تازه خبرونه

بلینکین د سولې په چارو کې د خلیلزاد پاتې کیدل ومنل

Published

on

(Last Updated On: )

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن تېره شپه ومنله، چې د افغانستان د سولې لپاره یې د امریکا  له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاده د دندې غزولو غوښتنه کړې ده.

نوموړي د چارشنبې پر ورځ په واشنګټن کې یوې خبري غونډې ته د وینا پر مهال ومنله، چې د امریکا او طالبانو د سولې راوستو لاسلیک شوی تړون به وګوري او دا ډاډ به ترلاسه کړي، چې مونږ  او دوی څه ژمنې کړي .

هغه زیاته کړې: له خلیلزاد مو غوښتنه کړې، چې خپله اړینه دنده تر سره او روانه وساتي.

شاوخوا څلور ورځې وړاندې داسې راپورونه خپاره شول، چې د افغانستان لپاره د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې ځانګړی استازی به خپله دنده روانه وساتي.

خلیل زاد یو تجربه لرونکی  سیاستوال دی، چې له تېرو دوه کلونو راپدیخوا د سولې په بهیر کې کار کوي او نه یوازې د واشنګټن د ډاد وړ چارواکی دی، بلکې د سولې پر بهیر یې له افغان حکومت، طالبانو او نورو ټولو ښکیلو اړخونو او سیمه ییزو مشرانو سره هم لیدلي دي.

انټوني بلنکین دا هم منلې، چې امریکا به په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو په اړه د روسیې د شونو ګټو راپورونه هم وګوري.

د یادونې ده، چې امریکا تر دې دمه د کابل د اعلاميې په اړه څه ندي ویلي.

Trending

Exit mobile version