سیمه ییز خبرونه

ایران به ډېر ژر روسیې ته سلګونه بالستیک توغندي ورکړي

یوه پوځي کارپوه څرګنده کړې، چې روسیه له پخوا څخه بالستیک توغندي لري؛ خو د فتح-۳۶۰ توغندیو ترلاسه کول ښايي له روسیې سره مرسته وکړي، چې د لومړۍ کرښې شاته پر هدفونو برید وکړي او د ایران له وسلو څخه د نږدې هدفونو د نیولو لپاره کار واخلي.

Published

on

(Last Updated On: )

رویټرز خبري سرچینې د استخباراتي سرچینو د څرګندونو له مخې لیکلي، چې لسګونه روسي پوځیان په ایران کې د الفتح-۳۶۰ لنډ واټن ویشتونکیو بالسټیک توغندیو د سیسټم کارولو زده‌کړې کوي.

 دغو سرچینو اعلان کړی، چې ممکنه ده ایران به ډېر ژر روسیې ته سلګونه رهبري شوي توغندي ورکړي، چې د اوکراین په جګړه کې ترې کار واخیستل شي.

دې سرچینې، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي ویلي، چې د تېر کال د ډسمبر پر دیارلسمه په تهران کې د روسیې د دفاع وزارت استازو له ایراني چارواکو سره د فتح-۳۶۰ توغندیو او یو بل ډول ایراني بالستیک توغندیو د ترلاسه کولو تړون لاسلیک کړ. دا توغندي د ایران د فضايي صنعت له‌خوا جوړ شوي او د “ابابیل” توغندیو پر نوم یادیږي.

دا توغندي د ۱۲۰ کیلومټرو پر واټن او ۱۵۰ کیلو ګرامه خولۍ د توغولو وړتیا لري.

یوه پوځي کارپوه څرګنده کړې، چې روسیه له پخوا څخه بالستیک توغندي لري؛ خو د فتح-۳۶۰ توغندیو ترلاسه کول ښايي له روسیې سره مرسته وکړي، چې د لومړۍ کرښې شاته پر هدفونو برید وکړي او د ایران له وسلو څخه د نږدې هدفونو د نیولو لپاره کار واخلي.

د امریکا ملي امنیت شورا ویاند خبرداری ورکړی، چې امریکا او په ناټو او اووه کسیزه ډله کې یې متحدان چمتو دي، چې د دغو وسلو د لېږد د دوام په صورت کې به چټک او سخت غبرګون وښيي.

هغه زیاته کړې، چې دا اقدام به د اوکراین پر وړاندې د روسیې د جګړې لپاره د ایران ملاتړ ډېر کړي.

د روسیې دفاع وزارت تر اوسه په دې اړه غبرګون ندی ښودلی.

دغه راز په ملګروملتونو کې د ایران دایمی استازي اعلان کړی، چې ایران له روسیې سره د پوځی ملګرتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې اوږدمهاله ملګرتیاوې لری.

په هرصورت ادارې ویلي؛ د اخلاقي دلایلو له مخې ایران د هر ډول وسلو لېږدولو څخه انکار کوي، چې د اوکراین په جګړه کې به ترې کار واخیستل شي.

سپینې ماڼۍ دا خبره رد کړې، چې ګواکې ایران روسي پوځیانو ته د فتح-۳۶۰ راکټونو د کارولو زده‌کړې ورکوي او یا هم روسیې ته د وسلو د استولو لپاره چمتووالی نیسي.

Trending

Exit mobile version