سیمه ییز خبرونه

ایران پر اسرائیلو مستقیم برید ته چمتو دی – آکسیوس

دغې اوبپاڼې د دوه ناڅرګندو سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د نومونو له ښودلو یې ډډه کړې په ډاګه کوي: نوې استخباراتي ارزونې ښیي، چې دا برید د پنجشنبې پر ورځ په غزه کې د اوربند له خبرو اترو څخه مخکې ترسره کیدی شي.

Published

on

(Last Updated On: )

د آکسیوس اوبپاڼې په یوه تازه راپور ښیي، چې ایران پر اسرائیلو مستقیم برید ته چمتو دی او ښايي په راتلونکیو څو ورځو کې ترسره شي.

دغې اوبپاڼې د دوه ناڅرګندو سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د نومونو له ښودلو یې ډډه کړې په ډاګه کوي: نوې استخباراتي ارزونې ښیي، چې دا برید د پنجشنبې پر ورځ په غزه کې د اوربند له خبرو اترو څخه مخکې ترسره کیدی شي.

د آکسیوس یوې سرچینې، چې د اسرائیلو د استخباراتي ټولنې له وروستۍ ارزونې څخه خبر دی دې اوبپاڼې ته ویلي، چې وضعیت اوس هم د بدلون په حال کې دی؛ خو د تېرو ۲۴ ساعتونو ارزونه یو بدلون پر ګوته کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ايران کې داخلي بحثونه روان دي او ښايي د ايران حکومت خپله پرېکړه بدله کړي.

دې اوبپاڼې د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې زیاته کړې؛ د اسرائیلو استخباراتي ټولنه هم پدې باور ده، چې د لبنان حزب الله به لومړی پر اسرائیلو برید وکړي او بیا به ایران مستقیماً پر اسرائیلو برید وکړي.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخ؛ د حزب‌الله او ایران له‌خوا دا بریدونه به شاید د ایران د سپاه پاسداران د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو پر پرتله پراخ وي او د ملکي وګړو مرکزونه هم پر نښه شي.

د اکسيوس په دې راپور کې دا هم ويل شوي؛ تېره اوونۍ د اسرائيلو استخباراتي چارواکي دې پایلې ته ورسېدلي، چې ايران تر اوسه د خپل ځواب د وخت او ماهيت په اړه پرېکړه نده کړې او نړيوال فشارونه او کورني بحثونه ښايي د دې هېواد پر رهبر علي خامنه‌یي فشار راوړي، چې د اسرائیلو پر وړاندې له غچ اخیستنې تېر او یا یې وځنډوي.

په ملګرو ملتونو ته د ایران استازي په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی؛ مونږ هیله لرو، چې زمونږ غبرګون به شوني اوربند ته زیان ونه‌رسوي او اسلامي جمهوریت به د حماس د هرې پرېکړې ملاتړ وکړي.

اکسیوس دا هم لیکلي، چې د اسرائیلو دفاع وزیر یوآو ګالانټ د یکشنبې پر ورځ د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آسټین سره په خبرو کې ویلي؛ د ایران پوځي چمتووالی ښیي، چې د ایران حکومت د یوه ستر برید لپاره چمتووالی نیسي.

په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو او په بیروت کې د لبنان د حزب‌الله د مشر فواد شیکر له وژل کېدو وروسته امریکا پراخې ډیپلوماټیکې هڅې وکړې، چې د ایران او د پلوي ډلو د غچ اخیستنې مخه ونیسي او اسرائیل او حماس بېرته خبرو ته حاضر کړي.

له دې مخکې علي خامنه‌یي او نورو ایراني پوځي او سیاسي چارواکو ټینګار کړی، چې د اسرائیلو پر ضد به لوی غچ واخلي.

Trending

Exit mobile version