Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ایران پر اسرائیلو مستقیم برید ته چمتو دی – آکسیوس

دغې اوبپاڼې د دوه ناڅرګندو سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د نومونو له ښودلو یې ډډه کړې په ډاګه کوي: نوې استخباراتي ارزونې ښیي، چې دا برید د پنجشنبې پر ورځ په غزه کې د اوربند له خبرو اترو څخه مخکې ترسره کیدی شي.

خپور شوی

د

د آکسیوس اوبپاڼې په یوه تازه راپور ښیي، چې ایران پر اسرائیلو مستقیم برید ته چمتو دی او ښايي په راتلونکیو څو ورځو کې ترسره شي.

دغې اوبپاڼې د دوه ناڅرګندو سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې د نومونو له ښودلو یې ډډه کړې په ډاګه کوي: نوې استخباراتي ارزونې ښیي، چې دا برید د پنجشنبې پر ورځ په غزه کې د اوربند له خبرو اترو څخه مخکې ترسره کیدی شي.

د آکسیوس یوې سرچینې، چې د اسرائیلو د استخباراتي ټولنې له وروستۍ ارزونې څخه خبر دی دې اوبپاڼې ته ویلي، چې وضعیت اوس هم د بدلون په حال کې دی؛ خو د تېرو ۲۴ ساعتونو ارزونه یو بدلون پر ګوته کوي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په ايران کې داخلي بحثونه روان دي او ښايي د ايران حکومت خپله پرېکړه بدله کړي.

دې اوبپاڼې د خپلو سرچینو د څرګندونو له مخې زیاته کړې؛ د اسرائیلو استخباراتي ټولنه هم پدې باور ده، چې د لبنان حزب الله به لومړی پر اسرائیلو برید وکړي او بیا به ایران مستقیماً پر اسرائیلو برید وکړي.

د دغو سرچینو د څرګندونو له مخ؛ د حزب‌الله او ایران له‌خوا دا بریدونه به شاید د ایران د سپاه پاسداران د بې پیلوټه الوتکو او راکټونو پر پرتله پراخ وي او د ملکي وګړو مرکزونه هم پر نښه شي.

د اکسيوس په دې راپور کې دا هم ويل شوي؛ تېره اوونۍ د اسرائيلو استخباراتي چارواکي دې پایلې ته ورسېدلي، چې ايران تر اوسه د خپل ځواب د وخت او ماهيت په اړه پرېکړه نده کړې او نړيوال فشارونه او کورني بحثونه ښايي د دې هېواد پر رهبر علي خامنه‌یي فشار راوړي، چې د اسرائیلو پر وړاندې له غچ اخیستنې تېر او یا یې وځنډوي.

په ملګرو ملتونو ته د ایران استازي په یوه خبرپاڼه کې اعلان کړی؛ مونږ هیله لرو، چې زمونږ غبرګون به شوني اوربند ته زیان ونه‌رسوي او اسلامي جمهوریت به د حماس د هرې پرېکړې ملاتړ وکړي.

اکسیوس دا هم لیکلي، چې د اسرائیلو دفاع وزیر یوآو ګالانټ د یکشنبې پر ورځ د امریکا د دفاع له وزیر لویډ آسټین سره په خبرو کې ویلي؛ د ایران پوځي چمتووالی ښیي، چې د ایران حکومت د یوه ستر برید لپاره چمتووالی نیسي.

په تهران کې د اسماعیل هنیه له وژل کېدو او په بیروت کې د لبنان د حزب‌الله د مشر فواد شیکر له وژل کېدو وروسته امریکا پراخې ډیپلوماټیکې هڅې وکړې، چې د ایران او د پلوي ډلو د غچ اخیستنې مخه ونیسي او اسرائیل او حماس بېرته خبرو ته حاضر کړي.

له دې مخکې علي خامنه‌یي او نورو ایراني پوځي او سیاسي چارواکو ټینګار کړی، چې د اسرائیلو پر ضد به لوی غچ واخلي.

سیمه ییز خبرونه

د آی‌اس‌آی پخوانی مشر فیض حمید پر ۱۴ کاله بند محکوم شو

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې پر تور  محکوم شو.

Published

on

 رویټرز راپور ورکړی، چې د پاکستان یوې پوځي محکمې د پنجشنبې پر ورځ د استخباراتو پخوانی مشر فیض حمید په یو لړ تورونو کې پر ۱۴ کلونو بند محکوم کړی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، چې، فیض حمید په سیاسي چارو کې د لاسوهنې په ګډون پر بېلابېلو تورونو پر بند محکوم شوی دی.

د نوموړي محکمه د ۲۰۲۴ کال د اګست پر دولسمه د پوځي محکمې له‌خوا پر څلور جدي تورونو پیل شوه.

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې ویلي، چې نوموړی په سیاسي فعالیتونو کې پر لاسوهنه سربېره د رسمي رازونو له قانون، چې له پوځي چلند او امنیتي پروتوکولونو سرغړونه ده؛ تورن شوی دی.

 

 

 

 

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې ۱۰ پوځیانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

Published

on

تحریک طالبان پاکستان د کرمې په اړوند سیمه کې د خپلو ځانګړو عملیاتو پر مهال ۶ پوځیان وژلي او څلور نور ټپیان دي.

د امنیتي سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا برید تېره شپه د کرمې د مناتو په اړوند سیمه کې تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) ترسره کړی دی.

پولیسو زیاته کړې په دې نښته کې د ټي‌ټي‌پي دوه وسلوال هم وژل شوي دي.

پولیس وایي؛ په دې برید کې د ټي ټي پي یو سیمه‌ییز قومندان عثمان خیبري نومی هم وژل شوی دی.

اسلام آباد په پاکستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتېدا نیوکه کړې او لکه تل څرګندوي، چې وسلوال له افغان خاورې څخه پر امنیتي ځواکونو د برید لپاره کار اخلي؛ خو کابل دا تورونه ردوي او څرګندوي، چې د پاکستان امنیت یوه داخلي مسله ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د عمران خان زامن د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښمن دي

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.

Published

on

د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان، چې اوسمهال په زندان کې دی؛ زامنو یې د خپل پلار د روغتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې او خبرداری ورکوي، چې هغه د وروستي ځل لپاره درې اوونۍ مخکې ژوندی لیدل شوی دی.

د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د محکمې د اونیزو لیدنو له امر سره – سره د خان کورنۍ هغه ته مستقیم یا د تائید وړ لاسرسی نلري.

د هغه زوی قاسم خان ویلي: “نه پوهیږي، چې پلار مو روغ، ټپي یا ان ژوندی دی؛ دا د رواني ځورونې یوه بڼه ده.”

د خان کورنۍ پرله‌پسې د هغه شخصي روغتیا ته د لاسرسي غوښتنه کړې؛ خو د یو کال پر تېرېدو هم دې لاسرسي ته ونه‌رسېدل او د پاکستان کورنیو چارو وزارت دې غوښتنې ته له څه ویلو ډډه کړې. په داسې حال کې، چې د زندان یوه ناڅرګند چارواکي رویټرز ته ویلي، چې خان په ښه روغتیایي حالت کې دی او د بشپړ امنیت لرونکي زندان ته یې د لېږدولو هیڅ پلان نشته.

۷۳ کلن عمران خان د ۲۰۲۳ له اګست راپدېخوا د هغو تورونو له کبله، چې هغه يې سیاسي او غچ اخیستونکی بولي په زندان کې ساتل شوی دی. هغه لومړی په “توشه‌خانه” نومې قضیه کې؛ د لومړي وزارت پر مهال د ډالیو د غیرقانوني پلورلو پر تور ونیول شو. بیا د ډیپلوماټیک سند د افشا کولو له کبله پر ۱۰ کلن بند او د فساد په قضیه کې پر ۱۴ کلن بند محکوم شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف (PTI) ګوند وايي، چې دا دوسیې له سیاسي او ټاکنیز بهیر څخه د عمران خان د لرې کولو لپاره ډیزاین شوې دي.

د خان کورنۍ دا هم ویلي، چې د چارواکو له‌خوا بشپړه چوتیا او د اړیکو نشتوالي اندېښمن کړي او د خلکو له سترګو څخه د هغه د لرې ساتلو لپاره یې د قصدي هڅو احساس رامنځته کړی دی.

قاسم خان زیاته کړې: “دا انزوا قصدي ده. دوی ترې وېره لري. هغه په ​​پاکستان کې ترټولو ګران مشر دی او دوی پوهیږي، چې نشي کولی هغه پر ​​ډیموکراټیک بڼه مات کړي.”

د خان کورنۍ له کورنیو او نړیوالو بشري حقونو ادارو سره اړیکه نیولې او هغه یې د لاسرسي او د محکمې د حکم سمدستي پلي کولو غوښتنه کړې ده.

قاسم خان ویلي:”دا یوازې یوه سیاسي شخړه نده؛ دا د بشري حقونو ناورین هم دی. باید له ټولو خواوو فشار رامنځته شي. هغه مونږ ته انرژي راکوي؛ اړتیا ده پوه شو، چې هغه خوندي او په امن کې دی.”

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!