International Sports
برازیل فوټسال لوبډلې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام خپل کړ
فوټسال نړیوال جام د وږي پر څلیریشتمه پیل شو او د بېلابېلو هېوادونو لوبډلو په ۶ ګروپونو کې سیالۍ وکړې؛ برازیل او ارجنټاین د دغو سیالیو وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.

د برازیل فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام په وروستي پړاو کې ارجنټاین ته پر ماتې ورکولو سره خپله اتلولي وګټله.
فوټسال نړیوال جام د وږي پر څلیریشتمه پیل شو او د بېلابېلو هېوادونو لوبډلو په ۶ ګروپونو کې سیالۍ وکړې؛ برازیل او ارجنټاین د دغو سیالیو وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.
دا لوبه پرون (یکشنبه د تلې پېنځلسمه) د کابل پر وخت د ماښام پر ۷:۳۰ د ازبکستان د تاشکند ښار په هومو آرینا لوبغالي کې ترسره شوه، چې په کې برازیل ۲ – ۱ پر توپیر لوبه وګټله او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.
د برازیل لوبغاړي فراو او رافا سانتوس ګولونه ووهل او د دې لوبې په بهیر کې د ارجنټاین د ملي لوبډلې یوازینی ګول ماټیو روسا تر سره کړ.
د برازیل لوبډلې ورساتونکی ویلیان د دې سیالۍ غوره ساتونکی وپېژندل شو.
برازیل تر دې دمه د اړوند نړیوال جام شپږ اتلولۍ ګټلي دي.
اوکرایین په دې سیالیو کې فرانسې ته ۷ – ۱پر توپیر ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې دریم ځای خپل کړ.
افغانستان هم د لومړي ځل لپاره په دې جام کې ګډون کړی و او په ګروپي پړاو کې یې انګولا ته یې ۶- ۴ پر توپیر ماتې ورکړه. دوی د غوره ځلېدنې تر څنګ د ارجنټاین پر وړاندې ۲ – ۱ ماتې وخوړه او د اوکراین پر وړاندې ۴- ۱ یې وکولی شول، چې د دې جام غوره شپاړس لوبډلو ته لار پیدا کړي. دغه راز پاراګوای په اضافي وخت کې ۳- ۱ ماتې ورکړه او له پاتې سیالیو ووت؛ خو د دې سیالیو د تر ټولو د ځوانې لوبډلې لقب یې خپل کړ.
د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام غوره لوبغاړی د برازیل دیګو وپېژندل شو. هغه په دې سیالیو کې ښه وځلېده او له همدې کبله یې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.
د یادونې ده، چې د فوټسال نړيوال جام ټولې سيالۍ په ټول هېواد کې په مستقيم او قانوني بڼه له آريانا ټلويزيون څخه خپرې شوې.