تازه خبرونه
بریتانوي ځانګړیو ځواکونو نیول شوي او بې وسلې افغانان وژلي – څېړنه

د بي بي سي پانوراما پروګرام د یو لړ څېړنو په لړ کې داسې شواهد موندلي، چې ښايي د بریتانیا د ځانګړیو ځواکونو یوې قطعې په افغانستان کې د شپږ میاشتو په موده کې ۵۴ بندیان او بې وسلې کسان وژلي وي.
د همدغو شواهدو پر بنسټ د ځانګړیو ځواکونو قومندان د وژنې د څېړنې لپاره د شواهدو له وړاندې کولو ډډه کړې ده.
د بريتانيا دفاع وزارت ويلي، چې د دغه هېواد ځواکونو په افغانستان کې د خپل حضور پر مهال په زړورتيا او مسلکي توګه خدمت وکړ.
د دغو ځواکونو پخواني عملیاتي قومندان جنرال کارلتن سمیت پدې اړه د بي بي سي د پوښتنو ته له ځواب وړاندې کولو ډډه کړې ده.
هغو کسانو، چې له دغو ځواکونو سره يې دنده ترسره کړې وايي، چې دوی د شپې په بريدونو کې بې وسلې خلک وژلي او بيا يې د خپل عمل د توجيه کولو لپاره د مړي تر څنګ کلاشينکوف کېښوده.
د دغه هېواد دفاع وزارت ویلي، چې د دې تورونو په اړه تبصره نشي کولی؛ خو یوه ویاند یې ویلي؛ په افغانستان کې بریتانوي ځواکونو لوړ معیارونه په پام کې نیولي دي.
بي بي سي لیکلي، داخلي ایمیلونه ښیي، چې د ځانګړیو ځواکونو د لوړې کچې افسران د احتمالي غیر قضايي وژنو په اړه له اندېښنو خبر ول؛ خو له قانوني اړتیاوو له مخې یې نظامي پولیسو ته په راپور ورکولو کې پاتې راغلي دي.
د پانوراما د څېړنو له مخې، دغو ځانګړيو ځواکونو د ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کلونو تر منځ په هلمند ولایت کې د نامسوولو کسانو پر مشکوکو وژنو کې لاس درلود او د شپږ میاشتني ماموریت په ترڅ کې یې له مرګ و ژوبلې راپور ورکړ شوی ندی.