نړۍ
ایران اوس هم د بندیزونو لرې کولو لپاره اړین ګام ندی پورته کړی – بلینکن

د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن د یکشنبې پر ورځ ویلي؛ تر دې دمه داسې څه نه لیدل کیږي، چې ایران دې له خپلو اټومي ژمنو سره سم د بندیزونو د لرې کولو لپاره ان په خبرو کې د پرمختګ له کبله هم ګام اړین ګامونه واخلي.
د ایران ولسمشر تیره اوونۍ ویلی وه، چې امریکا د سوداګریزو بندیزونو لرې کولو ته چمتو ده. که څه هم یوه لوړ پوړي ایراني چارواکي له دې سره مخالفت وکړ او اروپايي ډیپلوماتانو څرګنده کړه، چې ستونزې اوس هم پاتې دي.
په ویانا کې نامستقیمې خبرې روانې دي؛ ځکه، چې د بایډن اداره له ایران سره د پرمختګ په لټه کې ده، چې تهران څنګه کولی شي د نړۍ له قدرتونو سره د ۲۱۰۵ اټومي تړون هوکړه بیا له سره پیل کړي.
نوموړي ای بي سي نیوز ته زیاته کړې؛ زما په اند ایران پوهیږي، چې د اټومي هوکړې ته د بېرته راګرځېدو لپاره څه وکړي؛ خو تر دې دمه، چې باید څه شوی وای ، ندي شوي. دا یو آزمون دی او مونږ ږرته ځواب نلرو.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت زیاته کړ، چې له ایران سره په خبرو کې پرمختګ هم شوی دی.
امریکا په ۲۰۱۸ زېږدیز کال کې د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ په مشرۍ د ایران له نړیوال تړونه ووت او پر ایران یې د تېلو، بانکدارۍ او بار وړلو په برخو کې بندیزونه ولګول.
ډیموکراټ ولسمشر جو بایډن، چې د جنورۍ په میاشت کې د ټرمپ ځای ناستی شو؛ څرګنده کړه، چې ایران خبرو اترو ته رادانګي؛ خو تر دې دمه یې د معاملې د عملي کولو لپاره کوم ګام پورته کړي ندی.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې پر ورځ سي ان ان ته ویلي، چې که دواړه خواوې وکولی شي اصلي معاملې ته راستانه شي ؛ دا هوکړه به تلپاتې اړ ټینګه شي.
دغه راز نوموړي ای بي سي ته ویلي؛ مونږ اړتیا لرو، چې له ایران سره د ترهګرۍ په ګډون په منځني ختیځ کې پر نیابتي جګړو هم خبرې وکړو.