ساینس او ټیکنالوژي
ایران د ځمکې پر مدار د راڅرخېدو لپاره روسیې ته دوه سپوږمکۍ استولي
دغې رسنۍ ادعا کړې، چې دا دوه سپوږمکۍ د خصوصي سکټور جوړې کړې دي.

د ایران تسنیم خبري سرچینې د شنبې پر ورځ ( د تلې یوویشتمه) اعلان وکړ، چې حکومتي چارواکو د ځمکې مدار ته د استولو لپاره دوه “هود” او “کوثر” نومې سپوږمکۍ روسیې ته استولي دي.
دغې رسنۍ ادعا کړې، چې دا دوه سپوږمکۍ خصوصي سکټور جوړې کړې دي.
روسیې شاوخوا دوه نیم کاله مخکې د ایران دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې، چې د هغه وخت د امریکايي چارواکو اندېښنې ورسره راوپارېدلې. امریکا اندېښمن دي، چې د ایران جوړې شوې سپوږمکۍ به پر اوکراین د روسیې د یرغل پر ملاتړ سربېره د اسرائیلو او منځني ختیځ د نورو هېوادونو د پوځي اهدافو د څارنې لپاره وکارول شي.
د ایران سپاه پاسداران تېر کال ادعا وکړه. چې «سوریا» نومې سپوږمکۍ یې پر بریالیتوب له ځمکې څخه په ۷۵۰ کیلومټره مدار کې ځای پر ځای کړې ده. اروپايي ټروئیکا د سپاه پاسدارن دغه عمل وغانده.
له دې سره سم د ایران او روسیې ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو په اړه اندېښنې هم راپارېدلي دي.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې جمهوري غوښتونکي مشر مایکل مککال د جمعې پر ورځ د روسیې او ایران ترمنځ د «نامقدس یووالي» د ژورېدو په اړه د ولادیمیر پوتین او مسعود پزشکیان ترمنځ د لیدنې په غبرګون کې خبرداری ورکړ.
مککال یادونه کړې، چې د ایران حکومت د پوتین یرغلیزه جګړه کې مرسته کوي او ایران د روسیې له اټومي ملاتړ برخمن او هغو ترهګرو ډلو ته د وژونکیو وسلو د لیږد زمینه برابروي، چې ملاتړ یې کوي.
رويټرز خبري سرچینې هم د جمعې پر ورځ د تلې شلمه د اروپايي ټولنې د يوه جګپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې خبر ورکړ، چې اروپايي ټولنه به د دوشنبې پر ورځ د تلې درویشتمه د خپلو غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې له ايران څخه روسيې ته د بالستيک توغنديو د لېږد په تړاو د اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې بنديزونه ولګوي.