Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ایران او سعودي د اړیکو له ښه کېدو وروسته لومړنۍ خبرې وکړې

خپور شوی

د

رویترز راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر ابراهیم رییسي او د سعودي ولیعهد محمد بن سلمان د چارشنبې پر ورځ ( د تلې ۱۹ ) د چین په منځګړیتوب د اړیکو له بیا پیلولو وروسته په لومړنۍ تیلیفوني اړیکه کې د فلسطین - اسرائیل د شخړې په اړه خبرې وکړې.

د دواړو مشرانو دا غوښتنه په داسې حال کې رامنځته شوې، چې اسرائیلو د غزې په تړانګه کې د فلسطیني حماس وسله‌والو لخوا پر اسرائیلو د مرګوني برید په غچ کې پراخ هوايي بریدونه وکړل.

د ایران دولتي رسنیو ویلي؛ رییسي او د سعودي ولیعهد د فلسطین پر وړاندې د جنګي جرمونو د پای ته رسولو پر اړتیا خبرې وکړې.

د سعودي دولتي خبري اژانس څرګنده کړې؛ د سعودي ولیعهد تائید کړې؛ پاچاهي له ټولو نړیوالو او سیمه‌ییزو اړخونو سره د خبرو اترو لپاره ټولې شونې هڅې کوي، چې د روان تاوتریخوالي مخه ونیسي.

دغه راز زیاته شوې، چې هغه د ملکي وګړیو پر نښه کول هم غندلي دي.

په راپور کې راغلي؛ سعودي عربستان او ایران د مارچ په میاشت کې د چین پر منځګړیتوب اووه کلنه دښمنۍ پای ته ورسوله او پر خبرو اترو یې د اړیکو د بیا پیلولو هوکړه وکړه، چې په خلیج کې ثبات او امنیت ونه ګواښي او په منځني ختیځ کې له یمن څخه تر سوریې پورې د شخړو د غزېدو مخه ونیول شي.

له ولیعهد سره د رییسي د تیلیفوني اړیکې په اړه د امریکا بهرنیو چارو وزارت یوه لوړپوړي چارواکي د یوې پوښتنې په اړه ویلي؛ واشنګتن، چې د حماس پر ضد په جګړه کې د اسرائیلو کلک ملاتړ کوي د سعودي له مشرانو سره په دوامداره اړیکه کې دی.

دغه چارواکي زیاته کړې؛ امریکا له خپلو چینلونو او ملګرو غوښتي، چې حماس له بریدونو لاس واخلي، یرغمل شوي خوشې کړي، حزب الله او ایران له شخړې لرې وساتي.

سیمه ییز خبرونه

په لبنان کې د اسرائیلو د هوايي برید له کبله یو امریکايي وګړی ووژل شو

د کامل احمد جواد لور نادین جواد ویلي، چې پلار یې د سې شنبې پر ورځ په لبنان کې د اسرائیلو د برید له کبله د بې ګناه خلکو د ژغورلو د هڅو پر مهال ووژل شو.

Published

on

رویټرز خبر ورکړی، چې په لبنان کې د اسرائیلو د یوه هوايي برید له کبله یو امریکايي وګړی وژل شوی دی.

د امریکا د ولسي جرګې غړې رشیده طلیب دفتر ویلي، چې د کامل احمد جواد نومي وژل شوي کس له کورنۍ سره په اړیکه کې ده.

د کامل احمد جواد لور نادین جواد ویلي، چې پلار یې د سې شنبې پر ورځ په لبنان کې د اسرائیلو د برید له کبله د بې ګناه خلکو د ژغورلو د هڅو پر مهال ووژل شو.

هغې زياته کړې، چې پلار يې له يوه روغتون سره نږدې له سپین‌ږیرو او معيوبينو سره مرسته کوله.

د سپینې ماڼۍ ویاند د چارشنبې پر ورځ د احمد جواد پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه کورنۍ ته یې خواخوږي وړاندې کړه.

په لبنان کې د اسرائیلو وروستیو بریدونو سلګونه کسان وژلي، زرګونه ټپیان شوي او له یو میلیون ډېر کسان یې بې کوره کړي دي. اسرائيلو ويلي، چې د ايران ملاتړي حزب الله ملېشې یې موخه ده.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د مخ پر زیاتېدونکې جګړې د پراخېدو د وېرې له کبله پر اسرائیلو برید ودرول شو – ایران

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چارشنبې پر سهار په ایکس پاڼه کې لیکلي: زمونږ کړنه پایلې ته رسیږي؛ خو که اسرائیلي رژیم د غچ اخیستلو برید ونکړي. په دې حالت کې به زمونږ غبرګون خورا پیاوړی او ځواکمن وي.

Published

on

ایران د چارشنبې پر سهار ویلي، چې پر اسرائیلو یې توغندیز برید د نورې پارونې د مخنیوي لپاره درولی. په داسې حال کې، چې د رویټرز د راپور له مخې اسرائیلو او امریکا د تهران پر وړاندې د غچ اخیستنې ژمنه کړې ده.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي د چارشنبې پر سهار په ایکس پاڼه کې لیکلي: زمونږ کړنه پایلې ته رسیږي؛ خو که اسرائیلي رژیم د غچ اخیستلو برید ونکړي. په دې حالت کې به زمونږ غبرګون خورا پیاوړی او ځواکمن وي.

واشنګټن ویلي؛ له اسرائیلو سره به خپله همکاري تر هغې روانه ساتي، چې ایران د سې شنبې د ورځې د برید، چې د اسرائیلو د څرګندونو له مخې له ۱۸۰ ډېر بالستیک توغندي پرې توغول شوي؛ له "جدي پایلو" سره مخ شوی نه‌وي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا د چارشنبې پر ورځ د منځني ختیځ په اړه غونډه کوي او اروپايي ټولنه د بېړني اوربند غوښتنه وکړه.

د ایران دا برید د اسرائیلو پر وړاندې تر ټولو لوی پوځي ګوزار بلل کیږي.

په ټول هېواد کې د خطر زنګ وهل شوی او چاودنو بیت المقدس او د اردن سیند دره ولړزوله؛ ځکه، نو خلکو ته وویل شول، چې د بمونو پناه ځایونو ته ولاړ شي.

د اسرائیلي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په اسرائیلو کې د کوم ځاني زیان راپور ندی ورکړ شوی؛ خو یو سړی په اشغال شوې لویدیځه غاړه کې وژل شوی دی.

ایران دا کړنه دفاعي بولي او یوازې د اسرائیلو پوځي تاسیسات یې هدف ګرځولي دي.

د ایران دولتي خبري سرچینې ويلي، د اسرائیلو درې پوځي اډې یې پر نښه کړې دي.

تهران ویلي، چې دا برید یې په لبنان کې د حزب الله او غزې د مشرانو د وژنې او د اسرائیلو د وسله‌وال تېري په ځواب کې کړی دی.

د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ځوابي برید ژمنه کړې ده.

هغه د سې شنبې پر ورځې ناوخته د سیاسي امنیت د کابینې د بېړنۍ غونډې په پیل کې ویلي، ایران نن شپه یوه لویه تېروتنه وکړه او بیه به یې پرې کړي.

د ایران د وسله‌والو ځواکونو ستر درستیز د خبرپاڼې له مخې، چې د دولتي رسنیو لخوا وړاندې شوې ویلي، چې د اسرائیلو هر ډول ځواب به د اسرائیلو بېخبناوې له ویجاړۍ سره مخ کړي.

دغه راز ویل شوي، چې دوی به د هر هغه اسرائیلي متحد سیمه‌ییز شتمنۍ هم پر نښه کړي، چې په کې ځان ښکېل کړي.

د ایران سپاه پاسداران وايي، د ایران ځواکونو د سې شنبې پر ورځ د لومړي ځل لپاره هایپرسونیک الفتح توغندی وکاراول او ۹۰ سلنه توغندي یې پر اسرائیلي اهدافو بریالي لګېدلي دي.

د اسرائیلو هاګاري ویلي، چې پر مرکزي او جنوبي اسرائیلو محدود بریدونه شوي. هغه ویډیو، د پوځ لخوا وړاندې شوې ښیي، چې د ګادره په مرکزي ښار کې یو ښوونځی پر ایراني توغندي سخت زیانمن شوی دی.

پنټاګون ویلي، سمندري جنګي بېړیو د اسرائیلو پر لور د شاوخوا ۱۰ ایراني توغندیو مخه نیولې. بریټانیا پرته له دې، چې توضیحات ورکړي ویلي، چې د دوی ځواکونو "په منځني ختیځ کې د مخ پر زیاتېدونکي کړکیچ د مخنیوي په هڅو کې ونډه درلودلې.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوټرش روان بریدونه وغندل او وایي، چې جګړه باید ودرول شي. مونږ په کلکه اوربند ته اړتیا لرو.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

ایران د اسرائیلو جنایي کړنې زغملی نشي – بهرنیو چارو وزارت

د جمعې پر ورځ پر بیروت د اسرائیلو د برید له کبله برید جنرال عباس نیلفروشان، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله هم په کې و؛ ووژل شو.

Published

on

د دوشنبې پر ورځ د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په لبنان کې د حزب الله د مشر او د ایران د سپاه پاسداران د مرستیال وژل کېدو ته په نغوته کې ویلي؛ ایران به د اسرائیلو جنایي کړنې بې ځوابه پرې‌نږدي.

د جمعې پر ورځ پر بیروت د اسرائیلو د برید له کبله برید جنرال عباس نیلفروشان، چې د حزب الله مشر سید حسن نصرالله هم په کې و؛ ووژل شو.

د راپور له مخې؛ د لبنان د حزب الله او د یمن د حوثي ملېشو پر وړاندې د اسرائیلو بریدونو دا وېره راپارولې، چې د منځني ختیځ جګړه به له کنټروله ووځي؛ ایران او د اسرائیلو اصلي متحد امریکا به په کې راښکېل کړي.

ناصر کنعاني خپلې اوونیزې خبري غونډې ته ویلي: مونږ ټینګ ولاړ یوو او له داسې لارې به عمل کوو، چې د [دښمن لپاره] خواشینوونکی وي.

هغه زیاته کړې، چې ایران د جګړې په لټه کې نه‌دی؛ خو ترې وېره هم نلري.

کنعاني ویلي، چې ایران د نصرالله او نیلفروشان د وژلو په اړه مسایل له لبناني چارواکو سره له نږدې څاري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!