تازه خبرونه
بریټانیا له افغانستان سره د ۵۰ میلیون پونډو مرستې ژمنه وکړه

د بريتانيا لومړي وزیر بوریس جانسون د یکشنبې پر ورځ په جي ـ شل سرمشريزه کې له افغانستان سره د ۵۰ میلیون پونډو یا څه باندې ۶۸ میلیون ډالرو مرستې ژمنه وکړه.
په افغانستان کې بشري وضعیت د اګست په میاشت کې د پخواني حکومت له ړنګیدو سره نور هم خراب شوی دی.
د یکشنبې پر ورځ دغه اعلان شوې مرستې به د ژمي په میاشتو کې پر خواړو، خوراک، سرپناه او درملو په برابرولو کې مرسته وکړي او د ملګرو ملتونو پراخې بشري مرستې به ورسره پیاوړی هم شي.
سرچینې زیاته کړې، د جنسیت پر بنسټ له تاوتریخوالي څخه د ښځو او نجونو ساتنه به هم لومړیتوب وي.
د بریټانیا د حکومت په خبرپاڼه کې راغلي؛ دغه مرسته د هغو ۳۹۱ میلیونو ډالرو (۲۸۶ میلیونه پونډو) یوه برخه ده، چې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د بریټانیا حکومت لخوا له افغانستان سره اعلان شوې وه.
د بریټانیا حکومت په ډاګه کړې، چې دا مرستې به د ملګرو ملتونو ادارو او سره صليب له لارې په افغانستان کې پر دوه نیم میلیون خلکو، چې ډېري يې ښځې او نجونې دي، ولګول شي.
جانسون ویلي؛ ناتو دوه میاشتې مخکې له افغانستان څخه پر بې سارې هڅې خپل وروستي ځواکونه وویستل او د لوی شمېر همکارانو ژوند هم ور سره خوندي شو. مونږ اوس مسوولیت لرو، چې د افغانستان د خلکو ساتنه وکړو، چې د طالبانو په رژیم کې له ډېر خطر سره مخ دی.
د جي ۲۰ هېوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه پرون د ایټالیا په پلازمېنه روم کې پای ته ورسېده.
ــــــــ
کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!
د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته سر ښکاره کړئ.
آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.
مونږ د بیات بنیاد د رسمي رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک سره اړیکې ونیسئ: