تازه خبرونه

بریټانې له افغانستان څخه د خپلو ټولو ځواکونه د ایستلو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د بریټانیا ټایمز ورځپاڼې څرګنده کړې؛ د روان کال د سپټمبر پر ۱۱ نېټه له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو له اعلان وروسته انګلستان هم پرېکړه کړې، چې له دې هېواده خپل ټول پاتې سرتېري وباسي.

د راپورونو له مخې؛ انګلستان په پام کې لري، چې د مارشال فهیم د پوځي اکاډمۍ د سرتېرو روزنه افغان حکومت ته وسپاري.

د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ بریټانیا دمګړۍ په افغانستان کې  ۷۵۰ سرتېري لري، چې د اډو او تاسیساتو ساتنه ورته د امریکايي ځواکونو له ملاتړ پرته ننګووونکې ده.

د سې شنبې پر ورځ د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي واشنګټن پوسټ ته څرګنده کړې، چې ټول امریکایي سرتېري به د روان کال د سپټمبر تر ۱۱ ووځي.

ورځپاڼې د باخبرې سرچینې د څرګندونو له مخې په ډاګه کړې؛ د امریکا ولسمشر جو بایډن به په راتلونکیو میاشتو کې ټول هغه امریکایي سرتېري، چې د ۲۰۰۱  د سپټمبر له پېښې وروسته افغانستان ته راغلي له دې هېواده وباسي.

د دې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر جوبایدن به د چارشنبې پر ورځ په رسمي بڼه  په دې اړه خپله پرېکړه اعلان کړي.

Trending

Exit mobile version