لوبی

اټک انرژي د افغانستان فوټبال اتلانو لیګ د درېیم پړاو اتلولي خپله کړه

Published

on

(Last Updated On: )

نن چارشنبه د زمري دوه‌یمه د افغانستان فوټبال غوره لیګ سیالیو په وروستۍ پېنځه‌شپېتمه لوبه کې د اټک انرژۍ لوبډلې د عدالت فراه لوبډلې ته ۲ – ۰ ماتې ورکړه او د دې سیالیو اتلولي یې خپله کړه.

د اټیک انرژی لوبډلې د دې پړاو د سیالیو په یوولس لوبو کې ۱۱ لوبې ګټلي او په دغو سیالیو کې یې هیڅ ګول ندی خوړلی.

دغې لوبډلې د افغانستان اتلانو لیګ په درېیم پړاو کې ۴۱ ګولونه کړي دي.

په دې زړه‌راکښونکیو سپورټي سیالیو کې دولس لوبډلو برخه اخیستې وه، چې د ۱۴۰۳ لمریز لېږدیز کال د غویي له لومړۍ څخه پیل او د غبرګولي تر دوه‌یمې پورې روانې وې.

دغه سیالۍ د افغانستان د فوټبال فډراسیون د ویکتور انرژۍ پر مالي مرسته د آریانا ټلویزیون له لارې په قانوني، ژوندۍ او ځانګړې بڼه خپرې شوې.

د دغو سیالیو دوه اړخیز او درې اړخیز تړونونه د یکشنبې پر ورځ (د وري نولسمه) د آریانا ټلویزیون، فوټبال فډراسیون او ویکټور انرژۍ ترمنځ لاسلیک شول.

دغه سیالۍ په کابل کې د هېواد د فوټبال فډراسیون په ۵ زره کسیز لوبغالي کې ترسره شوې او ۳۳ ورځې یې دوام وکړ، چې ټولټال ۶۶ لوبې په کې ترسره شوې.

دغه مراسم د آریانا ټلویزیون په سټوډیو کې جوړ شوي وه او پچه اچونه یې د افغانستان د بدني روزنې او سپورټ عمومي رییس احمدالله وثیق پر غاړه درلوده.

د افغانستان د فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر، د افغانستان فوټبال فدراسیون د فزیکي او مسلکي زده کړو د څانګې تخنیکي او مسلکي مرستیال حافظ احمد جان ځدراڼ، د افغانستان د فوټبال فډراسیون تخنیکي رییس محمد طاهر رووفي، د آریانا ټلویزیون سوداګریز رییس لطف الله ستانکزي، د ویکتور انرژی رییس غلام رباني عباس، د پامیر ګروپ د عامه اړیکو مسوول میر احمد بهره او د کلبونو استازو په دې مراسمو کې ګډون درلود.

د دغه ليګ د درېيم پړاو لوبډلې سرسبزياشلر فارياب، جوانان واحدي، اټک انرژي، سرخ پوشان خوافي، ابو مسلم فراه، استقلال کابل، خدیم، خراسان، عينو مېنه، ميوند، عدالت فراه او موج ساحل وې.

Trending

Exit mobile version