نړۍ
بریتانیا له سودان څخه خپل دیپلوماتیک کارکوونکي وایستل – سوناک

رویترز راپور ورکړی، چې د بریتانیا لومړي وزیر ریشي سوناک د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې د هېواد وسلهوالو ځواکونو له سودان څخه خپل دیپلوماتیک کارمندان او د دوی د کورنۍ غړي ایستلي دي.
سوناک د پوځ دا عملیات پیچلي او ګړندي ایستل نومولي دي.
سوناک تویت کړی، چې: زه د دیپلوماتانو ژمنې او د پوځي پرسونل زړورتیا ته درناوی کوم، چې دا ستونزمن عملیات یې ترسره کړل.
نوموړي څرګنده کړې؛ مونږ په سودان کې د وینې تویېدنې د پای ته رسولو او په دې هېواد کې د پاتې بریتانوي اتباعو د خوندیتوب د ډاډ ترلاسه کولو لپاره له هرې شونې لارې کار اخلو.
د بريتانيا دفاع وزير بن والاس ويلأ؛ بریتانوي پوځيانو د امريکا، فرانسې او نورو ناڅرګندو متحدينو په ګډون د ژغورنې عمليات تر سره کړي دي.
رویترز راپور ورکړی، چې په سودان کې اته ورځې وړاندې د اردو او د چټک ملاتړ ځواکونو نیمه نظامي ډلو تر منځ د جګړې په پایله کې پر سلګونه ملکي وګړي وژل شوي او پر زرګونه نور په خپلو کورونو کې بند پاتې دي.
والاس زیاته کړې، چې د ژغورنې عملیاتو په تنظیم او ترسره کولو کې له ۱۲۰۰ څخه ډېر نظامي پرسونل برخه اخیستې وه.
د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلورلي ویلي، چې د بریتانوي وګړیو خوندیتوب ترټولو مهم لومړیتوب دی. هغه په دې هېواد کې میشتو بریتانوي اتباعو ته سپارښتنه وکړه، چې په کورونو کې پاتې شي او د بهرنیو چارو وزارت ته خبر ورکړي، چې چېرته اوسیږي.
ویلیام نومي یو بریتانوي وګړي سکای نیوز ته ویل، چې هغه د بهرنیو چارو له وزارت څخه یې هیڅ ندي اوریدلي او غواړي پوه شي، چې د دوی د ایستلو لپاره الوتکه چمتو شوې ده او کنه!
هغه ویلي، چې د بریتانوي اتباعو لپاره دا ممکنه نده، چې په دې هېواد کې له پوستو څخه تېر شي او د سودان پولې ته د رسیدو لپاره سلګونه کیلومتره مزل وکړي.
له دې مخکې امریکا هم په سودان کې د ورته عملیاتو اعلان کړی.
د يادونې وړ ده، چې د وري ۲۶ / د اپریل پر ۱۵ سهار د سودان په پلازمېنه خرطوم او د دغه هېواد په بېلابېلو ښارونو کې د پوځ او د چټک غبرګون ځواکونو تر منځ وسلهوالې نښتې شوې دي.
نښتې وروسته له هغې پیل شوې، چې د سودان د پوځ قومندان عبدالفتاح البرهان د چټک غبرګون ځواکونو د منحلولو اراده اعلان کړه، چې د عمر البشیر د واکمنۍ پر مهال د هغه د ساتنې لپاره جوړه شوې وه.