تازه خبرونه

ایران هند ته د افغانستان لپاره د مرستو په لېږدولو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ

Published

on

(Last Updated On: )

هندي رسنیو خبر ورکړی، چې ایران هند ته د افغانستان لپاره د اړوند بشري مرستو په لېږدولو کې د همکارۍ وړاندیز وکړ.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، په دې مرستو کې غنم، درمل او د کرونا واکسین شامل دي.

راپورونو په ډاګه کړې، چې د ایران د بهرنیو چارو وزیر امیر عبداللهیان دغه وړاندیز د هند د بهرنیو چارو له وزیر جې شنکر سره په ټیلیفوني خبرو کې کړی دی.

دغه ایراني چارواکي ویلي، چې دغه مرستې به د چابهار بندر له لارې افغانستان ته لېږدول کیږي.

د هند حکومت له دې مخکې د ایران له لارې افغانستان ته د کرونا واکسین ۵۰۰ زره خوراکه استولي وه.

دغه واکسین په کابل کې د روغتیا نړیوال سازمان ته وسپارل شول، چې اندراګاندي روغتون به یې وکاروي.

دغه راز د جنورۍ پر اوومه، دغه هېواد افغانستان ته د بشري مرستو درېیمه ټولګه د طبي توکو په ګډون لېږلې ده.

د یادونې ده، چې چابهار بندر د ایران او هند لخوا د سوداګریزو اړیکو د ټینګښت په موخه جوړ شوی دی.

Trending

Exit mobile version