سوداگري
بازار ته به د اړتیا وړ ډبرو سکاره راووځي او بیې به یې راټيټې شي – چارواکي
د ژمي له رارسېدو او په هېواد کې د سوند توکو د بیو له لوړېدو سره سم د کانونو او پټرولیم وزارت ويلي، چې ډېر ژر به د اړتیا وړ ډبرو سکاره بازار ته راووځي او بیې به یې هم راټیټې شي.
د هیواد یو شېیر اوسیدونکي له چارواکو غوښتنه کوي، چې د پلا زمېني په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې هوا ورځ تر بلي مخ پر سړېدو ده، چې له کبله يي د سوند توکو قیمتو نه لوړ شوي دي.
دوی له چارواکو غواړي، چې د هېواد پر بازارونو خپله څارنه او نظارت ډېر کړي.
د هېواد یو شمېراوسیدونکي وايي، چې د تېلو، اوبلن ګازو، لرګیو او د ډبرو سکرو بیې د تېر کال پر پرتله دوه برا بره لوړې شوې دي.
د کابل ښار اوسیدونکی عزت الله وایي: د ډبرو سکرو بیې د تېر کال پر پرتله دوه برابره لوړې شوي؛ یو ټن له ۸ زرو څخه ۱۶ زره افغانیو ته پورته شوي. هیله لرو، چي د اسلامي امارت مسوولین د خلکو دغه ستونزې حل کړي.
د خصوصي سکتورغړي هم څرګندوي، چې د هېواد په بازارونو کې باید د ډبروسکرو د بیو د څارنې لپاره هڅې ګړندۍ شي.
د صنایعو او کانونو خونې غړی عبد النصیر رښتیا وایي؛ د ډبرو سکرو قیمتونه باید زمونږ په خپلو بازارونو کې راتيټې شي. اسلامي امارت باید هغه سوداګر، چي احتکار او انحصار کوي؛ باید وڅاري او د قانون منګلو ته يي وسپاري.
د افغانستان د کانونو او پترولیم وزارت وايي، چې د هېواد بازارونو ته به ډېر ژر د اړتیا وړ د ډبرو سکاره ور کړي او قیمتونه به هم کنترول شي.
د کانونو او پترولیم وزارت ویاند عصمت الله برهان وایي: مونږ د هېواد په بازارونو کې د ډبرو سکرو د ستونزې د اوارولو ره میکانیزم کار کوو، چې کورنیو مارکیتونوته کافي ډبرو سکاره برابر کړو .
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ويلي، چې د قیمتونو د کنترول بهیر يي پیل کړی او زیاتوي؛ که هرڅوک پخپلسر د ډبرو سکرو قیمتونه لوړکړي، نو قانوني چلند به ور سره وکړي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند جواد دبیر ویلي: مونږ پر کورني مارکیت څارنه لرو. د ډبرو سکرو قیمت باید ټیټ وي؛ ځکه مونږ د کورني مارکیت په ډبرو سکرو هیڅ ډول تعروفه نده وضع کړې، نو باید قیمتونه لوړ نه وي.
د اقتصادي چارو کار پوهان هم د افغانستان له اسلامي امارت څخه غوښتنه کوي، چې د سوند توکو د کنترول لپاره جدي نظارت پیل کړي، چې ځیني فرصت طلبو سوداګرو د نا قانونه هحو مخنیوی وشي.