Connect with us

International Sports

برازیل فوټسال لوبډلې د ۲۰۲۴ کال نړیوال جام خپل کړ

فوټسال نړیوال جام د وږي پر څلیریشتمه پیل شو او د بېلابېلو هېوادونو لوبډلو په ۶ ګروپونو کې سیالۍ وکړې؛ برازیل او ارجنټاین د دغو سیالیو وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.

خپور شوی

د

(Last Updated On: )

د برازیل فوټسال ملي لوبډلې د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام په وروستي پړاو کې ارجنټاین ته پر ماتې ورکولو سره خپله اتلولي وګټله.

فوټسال نړیوال جام د وږي پر څلیریشتمه پیل شو او د بېلابېلو هېوادونو لوبډلو په ۶ ګروپونو کې سیالۍ وکړې؛ برازیل او ارجنټاین د دغو سیالیو وروستي پړاو ته لار پیدا کړه.

دا لوبه پرون (یکشنبه د تلې پېنځلسمه) د کابل پر وخت د ماښام پر ۷:۳۰ د ازبکستان د تاشکند ښار په هومو آرینا لوبغالي کې ترسره شوه، چې په کې برازیل ۲ – ۱ پر توپیر لوبه وګټله او د اتلولۍ جام یې خپل کړ.

د برازیل لوبغاړي فراو او رافا سانتوس ګولونه ووهل او د دې لوبې په بهیر کې د ارجنټاین د ملي لوبډلې یوازینی ګول ماټیو روسا تر سره کړ.

د برازیل لوبډلې ورساتونکی ویلیان د دې سیالۍ غوره ساتونکی وپېژندل شو.

برازیل تر دې دمه د اړوند نړیوال جام شپږ اتلولۍ ګټلي دي.

اوکرایین په دې سیالیو کې فرانسې ته ۷ – ۱پر توپیر ماتې ورکړه او په دې سیالیو کې یې دریم ځای خپل کړ.

افغانستان هم د لومړي ځل لپاره په دې جام کې ګډون کړی و او په ګروپي پړاو کې یې انګولا ته یې ۶- ۴ پر توپیر ماتې ورکړه. دوی د غوره ځلېدنې تر څنګ د ارجنټاین پر وړاندې ۲ – ۱ ماتې وخوړه او د اوکراین پر وړاندې ۴- ۱ یې وکولی شول، چې د دې جام غوره شپاړس لوبډلو ته لار پیدا کړي. دغه راز پاراګوای په اضافي وخت کې ۳- ۱ ماتې ورکړه او له پاتې سیالیو ووت؛ خو د دې سیالیو د تر ټولو د ځوانې لوبډلې لقب یې خپل کړ.

د ۲۰۲۴ کال د فوټسال نړیوال جام غوره لوبغاړی د برازیل دیګو وپېژندل شو. هغه په ​​دې سیالیو کې ښه وځلېده او له همدې کبله یې د غوره لوبغاړي جایزه وګټله.

د یادونې ده، چې د فوټسال نړيوال جام ټولې سيالۍ په ټول هېواد کې په مستقيم او قانوني بڼه له آريانا ټلويزيون څخه خپرې شوې.

International Sports

سنرایزرز لوبډله پر زړه‌راکښونکې توپ‌وهنې د راجستان رویالز پر وړاندې بریالۍ شوه

سنرایزرز لوبډلې په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د رویالز پر وړاندې پر ۴۴ منډو بریا ترلاسه کړه.

Published

on

(Last Updated On: )

د یکشنبې پر ورځ د کرکټ مینه‌والو ته دوه پر زړه پورې لوبې وړاندې شوې؛ په ځانګړې توګه هغه لوبه، چې سنرایزرز حیدرآباد د راجستان رویالز پر وړاندې په خپله لوبه کې د توپ‌وهنې زور په ډاګه کړ.

سنرایزرز لوبډلې په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې د رویالز پر وړاندې پر ۴۴ منډو بریا ترلاسه کړه.

دا بریا د ایشان کیشن د زړه راښکونکې سلیزې له کبله وه، چې د هغه بې ساري ۱۰۶ منډې د سان‌رایزرز د بیټینګ برید بنسټ و.

د کیشن ښه سلیزه د تندر په څېر پر ننداریز غږ بشپړه شوه.

سنرایزرز له سیالې لوبډلې راجستان رویالز څخه لوبه ۲۸۸ منډو وګټله.

د ورځې په دوه‌یمه لوبه کې چینای سوپر کینګز د ممبي انډینز سره مخ شوه او د ممبي انډینز پر وړاندې یې د څلورو ویکټو پر توپیر بریا ترلاسه کړه.

د دوشنبې لوبه

څلورمه لوبه به د دوشنبې پر ورځ د مارچ پر څلیریشتمه، د ډاکټر راجا شیکرا ریډي کرکټ لوبغالي کې ترسره شي، چې په کې به ډیلي کیپیټلز د لکنو سوپر جایانټز سره مخ کیږي.

آریانا ټلویزیون به لوبه په ټول افغانستان کې پر ژوندۍ بڼه خپره کړي، چې مینه‌وال یې وکولی شي د کابل پر وخت له ۶:۱۵ څخه د لوبې لیدلو لپاره سره همغږي شي.

Continue Reading

International Sports

آر سي بي د ۲۰۲۵ آی پي ایل سیالیو د پرانیستې لپاره اورلوبه وکړه

د هند غوره لیګ په لومړۍ لوبه کې رویال چلنجرز بنګلور د کلکتې نایټ رایډرز ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.  

Published

on

IPL
(Last Updated On: )

رویال چلینجرز بنګلور (آر سي بي RCB) لوبډلې د ټاټا ۲۰۲۵ IPL  سیالیو پیل پر اورلوبه وکړ او ورسره د دې سیالیو زړه‌راکښونکی پړاو پیل شو.

د هند غوره لیګ په لومړۍ لوبه کې رویال چلنجرز بنګلور د کلکتې نایټ رایډرز ته د ۷ ویکټو پر توپیر ماتې ورکړه.  

د راجاټ پټیدار پر مشرۍ لوبډلې په اته‌لسمم اوور کې پر ۲۲ توپونو ۱۷۵ منډې جوړې کړې.

ویرات کوهلي، چې د ټاټا آی پي ایل په تاریخ کې تر ټولو زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی دی؛ په ۲۰۲۴ کال کې یې له هغه ځایه لوبه پیل کړه، چې پریښې یې وه. د فیل سالټ (۵۶ په ۳۱ توپونو) سره د یوې غوره پرانیستونکې ملګرتیا وروسته په ۵۹ منډو ناسوځېدلی پاتې شو.

د یکشنبې پروګرام

سنرایزرز حیدرآباد به د یکشنبې پر ورځ د وري درېیمه / د مارچ درویشتمه د حیدرآباد په راجیو ګاندي نړیوال لوبغالي کې له راجستان رویالز سره مخ شي.

دا لوبه به د افغانستان پر وخت د ماسپښین پر دوه بجو د آریانا ټلویزیون له لارې پر ژوندۍ بڼه خپره شي.

د ورځې په دوه‌یمه لوبه کې چینای سوپر کینګز به د چینای په ایم اے چیدامبرم لوبغالي کې له ممبۍ انډینز سره مخ شي.

د دې لوبې ژوندۍ خپرونه به د ماښام پر ۶:۱۵ له آریانا تلویزیون څخه پیل شي.

د دې سیالیو په اړه د معلوماتو لپاره د آریانا ټلویزیونATN  او آریانا نیوز ATNN  ټولنیزو رسنیو پاڼې وګورئ.

Continue Reading

International Sports

هند د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلانو جام اتلولي وګټله

د نیوزلینډ لوبډلې د پنځوس اورونو په لوبولو او د ۷ ویکټو پر زیان د هند لوبډلې ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه.

Published

on

india beats nz
(Last Updated On: )

هند کرکټ لوبډلې د نیوزلینډ لوبډلې ته په پایلوبه کې د څلور ویکټو پر توپير ماته ورکړه او د ۲۰۲۵ کال کرکټ اتلانو جام اتلولي یې وګټله.

د کرکټ اتلانو جام د پایلوبې پچه د نیوزلینډ لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ‌وهنې پرېکړه وکړه.

د نیوزلینډ لوبډلې د پنځوس اورونو په لوبولو او د ۷ ویکټو پر زیان د هند لوبډلې ته د ۲۵۲ منډو هدف وټاکه.

په توپ‌وهنه کې د نیوزلینډ پر ګټه ډاریل میچل ۶۳، مایکل بریسول ۵۳، راچین راوینډرا ۳۷ او ګلین فیلیپس ۳۴ تر نورو لوبغاړو ډېرې منډې جوړې کړې.

د هند لوبډلې د سیالې لوبډلې له لوري وړاندې کړی هدف د لوبډلمشر روهیت شرما د ۷۶، شریاس ایېر ۴۸، کې اېل راهول ۳۴ او شوبمان ګېل د ۳۱ منډو پر مټ د لوبې په وروستې اور کې پوره او د اتلانو جام اتلولي یې خپله کړه.

د هند لوبډلې له ۱۲ کلونو وروسته د کرکټ اتلانو جام اتلولي وګټله.

هند په ۲۰۱۳ کې هم د اتلانو جام اتلولي ګټلې وه.

د روهیت شرما په لوبډلمشرۍ کې ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ کلونه د هند د کرکټ لوبډلې لپاره له لاسته راوړنو ډک وو.

هند د ۲۰۲۴ کال د شل اوریزو لوبو نړېوال جام اتلولي هم په خپل نوم کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند لوبغاړي ویرات کوهلي د اتلانو جام د نه ماتېدونکي کمپاین لپاره له خپلو ملګرو ستاینه وکړه او د ۲۰۲۵ کال د اتلانو جام د بریالي ماموریت په بېلابېلو پړاوونو کې یې داډمن ګامونه پورته کړي دي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!