تازه خبرونه
اپل ۷۵ میلیون ۵ جي آیفون ګرځند تولیدوي

(Last Updated On: )
اپل هڅه کوي، چې د کال تر پایه لږ تر لږه ۷۵ میلیون ۵ جي آیفون ګرځند تولید کړي.
بلومبرګ په ډاګه کړې؛ یاد شرکت به د اپل واچ، آیپد ایر او هوم پود نوي مادلونه هم تولید کړي.
د رویترز د څرګندونو له مخې، اپل په پام کې لري، چې په ۲۰۲۰ کال کې د نوي نسل ۸۰ میلیون آیفونونه بازار ته وړاندې کړي.
اپل غواړي، چې په راتلونکې میاشت کې له ۵ جي چټک بیسیم سره د آیفون څلور نوي مادلونه د بېلابېلو سکرینونو لرونکې هم بازار ته وړاندې کړي.
له راپور سره سم دا شرکت د نوي آیپد ایر او نوي اپل واچ جوړولو ته چمتووالی نیسي.
د بلومبرګ راپور څرګندوي، چې اپل نوي اپل تلویزیونونه هم پراخوي، چې د لوبو او ریموت په څارنه به د لوبو آسانتیاوې ولري. دا تلویزیون ښایي راتلونکی کال بازار ته وړاندې شي.