ساینس او ټیکنالوژي
ایران د ځمکې پر مدار د راڅرخېدو لپاره روسیې ته دوه سپوږمکۍ استولي
دغې رسنۍ ادعا کړې، چې دا دوه سپوږمکۍ د خصوصي سکټور جوړې کړې دي.
د ایران تسنیم خبري سرچینې د شنبې پر ورځ ( د تلې یوویشتمه) اعلان وکړ، چې حکومتي چارواکو د ځمکې مدار ته د استولو لپاره دوه "هود" او "کوثر" نومې سپوږمکۍ روسیې ته استولي دي.
دغې رسنۍ ادعا کړې، چې دا دوه سپوږمکۍ خصوصي سکټور جوړې کړې دي.
روسیې شاوخوا دوه نیم کاله مخکې د ایران دوه سپوږمکۍ د ځمکې مدار ته واستولې، چې د هغه وخت د امریکايي چارواکو اندېښنې ورسره راوپارېدلې. امریکا اندېښمن دي، چې د ایران جوړې شوې سپوږمکۍ به پر اوکراین د روسیې د یرغل پر ملاتړ سربېره د اسرائیلو او منځني ختیځ د نورو هېوادونو د پوځي اهدافو د څارنې لپاره وکارول شي.
د ایران سپاه پاسداران تېر کال ادعا وکړه. چې «سوریا» نومې سپوږمکۍ یې پر بریالیتوب له ځمکې څخه په ۷۵۰ کیلومټره مدار کې ځای پر ځای کړې ده. اروپايي ټروئیکا د سپاه پاسدارن دغه عمل وغانده.
له دې سره سم د ایران او روسیې ترمنځ د اړیکو د زیاتېدو په اړه اندېښنې هم راپارېدلي دي.
د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو اړیکو کمیټې جمهوري غوښتونکي مشر مایکل مککال د جمعې پر ورځ د روسیې او ایران ترمنځ د «نامقدس یووالي» د ژورېدو په اړه د ولادیمیر پوتین او مسعود پزشکیان ترمنځ د لیدنې په غبرګون کې خبرداری ورکړ.
مککال یادونه کړې، چې د ایران حکومت د پوتین یرغلیزه جګړه کې مرسته کوي او ایران د روسیې له اټومي ملاتړ برخمن او هغو ترهګرو ډلو ته د وژونکیو وسلو د لیږد زمینه برابروي، چې ملاتړ یې کوي.
رويټرز خبري سرچینې هم د جمعې پر ورځ د تلې شلمه د اروپايي ټولنې د يوه جګپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې خبر ورکړ، چې اروپايي ټولنه به د دوشنبې پر ورځ د تلې درویشتمه د خپلو غړیو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په غونډه کې له ايران څخه روسيې ته د بالستيک توغنديو د لېږد په تړاو د اشخاصو او بنسټونو پر وړاندې بنديزونه ولګوي.
ساینس او ټیکنالوژي
د ډونالډ ټرمپ له ملاتړ وروسته ټیکټاک بېرته په امریکا کې د لاسرسي وړ شو
ټیکټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: “د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیکټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي.”
له هغې وروسته، چې د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ وویل، چې سپینې ماڼۍ ته له ستنېدو وروسته به ټیکټاک اپلیکیشن ته لاسرسی بېرته خوندي کوي؛ نو ټیکټاک د یکشنبې پر ورځ اعلان وکړ، چې په امریکا کې خپل خدمات بېرته د لاسرسي وړ ګرځوي.
ټیکټاک خپلو کاروونکو ته په یوه پیغام کې ویلي: "د ټرمپ له هڅو څخه مننه، ټیکټاک په امریکا کې بېرته فعالیږي."
ټیک ټاک هم په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ امریکایي کاروونکي توانېدلي، چې د چینایي شرکت اوبپاڼې ته لاسرسی ومومي.
د شنبې پر شپه د امریکايي کاروونکو لپاره ټیکټاک ته لاسرسی وځنډول شو.
امریکایي چارواکو خبرداری ورکړی و، چې د چینایي شرکت بایټډنس تر ملکیت لاندې د چین حکومت د امریکایانو له معلوماتو څخه د ناوړه ګټې اخیستنې احتمال شته.
د ټرمپ لخوا د ټیکټاک بیارغونه د هغه د لومړۍ دورې پر پرتله د هغه په دریځ کې یو بدلون ګڼل کیږي. په ۲۰۲۰ کال کې هغه د چین حکومت لخوا د امریکایانو شخصي معلوماتو ته د لاسرسي په اړه د اندېښنو له کبله د اپلیکیشن د بندولو هڅه وکړه.
په دې وروستیو کې، ټرمپ ویلي، چې "ټیکټاک مې په زړه کې ځانګړی ځای لري" ځکه، چې د ۲۰۲۴ کال په ټاکنو کې یې د ځوانو رای ورکوونکو د جذبولو لپاره ترې ګټه پورته کړه.
د هغه قانون له مخې، چې تېر کال تصویب او د جمعې پر ورځ د امریکا سترې محکمې لخوا تائید شو؛ نو تر یکشنبې پورې ټیکټاک وخت درلود، چې د چینایي شرکت بایټډنس سره اړیکې پرې کړي او په امریکایي پېرودونکو وپلورل شي.
امریکایی قانون جوړونکي اندېښمن دي، چې د چین حکومت کولی شي ټیکټاک اړ کړي، چې د چینایي قانون پراساس د امریکایي وګړو په اړه معلومات وروسپاري.
ساینس او ټیکنالوژي
چینایي هیکرانو د امریکا د خزانې وزارت اسناد غلا کړل
په لیک کې ویل شوي، چې هیکرانو د سایبر امنیتي خدماتو چمتوکوونکي سیسټم مات کړی او غیر محرم اسنادو ته یې لاسرسی موندلی ده.
د چین له ملاتړه برخمنو هیکرانو د امریکا د خزانې وزارت د کمپیوټر سیسټم مات کړی او هغه محرم اسناد یې غلا کړي، چې د خزانې وزارت د کانګرس غړیو ته په یوه لیک " لویه پیښه" یاده کړې ده.
په لیک کې ویل شوي، چې هیکرانو د سایبر امنیتي خدماتو چمتوکوونکي سیسټم مات کړی او غیر محرم اسنادو ته یې لاسرسی موندلی ده.
بیاندټراسټ په خپله اوبپاڼه کې ویلي، چې په دې وروستیو کې یې یوه "امنیتي پیښه" پیېندلې، چې د شرکت سافټویر پر یوې کیلۍ له لرې څخه اغېزمن شوی دی.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ په واشنګټن کې د چین د سفارت ویاند هم د تبصرې غوښتنې ته ځواب ندی ویلی؛ ځکه، چې بیجینګ په منظم ډول د سایبر جاسوسۍ پیښو مسوولیت ردوي.
ویل کیږي، چې دا لویه پېښه د روان کال د ډسمبر په لومړیو کې رامنځته شوې ده.
ساینس او ټیکنالوژي
ټیکټاک د یو څه وخت لپاره په امریکا کې د پاتې کېدو ارزښت لري – ډونالډ ټرمپ
رویټرز لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې یو له قوي پیغامونو څخه دی، چې هغه د امریکا له بازار څخه د چینایي ټولنیز پلیټ فارم د احتمالي وتلو مخالف دی.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې پر ورځ ( د لیندۍ دوهیمه) ویلي، چې په امریکا کې ټیکټاک ته تر یو وخته لېواله دی.
رویټرز لیکلي، چې د ډونالډ ټرمپ دا څرګندونې یو له قوي پیغامونو څخه دی، چې هغه د امریکا له بازار څخه د چینایي ټولنیز پلیټ فارم د احتمالي وتلو مخالف دی.
د امریکا سنا د روان کال په اپریل کې یو قانون تصویب کړ، چې بایټډانس ته د ټیک ټاک د مور خطاب کېږي؛ د ملي امنیت د اندېښنو له کبله به د دغه ټولنیز پلیټ فارم مالکیت امریکایانو ته وسپاري.
د ټیک ټاک مالکین د دې قانون د لغو کولو غوښتونکي دي او د امریکا سترې محکمې د دې قضیې په اړه موافقه کړې ده؛ خو که محکمه د بایټډانس په ګټه رای ورنکړي، دا اپلیکیشن به د راتلونکي کال د جنوري پر نولسمه د ټرمپ له راتګه یوه ورځ بند شي.
اوس دا څرګنده نده، چې ډونالډ ټرمپ به څنګه د ټیک ټاک د بندېدو امر بېرته واخلي، چې په سنا کې په پراخه کچه تصویب شوی دی.
د دوشنبې پر ورځ ټرمپ د ټیک ټاک له اجرائیوي رییس سره هم وکتل. له دې غونډې وروسته او په همدې ورځ یې په یوه خبري کنفرانس کې وویل، چې په دې اپلیکیشن کې د هغه د ټاکنیز کمپاین د بریالیتوب لپاره ټیک ټاک غوره رول ولوباوه.
د امریکا عدلیې وزارت استدلال کړی، چې ټیک ټاک د چین ملکیت او د امریکا ملي امنیت ته ګواښ دی؛ دا یو داسې دریځ دی، چې د امریکا قانون جوړوونکي ترې ملاتړ کوي.
-
تازه خبرونه5 days ago
امریکا ژوند ژغورونکې بشري مرستې له ځنډولو مستثنی کړې
-
تازه خبرونه4 days ago
په کانګرس کې یو شمېر ډیموکراټانو امریکا ته د کډوالو د لېږد د بیا پیل غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه4 days ago
هیڅوک له امریکا څخه د پاتې وسلو او پوځي تجهیزاتو څخه ناوړه ګټه پورته کولی نشي – اسلامي امارت
-
تازه خبرونه5 days ago
د هلمند ولایت په بست تاریخي کلا کې عامه کتابتون جوړ شو
-
تازه خبرونه4 days ago
د ایران او افغانستان د ستونزو د حل لپاره خبرې اړینې دي – عراقچي
-
تازه خبرونه1 day ago
د USAID اوبپاڼه آفلاین ښکاره شوه
-
تازه خبرونه1 day ago
په پاکستان کې د افغان مهاجرو شمېر ۲.۹ میلیون اعلان شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د جلغوزو له سکټور څخه د ملاتړ لپاره یوه اتحادیه جوړیږي