تازه خبرونه

بریټانیا په افغانستان کې د تاوتریخوالي د سمدستي پای غوښتنه وکړه

Published

on

(Last Updated On: )

په کابل کې د بریټانیا سفارت د نوي کال د مبارکۍ تر څنګ د تاوتریخوالي د سمدستي پای ته رسولو غوښتنه کړې ده.

په افغانستان کې د بریټانیا مرستیال سفیر ایان کلارډ ویلي، چې د افغانستان خلک د تاوتریخوالي او هدفي وژنو قرباني شوي او دا بهیر مخ پر ډېریدو دی.

هغه وایي: سوله د وینو تویدو د مخنیوي یوازنۍ لار؛ ځکه ده، چې د افغانستان خلک له وېرې پرته په خپل هېواد کې ژوند وکړي. مونږ د تاوتریخوالي د سمدستي پای رسېدو غوښتونکي یو.

د برتانیا سفارت په افغانستان کې د سولې له تاریخي فرصته خپل ملاتړ تکرار کړی او څرګندوي، چې انګلستان د تاوتریخوالي د پای ته رسولو له سیاسي حل ملاتړ کوي.

هغه ویلي: مونږ هیله لرو، چې نوی کال به د افغانستان خلکو ته د سولې او ثبات زیری ولري.

د انګلستان دې ډیپلومات د افغانستان خلکو ته هم د نوي کال مبارکي وړاندې کړې ده.

Trending

Exit mobile version