Connect with us

تازه خبرونه

بنیاد بیات له لسگونو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2015-06-28-17h46m11s149

د روژې په مبارکه میاشت کې د بیات بنیاد د مرستو په دویم پړاو کې لسګونه کورنۍ له مرستو برخمنۍ شوي.

د دغه بنیاد مسوولین وايي ،چی دغه د خواراکي توکو مرستي د کابل ښار په لویدیځ کې په لسګونو بې وزله کورنیو وویشل شوې. له بلی خوا بیوزله کورني د ژوند له سختو شرایط شکایت کوي اوله نورو شتمنو هم غواړي چی له دوی سره مرستي وکړي.

په دغه مرستوکي اوړه ،وریجي ،ماکروني اونور لومړني خوراکي توکي شامل دی.

vlcsnap-2015-06-28-17h46m52s88

هغو کورنیو چې د بیات بنیاد مرستې یې تر لاسه کړې، خوښي یې څرګنده کړه.

بیات بنیاد ټنګار کوي چی د مرستو دغه لړې به د هیواد ټولو ولایتونو ته هم وغزیږوي او د روژی میاشتې تر پایه به دوام ولري.

د بیات بیناد مرستیال – حاجي محمد اسماعیل:

بنیاد بیات هر کال د روژې په مبارکه میاشت کې له بې وزلو، بې سرپرستو او بې ځایه شویو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې کوي چې سږ کال مو هم دا پروژه پیل کړې.

د بیات بیناد د پروژو همکار احسان الله ارینزی:

” بیات بنیاد بیا له خیره د خپلو مرستو پروګرامونه پیل کړي چې د افغانستان په ځینو ولایاتو او مرکزي نقاطو کې بېوزله، بې کوره او مهاجرو سره مرستې کوي؛ او دا په هغو شرایطو کې چې د نړیوالو مرستې کمې شوي دي او ضمنا له افغان حکومت سره هم د مرستو له پاره لازم قوت نشته.

بیات بنیاد د تاسیس له وخته تراوسه پوري د عمراني او جوړونې له پروژو سربیره هر کال د روژې په میاشت کې له بې وزلو کورنیو سره مرستې کوي.

 

 

Advertisement

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!