوالې سوداګریزې الوتنې درېدلې وې.

تازه خبرونه

افغانستان ۱۴۰۲ کال هم له نړیوال مشروعیت پرته تېر کړ

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۲)

اسلامي امارت په  ۱۴۰۲  لمزیز لېږدیز کال کې هم  د نړیوال مشروعیت له بحران سره و او ونه توانید، چې په ملګرو ملتونو کې د یوه مشروع حکومت په توګه خپل ځای ترلاسه کړي.

نړیوالې ټولنې د افغان میرمنو او نجونو په وړاندې د چارسمبالي حکومت د چلند او سختو قوانینو له کبله پر اسلامي امارت خپل بندیزونه روان ساتلي او خبرداری یې ورکړی، چې اسلامي امارت د نړیوالې ټولنې د غړي په توګه خپله تګلاره بدله نکړي؛ پر رسمیت به ونه‌پېژندل شي.

د نړیوال مشروعیت له ستونزو سره – سره په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې اسلامي امارت له نورو هېوادونو سره په ډیپلوماټیکو اړیکو کې پرمختګ وکړ او چین د لومړي هېواد په توګه په کابل کې خپل رسمي سفیر معرفي کړ او په بیجینګ کې یې د اسلامي امارت رسمي سفیر ومانه.

اسلامي امارت ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال له لاسته راوړنو ډک بولي او څرګندوي، چې له نورو هېوادونو سره یې د اړیکو د پراخولو په برخه کې پرمختګونه کړي دي.

په دې کال کې له اسلامي امارت سره د افغان سفارتونو تعامل روان وساتل شو او په هالینډ او هسپانیه کې د افغانستان سفارتونو هم د بهرنیو چارو له وزارت سره خپل تعامل اعلان کړ.

د دې کال په اوږدو کې له اسلامي امارت سره همغږې ډیپلوماتیکې ډلې په هند کې د افغانستان سفارت او قونسلګرۍ چارې تر لاسه کړې.

دغه راز د افغانستان لویدیځ ګاونډ ایران په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې له اسلامي امارت سره د هلمند سیند د اوبو پر سر ناندرې د خبرو له لارې پای ته ورسولې.

پاکستان په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان د حضور او فعالیت ادعاوې روانې وساتلې او له همدې کبله د کابل او اسلامآباد اړیکې تتې او ترینګلې پاتې شوې. دا اړیکې هغه وخت نورې هم کړکېچنې شوې، چې د پاکستان لنډمهالي حکومت د میلیونونو افغانانو د وهلو، سپکولو او جبرې شړلو پرېکړه وکړه.

سیاسي شنونکي پدې باور دي، چې ګاونډيان او د سیمې هېوادونه ندي توانېدلي، چې له اسلامي امارت سره د تعامل لپاره پر یوې مشخصې تګلارې هوکړه وکړي.

په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې د اسلامي امارت کابینه چارسمبلې پاتې شوه. په دې کال کې له بهره د افغان سیاستوالو او سیاسي مخالفانو راتګ راتګ هم روان پاتې شو.

اسلامي امارت ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال له لاسته راوړنو ډک بولي او څرګندوي، چې په دغه کال کې له نورو هېوادونو سره اړیکې پراخې او یو لړ پرمختګونه شوي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د نړیوال مشروعیت نشتوالی د یو شمېر هغو هېوادونو سلیقوي چلند ګڼي، چې ملګري ملتونه یې په خپل واک کې اخیستي دي.

اسلامي امارت دا مهال په ۳۸ هېوادونو کې فعال ډیپلوماټیک ماموریتونه لري او آذربایجان هم غواړي، چې په کابل کې خپل سفارت پرانیزي.

ولیدل شي، چې په ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال کې به اسلامي امارت د نړیوال مشروعیت بحران پای ته ورسوي او که نه؟! دا هغه پوښتنه ده، چې وخت به یې ځواب کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په کابل ولایت کې د بیات بنیاد د روژې د مرستو لړۍ روانه ده

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۲)

د کابل په لویدیځ کې لسګونه بېوزله کورنۍ د بیات بنیاد د روژې له مرستو برخمنې شوې.

د دغه بنسټ مسوولین ويلي، د روژې په مبارکه میاشت کې هم له اړو کسانو سره د دغه بنسټ مرستې روانې دي او له غواړي، چې د اړمنو لاس ونیسي او مرستې هم ورسره ترسره شي.

مرسته ترلاسه کوونکي د بیات بنیاد له مرستې مننه کوي.

په دې مرستو کې خوراکي توکي شامل دي.

دغه راز یو شمېر اړمن کسان، چې د بیات بنیاد له مرستو برخمن شوي خوښ دي او له نورو بنسټونو هم د ورته مرستې غوښتنه کوي.

بیات بنیاد په هېواد کې یو له مهمو خیریه بنسټونو څخه شمېرل کیږي، چې له  تېرو ۲۰ کلونو راپدیخوا له بې‌وزلو او د طبیعي پېښو له قربانیانو سره مرستې کوي او په بېلا بېلو برخو کې ټول ګټې پروژې پلې کوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د افغان ښځو او نجونو لپاره یو ستونزمن کال و

Published

on

(Last Updated On: کب ۲۹, ۱۴۰۲)

۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال په داسې حال کې پای ته رسیږي، چې د نجونو پر زده‌کړو لګول شوي محدودیتونه لرې نشول او له شپږم ټولګي څخه پورته د نجونو او میرمنو پرمخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې خلاصې نشوې.

۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال د افغان ښځو او نجونو لپاره یو ستونزمن کال و، ځکه په دې کال کې دوی تمه درلوده، چې د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې به د دوی پرمخ پرانستل شي او دوی به خپلو ټولګیو ته ستنې شي؛ خو له یو کال تمې وروسته هم د دوی دا هیله پوره نشوه او اسلامي امارت د دوی لپاره د ښوونځيو او پوهنتونونه دروازې خلاصې نکړې.

د اسلامي امارت چارواکو په وار وار ویلي، چې د نجونو لپاره به د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانستلو طرحه وروستۍ شي؛ خو تر اوسه وروستۍ شوې نده.

په بېلا بېلو ملي او نړیوالو ناستو کې غوښتل شوي: ښځو او نجونو ته دې اجازه ورکړ شي، چې کار او زده‌کړو ته ستنې شي؛ خو د اسلامي امارت امر ثاني پخپل حال پاتې دی او په دې اړه بل حکم صادر نشو.

د ملګرو ملتونو او د نړۍ د هېوادونو استازو په ځلونو ټینګار کړی چې ښځو او نجونو ته دې د تعلیم حق ورکړ شي؛ خو اسلامي امارت یې غوښتنې منلې ندي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن ویلي: د ښځو او نجونو له حقونو ملاتړ زمونږ د بهرنۍ تګلارې  برخه ده؛ په تېرو درې کلونو کې مو د ټولې نړۍ د ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره تګلارې او پروګرامونه وړاندې کړي دي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد څو څو ځله له رسنیو سره په ګڼو مرکو کې د نجونو لپاره د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو په اړه خبرې کړي؛ خو دا یې ندي ویلي، چې د نجونو انتظار به کله پای ته رسیږي.

دغه راز پوهنتونونو او کار ته د نجونو او میرمنو پرتګ هم د بندیزونو یو کال کیږي؛ هیلې دادي، چې په نوي تعلیمي کال کې د نجونو او میرمنو د کار او زده‌کړو په اړه د اسلامي امارت تګلاره بدلون وکړي او د افغان نجونو لپاره د تړلیو ښوونځیو د زده‌ګړو د پیل زنګ ووهل شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!