تازه خبرونه
ایټالیا د روغتیا، اوبو او حفظ الصحې په برخو کې همکاریو ته چمتووالی څرګند کړ

نن ماسپښین( د وري لومړۍ) د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د ایټالیا له سفیرې ناتالیا کوینتاویل او د دغه هېواد ځانګړي استازي ګاینفرنکو سره وکتل.
د ارګ د څرګندونو له مخې؛ ناتالیا کوینتاویل په افغانستان کې د امنیت پر تامین او د اسلامي امارت پر لاسته راوړنو د خوښۍ څرګندولو تر څنګ له افغانستان سره د ایټالیا د مرستو دوام ته په نغوته کې ویلي: ایټالیا په افغانستان کې د پروژو د عملي کولو غوښتونکې ده او د روغتیا، اوبو او حفظ الصحې او دوه اړخیزو اړیکو په برخو کې همکاریو ته چمتو ده.
د ریاست الوزراء اداري مرستیال له افغانانو سره د ایټالیا له همکاریو څخه د مننې ترڅنګ ویلي، چې د افغانستان اسلامي امارت د تعامل او متقابل درناوي پر بنسټ له نړۍ سره د نېکو او حسنه اړیکو غوښتونکی دی او په افغانستان کې له پانګونو هرکلی کوي.
ویل کیږي، چې عبدالسلام حنفي په افغانستان کې د سرتاسري امنیت ډاډ ورکړ او څرګندوي، چې ایلامي امارت نشهیي توکي او اداري فساد لهمنځه وړلی او هیچا ته اجازه نهورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو د امنیت پر خلاف وکاروي.