Connect with us

بی بی سی پښتو

اګریپینا؛ هغه ښځه چې د روم امپراتورۍ تګلوری یې بدل کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: وری ۲۹, ۱۴۰۰)

موږ ټول د دودمان ژولیو ګلودین امپراتوران پېژنو، له اګوستوس تر کالیګولا او نرون.

خو کېدای شي د هغو ښځو نومونه مو کم اورېدلي وي چې د دغو امپراتوریو په بریا او یا ماته کې یې برخه درلوده.

په دغه ډله کې تر ټولو پیاوړې یې ځوانه اګریپینای وه.

د روم دغه پیاوړې امپراتوره چې له میلاد وړاندې یې د ۱۵ او ۵۹ کلونو تر منځ ژوند کاوه او خارق العاده ژوند یې درلود.

ولولئ چې ځوانې اګریپینای څنګه واک ته ورسېده او څنګه یې له لاسه ورکړ.

۱. هغه د درېیو امپراتورانو واکمنیو کې د واک په مرکز کې وه

اګریپینای د روم د لومړیو درېیو امپراتورانو د امپراتوریو په دوره کې ډېره پیاوړې ځوانه ښځه وه. هغه د امپراتور کالیګولا خور د کلودیس مېرمن او د نرون مور وه.

هر یو له هغوی مېرمن اګر یپینای د خپلې امپراتورۍ له مهمو ښځو یادوله او هغې له دې موقف څخه د واک او موقف تر لاسه کولو لپاره ګټه پورته کوله.

۲. آګریپینا د خدایانو استازې وه

د اګریپینای نیکه اګوستوس د روم لومړنی امپراتور و کله چې اګوستوس مړ شو نو د لرغوني روم خلکو د هغه په نوم معبد جوړ کړ او هغه یې د عبادت تر کچې وستایه او د رومیانو د تل پاتې دود له مخې به یې هغه ته قربانۍ ډالۍ کولې.

له میلاد ۵۰ کاله وړاندې، یوازې اګریپینای د اګستوس له پاتې شویو وه او په دې باور وه چې د خدایانو وینه ددې په رګونو کې جریان لري.

۳. لومړنۍ ښځه وه چې نوم یې پر سکه ووهل شو

د لرغوني روم په امپراتوریو کې سکې د تبلیغ مهمه لار بلل کېده.

د کالیګولا د امپراتورۍ په لومړیو کې اګریپینای لومړنۍ مېرمن وه چې له دوه خویندو سره یې په ژوند انځور په سکه ووهل شو.

د هغې د واک پر مهال هم د کلودیس د مېرمنې په توګه هغه لومړنی ښځه وه چې انځور یې د سکې د شا پر ځای د سکې پر مخ له امپراتور سره په خوا کې ووهل شو.

۴. هغې هڅه وکړه خپل ورور ورک کړي

که څه هم کالیګولا خپلو خویندو ته ډېر ویاړونه وربښلي وو، خو هغه یو وېروونکی امپراتور و او هغه لومړنی امپراتور و چې د خپلو ساتونکو له لورې ووژل شو له مرګ وړاندې یې ډېرو هڅه وکړه تر څو هغه راوپرځوي چې له هغې ډلې اګاریپینای او ملګرې یې هم وو، دوی د نقشې د ویستلو په حال کې وو چې ګیر شول او اګریپینای د مجازاتو په موخه یوې وړې جزيرې ته وشړله او ژوندئ پاتې شوه خو له دې سره ملګری یې اعدام شو.

۵. اګریپینا له خپل تره سره واده وکړ

د کالیګولا له وژل کېدو وروسته اګریپینا روم ته راوګرځېدله هغه ځای چې کاکا یې امپراتورۍ ته پکې رسېدلی و.

کلودیس د اګریپینای د پلار مشر ورور و او دا ټولو ته د حیرانتیا خبره وه چې هغه به ورسره واده وکړي.

د قانون جوړونې شورا یې اړ کړه چې له محرمو سره د واده کولو قانون کې بدلون راولي.

د هغه وخت تاریخ لیکونکي په دې باور وو چې اګریپینای خپل کاکا ته دوکه ورکړه ځکه چې روم کې تر ټولو پیاوړې ښځینه امپراتوره همدا وه چې د روم خلکو په هغه وخت کې لیدلې وه.

د لرغوني روم یا فروم مرکزي میدان پاتې برخې

BBC
د لرغوني روم یا فروم مرکزي میدان پاتې برخې

۶. د کلودیوس د امپراتورۍ پرمهال د هغه شریکه وه

د اګریپینای زوی نرون هڅه وکړه د کښتۍ په چپه کولو سره هغه ډوبه کړي خو اګریپنیای یوه تکړه لامبو وهونکې وه او ځان یې وژغوره، له ټولو ډېره به هغه په عمومي ځایونو کې ليدل کېده او پر تخت به د کلودیوس تر خوا کښېناسته مېرمن اګریپینای د یوې سیاستوالې په څېر چلن کاوه او د روم د خلکو پام به یې ځانته وراړاوه، په هغه وخت کې ښځو حق نه درلود چې په سیاست کې لاسوهنه وکړي، له دغو عمومي پېښو یې یوه کې نظامي طلایي لباس پر تن کړی و چې د رواجونو پر وړاندې خپل قدرت او بې پروایي وښیي.

۷. هغې خپل ښار جوړول پیل کړل

د روم د یوې امپراتورې په توګه د اګریپینای یو له وتلو کارونو د هغې د پیدایښت په ځای کې د یو ښار جوړول وو. دغه ځای د کولونیا کلودیا ارا اگریپیننسیوم په نوم یادېږي او په کولونیا مشهور دی، نن دغه ښار جرمني کې یو له مهمو او پر نفوذه ښارونو دی او د روم ریښې یې په خپل نوم کې ساتلي.

د اګریپینا زوی انرون د هغې په امر د هغې مور ووژله

BBC
د اګریپینا زوی انرون د هغې په امر د هغې مور ووژله

۸. هغې (احتمالاً) خپل مېړه په مسموم شوي مرخېړي وواژه

له څلور کلونو وروسته د اګریپینای او کلودیوس تر منځ ستونزې پیدا شوې د پاتې شویو سرچینو له مخې کلودیوس له خپلې هغې پرېکړې پښېمانه شوی وو چې خپل زوی بریتانیکوس یې د نرون په ګټه له ځایناستي کېدو محروم کړی و او اګریپینای هم اندېښمنه وه که نرون راتلونکی امپراتور نه شي نو واک او موقف به له لاسه ورکړي.

دغه سرچینې وایي، اګریپینای یو حرفوي مسموم کوونکی په کار وګماره او مېرمنې یې اګریپینای خپل مېړه کلادیوس په خرمېړیو چې خوندور ښکاري مسموم کړ، د کلادیوس د مړینې په هکله هېڅ داسې شواهد نشته چې هغه دې په طبیعي مرګ مړ شوی وي نو حتماً به اګریپنیای وژلی وي.

۹. استثنايي عزت او درناوی

دا چې اګریپیای د نرون مور وه نو ډېر احترام به ورته کېده د روم خلکو د یو دود له مخې خپل ځانونه د پلارونو له کورنیو یادول او په ډېر ندرت سره به یې د مور له کورنۍ نوم اخیسته، خو نرون لیکنې وکړې او په هغې کې ولیکل چې “هغه د اګریپینای زوی دی” هغه یواځینۍ مېرمن وه چې د یو امپراتور له لورې یې په دې کچه عزت کېده.

۱۰. د مور د وژلو پراخه هڅې

اګریپنای نرون تر امپراتورۍ ورساوه خو هغه قدر پېژندونکی زوی نه و نرون خپله مور هڅوله چې د دوی د رسم او رواج سره سم یوه مور واوسي له هغې غوښتل کور کې پاتې شي پاک کالي واغوندي خو اګریپنای غوښتل حکومت وکړي.

د مور او زوی ترمنځ له ډېرو ناندریو وروسته نرون په دې وپوهېده چې هر څه یې زړه وغواړي ویې کړي نوحل لاره یې د مور وژل دي.

لومړی نرون کوښښ وکړ خپله مور مسمومه کړي خو هغې هره ورځ د زهرو ضد توکي خوړل وروسته د سوتونیوس په قول د نرون د ژوند لیک لیکونکي هڅه وکړه د خوب په وخت کې په خپلې مور د کوټې چت راوغورځوي خو مور یې دده پر پلان شکي شوې وه.

له هغې وروسته یې هڅه وکړه د کښتۍ په چپه کولو سره خپله مور ووژني، خو د هغه مور تکړه لامبوزنه وه او ځان یې وژغوره. په وروستۍ هڅه کې نرون بریالی شو او هغه یې د یو ساتونکي پر مټ په حمام کې د چاقو په ګذارونو ووژله، د مور تر وژلو وروسته یې هغې ادعا وکړه چې مور یې هڅه کوله هغه ووژني.

Advertisement

بی بی سی پښتو

بې پولې خبریالان: افغانستان کې رسنۍ تاو تریخوالي او جبري سانسور سره مخ دي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۷, ۱۴۰۰)
Photographers and cameramen

AFP

د بې پولې خبریالانو ټولنه وايي افغانستان کې د طالبانو بيا واکمنېدو له مهاله راهيسې تر اوسه د خبریالانو د نیول کېدو ۵۰ پېښې ثبت شوې دي.

دغه اداره وايي خبريالانو سره تاوتريخوالى شوى، ګواښل شوي او ورته ويل شوي چې کوم خبر باید خپور کړي او کوم باید خپور نه کړي.

دغې ادارې په خپل رپوټ کې دا د خبر یالانو په چارو کې د طالبانو استخباراتي ادارې بربنډه لاس وهنه او د رسنیزو قوانینو خلاف کړنه بللې ده.

بې پولې خبریالان وايي، تېرو دوو میاشتو کې د خبریالانو نیولو او ځورونې پېښې لا ډېرې وې.

پخپلسري ډول د اریانا نیوز خبریال اسلم حجاب او د سیاسي خپرونو چلوونکی وارث حسرت د سلواغې پر ۱۱ مه نیول شوي وو او د ۴۸ ساعتونو لپاره بندیان وو.

دا د خبریالانو نیولو وروستۍ پېښه وه.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو استازولۍ یوناما په دې هکله ویلي و، طالبان باید د افغانانو حقونو ته درناوی وکړي او د اریانا نیوز شخصي ټلویزیون د دوو نیول شویو خبریالانو په هکله ولس ته ووايي چې ولې یې نیولي دي.

بل لور د بې پولې خبریالانو رپوټ کې ویل شوي، د طالبانو استخباراتو ۵۳ ریاست دې پېښو کې مخامخ ښکېل دی، دوی خبریالانو ته د خبرونو او ان خپرونو لپاره د مېلمنو په انتخاب کې لاسوهنه کوي.

د بې پولې خبریالانو ټولنه کې د ایران او افغانستان څانګې مشر رضا معیني وايي، د خبریالانو ګواښل او ځورول د منلو وړ نه دي او هغوی باید د نیول کېدو له ډاره پرته خپلو چارو ته دوام ورکړي.

د خبریالانونړیوال فدراسیون هم تېره ورځ د طالبانو له لوري د خبریالانو نیول او ځورونه غندلې او په وینا یې دغه ډله باید پخپله وینا کې د بیان ازادۍ درناوی وکړي.

طالبانو په دې هکله تر اوسه غبرګون نه دی څرګند کړی، خو مخکې یې ویلي، خبریالان کولای شي خپلو چارو ته دوام ورکړي، خو اسلامي اصولو ته باید پاملرنه وشي.

د ښځینه فعالانو نیول کېدو پېښې

.

Getty Images

دا په داسې حال کې ده چې د بښنې نړيوالې ادارې امنيستي انټرنېشنل هم پر طالبانو غږ کړى چې په سملاسي ډول دې د هغو ښځو او نجونو پر وړاندې له تاوتريخوالي لاس واخلي چې د خپلو حقونو لپاره په سوله ييز ډول احتجاج کوي.

په دا وروستیو کې شپږ ښځې په کابل کې وسله والو کسانو له ځان سره بیولې دي.

د یوې نیول شوې نجلۍ تمنا پریاني خور شګوفه وايي، له طالبانو غواړم، چې لطفاً زما خویندې پرېږدئ، تاسې ولې د نړیوالو غوښتنو ته ځواب نه وایاست؟

د بښنې نړیوال سازمان هم په ورته مهال له طالبانو غوښتي چې بشري حقونو ته درناوی وکړي.

د دې سازمان یوه څېړونکي زمان سلطانی بي بي سي ته وویل:

طالبان باید سملاسي غیر قانوني نیونې ودروي او هغه کسان چې په غیر قانوني ډول نیول شوي دي، باید له قید او شرط پرته خوشي شي. موږ دا وروستیو کې د جبري بې درکه کېدو او نیول کېدو شاهدان وو.

طالبان د ښځو نیولو پېښو کې لاس لرل ردوي، خو وايي، پلټنې کوي.

د طالبانو ویاند یوه مرسیتال انعام الله سمنګاني بي بي سي ته وویل:

موږ په پرلپسې ډول له امنیتي ارګانونو سره اړیکه کې یو. تر اوسه پورې دې لړ کې له موږ سره کوم معلومات نه دي شریک شوي. ښايي امنیتي ارګانونه به هم تر اوسه کوم معلومات نه لري. موږ ته یوازې همدومره ویل شوي دي، چې زموږ هڅې روانې دي.

د بشري حقونو سرغړونو دا پېښې داسې مهال کېږي چې د طالبانو بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي د فرانسې له خبري اژانس سره یوه تازه مرکه کې ویلي، له نړیوالې ټولنې سره یې اړیکي په ښه کېدو دي او نژدې ده، چې حکومت یې په رسمیت وپېژندل شي.

بل لور نړیواله ټولنه وایي، تر هغو چې طالبان بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو حقونو ته درناوي و نه کړي، حکومت به یې په رسمیت و نه پېژندل شي.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

اروپايي پارلمان مرستياله: بشري حقونو ته له پام پرته د طالبانو رسميت پېژندنه به شونې نه وي

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
.

Getty Images

د بېلجيم پلازمېنه بروکسل کې د افغان ښځو په تړاو د اروپايي پارلمان له خوا جوړې شوې ځانګړې ناستې پر دويمه ورځ يو شمېر افغان ښځینه فعالانو وویل، چې له افغانستان سره مرستې د طالبانو د حکومت رسیمت پېژندلو له مسلې جلا دي.

يو شمېر مشهورې افغان مېرمنې چې پر افغانستان د طالبانو له واکمنېدو وروسته له هېواده وتلې وې د اروپا پارلمان کې د دغه هېواد د ښځو وضعيت بيا کتنې او له طالبانو څخه د نړيوالې ټولنې د غوښتنو د څرګندولو په موخه راټولې شوې وې.

په همدې حال د اروپا پارلمان يوې مرستيالې هيډي هوټالا بي بي سي ته وويل، “تر هغه چې طالبان وګړي ځوروي، ښځې چې د ټولنې نيمی برخه ده څنډې ته کړې او د نجونو د زدکړو مخنيوی کوی، د دې امکان لږ دی چې اروپايي ټولنه دې د طالبانو حکومت د رسميت پېژندلو پر لور ګام واخلي”.

نوموړې زياته کړه چې د غونډې ګډونوالو هم د طالبانو په رسميت نه پېژندلو ټينګار وکړ.

د افغانستان د بشري حقونو پخوانۍ مشره شهرزاد اکبر وايي، “د بشري مرستو برابرول او د طالبانو په رسميت پېژندل يو له بل سره بايد تړاو ونلري”.

نوموړې چې په دې غونډه کې برخه اخيستې وه له بي بی سي سره په خبرو کې وويل، “افغانستان لپاره د بشري مرستو برابرول او د هېواد بانکي سيستم پيلول د طالبانو په رسميت پېژندلو ته اړتيا نه لري”.

نوموړې زياته کړه چې “نړيوالې ټولنې ته د دوی پيغام دا و چې تر هغې چې جنسيتي توپير، د خبريالانو ځورونه، توپيري چلن دوام ولري طالبان په رسميت مه پېژنئ، دا ډله د افغانستان د خلکو استازيتوب نشي کولی”.

د افغانستان د پخواني حکومت د سولې وزارت وياندې ناجيه انوري هم بي بي سي ته وويل، “نړۍ له تېرو شلو کلونو راهيسې له افغانستان سره په دې شرط مرسته کوله چې د ښځو حقونو ته درناوی ولري”.

اغلې انوري وويل، “نړۍ بايد د افغانستان په اړه لا ډېر فکر وکړي او له تېرو درسونو زدکړه وکړي او وګوري چې په کوم ځای کې تېروتنه شوې”.

افغان سندرغاړې اريانا سعيد هم وويل، “دا زما لپاره ارزښت لري د هغو ښځو غږ شم چې اوس اوزا نشي اوچتولی”.

نوموړې وويل چې “افغان ښځې اوس د طالبانو پر وړاندې د بنديانو په څېر دي چې د زدکړې او کار اجازه نه لري”.

اغلې سعيد زياته کړه، “د حل لاره دا ده چې نړيواله ټولنه د طالبانو له لارې له خلکو سره د مرستې لپاره لار ومومي”.

د دې غونډو تر څنګ په ورته مهال د افغان ښځو لپاره روزنیز ورکشاپونه هم په پام کې نیول شوي وو، چې د افغانستان ملي شورا پخوانۍ ښځینه غړې به هم پکې ګډون درلود.

Continue Reading

بی بی سی پښتو

افغانستان: یو شمېر دولتي پوهنتونونه پرانیستل شوي او ښځینه زدکوونکو ته د ورتګ اجازه ورکړل شوې

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۳, ۱۴۰۰)
افغانستان

Getty Images
ارشیف تصویر

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته یو شمېر دولتي پوهنتونه لومړی ځل پرانیستل شوي او نجونو ته اجازه ورکړل شوې، چې ټولګیو ته ستنې شي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې ویل شوي، د دې تر څنګ طالبان وايي، نجونې او هلکان به ځانګړي ټولګي ولري او د نصاب کتابونه به له اسلامي اصولو سره سم وي.

ملګرو ملتونو د نجونو لپاره د پوهنتونونو دروازو پرانیستل کېدو هرکلی کړی دی.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو عمومي منشي ځانګړې استازې دیبورالاینز په یوه ټویټر پیغام کې ویلي: راځي په ټول افغانستان کې پوهنتونو ته د ښځینه او نارینه زدکوونکو ستنېدو ملاتړ وکړو، په (دې) ملاتړ کې د سکالرشپونو پرواګرام او له ښځینه او نارینه استادانو سره روان ملاتړ هم شامل دی.

https://twitter.com/DeborahLyonsUN/status/1488793136553943045

په پام کې ده، نور پوهنتونونه به هم د روانې میاشتې وروستیو کې پرانیستل شي، خو د نجونو لپاره د متوسطه ښوونځیو دروازې لا هم تړلې دي.

د یادونې ده، چې د افغانستان په خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو نژدې شپږ میاشتو راهیسې د طالبانو حکومت له لار ښوونې سره سم نجونو او هلکانو د ټولګیو په ځانګړیو برخو کې زدکړې ترلاسه کولې.

د طالبانو د لوړو زدکړو وزارت چارسمبالي وزیر عبدالباقي حقاني تېره اونۍ په يوه ويډيويي پیغام کې اعلان وکړ چې په ګرمو سيمو کې به دولتي پوهنتونونه د سلواغې پر ۱۳ نېټه پرانيستل شي.

د ښاغلي حقاني په وينا په سړو سيمو کې به بیا پوهنتونونه د کب پر اوومه نېټه پرانيستل کېږي.

د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

EPA
د افغانستان خصوصي پوهنتونونو کې له تېرو شپږ میاشتو راهیسې نجونو هم زدکړې کولې.

افغانستان کې له تېرو څو میاشتو راهیسې کابو ټول دولتي پوهنتونونه تړل شوي وو او داسې اندېښنې راټوکېدلې وې چې ښایي د محصلینو درسي کال ضایع شي.

طالبان وايي، تعلیمي ادارو ته د نجونو له تلو سره مخالفت نه کوي، خو دوی باید بشپړ اسلامي حجاب وکړي، د نجونو او هلکانو ټولګي ځانګړي وي او درسي کتابونه باید د اسلامي اصولو له معیار سره سم وي.

دا پوهنتونونه د لویدیځوالو او طالبانو تر منځ ناروې کې له مخامخ خبرو یوه اونۍ وروسته پرانیستل کېږي.

په ناروې غونډه کې له طالبانو غوښتل شوي وو چې د ښځو حقونو ته درناوی وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!