تازه خبرونه

ایران په روان کال کې ۴۹ افغانان اعدام کړل

د IHR د راپور له مخې؛ په تېرو درې کلونو کې د افغانانو د اعدامونو شمېر ډېر شوی دی.

Published

on

(Last Updated On: )

د ایران د بشري حقونو ادارې د روانې اوونۍ په پای کې راپور ورکړ، چې ایران د ۲۰۲۴ ز. کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې ۴۹ افغانان اعدام کړي، چې ۱۳ یې یوازې په روانه اکتوبر میاشت کې اعدام شوي دي.

د IHR د راپور له مخې؛ په تېرو درې کلونو کې د افغانانو د اعدامونو شمېر ډېر شوی دی.

په ۲۰۲۲ ز. کال کې ۱۶ افغانان اعدام شوي، چې په کې یو تنکي مجرم او یوه ښځه هم ول.

په ۲۰۲۳ کې دا شمېر ۲۵ ته لوړ شو.

سږکال دې دا بهیر ګړندی شوی.

د ایران بشري حقونو ټولنې خبرداری ورکړی، چې ایران ښايي په راتلونکیو میاشتو کې د ایران او اسرائیلو تر منځ له زیاتېدونکي شخړې کبله د اعدامونو شمېر ډېر کړي.

ایران یوازې په تېر اوکټوبر کې لږ تر لږه ۱۶۶ اعدامونه ترسره کړل، چې له دې سره د ۲۰۲۴ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې د اعدامونو شمېر لږ تر لږه ۶۵۱ ته ورسېد.

دا په یوه میاشت کې د اعدامونو تر ټولو لوړ شمېر دی، چې د ایران بشري حقونو ټولنې له ۲۰۰۷ کال راپدېخوا د اعدامونو مستندول پیل کړل.

په اعدام شویو کسانو کې ۱۳ افغانان، ۶ ښځې او یو ایرانی الاصله جرمنی و.

دې ټولنې پر نړیوالې ټولنې، رسنیو او مدني ټولنو غږ کړی؛ د اعدامونو کچه دې له نږدې وڅاري او هغه څه ته ځواب ووایي، چې په کې د اندېښنې وړ زیاتوالی راغلی.

دغه راز د بشري حقونو ټولنې اعلان کړی، چې د ولسمشریزو ټاکنو او په ایران او اسرائیلو کې د تاو تریخوالي له وروستیو زیاتېدو راپدېخوا د اعدامونو شمېر ډېر شوی او لږ تر لږه ۳۵۳ کسان د اګسټ او اکټوبر ترمنځ – د ولسمشر مسعود پزشکیان د پرانستلو راپدېخوا اعدام شوي دي.

د افغانستان اسلامي امارت تر اوسه د اعدام شویو افغانانو د شمېر په اړه څه ندي ویلي.

د ایران حکومت د افغانانو د اعدام لامل نه په ډاګه کوی.

ټولیز باور دا دی، چې د دې اعدامونو یوه مهمه برخه د مخدره توکو پر تورونو پورې تړاو لري.

د بشري حقونو ټولنو د ایران پر حکومت د دغه ډول اعدامونو په ترسره کولو نیوکه کړې او استدلال کوي، چې دا کړنې له نړیوالو قوانینو او د ژوند له حقه سرغړونه ده.

د بخښنې نړیواله ټولنه وايي، د مرګ سزا له استثنا پرته د ژوند له حق څخه سرغړونه ده، چې د بشري حقونو په نړیواله اعلامیه کې پرې ټینګار شوی.

Trending

Exit mobile version