نړۍ

اوکراین د څارګرو الوتکو په تر ټولو لوی برید کې د روسیې پلازمېنه پر نښه کړه

اوکراین له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د تېلو پر تاسیساتو په ځانګړي توګه د روسیې په خاوره کې د دغه هېواد د چاڼ‌خونو پر تاسیساتو د څارګرو الوتکو بریدونه کړي؛ خو په مسکو کې د څارګرو الوتکو برید یوه نادره پېښه ده.

Published

on

(Last Updated On: )

د اوکراین پوځ د کورسک په سرحدي سیمه کې د روسیې خاورې ته له ننوتو څو اوونۍ وروسته دا دی د روسیې پر پلازمېنه مسکو یې د څارګرو الوتکو تر ټولو لوی برید تر سره کړ.

د روسيې دفاع وزارت ويلي؛ د چارشنبې پر ورځ ( د اسد یودېرشمه ) پر اوکراين د بريد پر مهال لږ تر لږه ۱۱ څارګرې الوتکې په مسکو کې ويشتل شوي دي.

اوکراین له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د تېلو پر تاسیساتو په ځانګړي توګه د روسیې په خاوره کې د دغه هېواد د چاڼ‌خونو پر تاسیساتو د څارګرو الوتکو بریدونه کړي؛ خو په مسکو کې د څارګرو الوتکو برید یوه نادره پېښه ده.

د روسیې دفاع وزارت ويلي؛ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې یې ۴۵ اوکراینۍ څارګرې الوتکې ویشتې؛ د مسکو په شاوخوا کې ۱۱، په بریانڅک سیمه کې ۲۳، شپږ د بیلګراد په آسمان کې، درې په کالوګا کې او دوه نورې څارګرې الوتکې په کورڅک سیمه کې راغورځول شوي دي.

روسي چارواکي وايي، دغو بریدونو تر اوسه چا ته مرګ او ژوبله نده اړولې.

د مسکو ښاروال سرګي سوبیانین هم ویلي، چې ځینې بې پیلوټه الوتکې د کریملین ماڼۍ سویل ته په ۳۸ کیلومټرۍ کې د مسکو سیمې په پودولڅک ښار کې ویشتل شوي دي: دا د پلازمېنې پر نښه کولو ترټولو پراخه هڅه وه؛ خو د مسکو هوایي سیسټمونو دا دفاع ممکنه کړه او د دښمن د ټولو څارګرو الوتکو بریدونه یې بریالي شنډ کړل.

روسي رسنیو د اوکراین د څارګرو الوتکو ناتائید شوي انځورونه خپاره کړي، چې د دې هېواد د الوتکې ضد سیسټم له‌خوا ویجاړې شوي.

له دې برید وروسته د مسکو درې هوايي ډګرونو د څلورو ساعتونو لپاره الوتنې بندې کړې.

اوکراین له دې مخکې د ۲۰۲۳ کال په مې کې پر مسکو د اته څارګرو الوتکو برید کړی، چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ترې د ډارولو او د روسیې د پارولو د یوې هڅې په توګه ورته نغوته کړې وه او ویلي یې ول، چې دا برید شنډ شو.

پر مسکو د کیف د څارګرو الوتکو بریدونه په داسې وخت کې تر سره کېږي، چې روسي ځواکونو د اوکراین په ختیځ کې پرمختګ کړی او د ۲۰۲۲ کال له فبرورۍ راپدېخوا یې د دغه هېواد ۱۸ سلنه خاوره نیولې: خو له بلې‌خوا په کورڅک سیمه کې د اوکرایني ځواکونو له پرمختګ سره مخ دي.

په کورڅک کې د اوکراین د پوځ برید له دوه‌یمې نړیوالې جګړې وروسته د روسیې پر خاوره تر ټولو لوی پوځي برید دی او د روسیې ۴۵۰ کیلومټر مربع خاوره یې نیولې ده.

د اوکراین پوځ هم په رستوف نه دنو کې د روسیې د اس- ۴۰۰ ډوله الوتکو ضد سیسټم د ویجاړولو اعلان کړی دی.

Trending

Exit mobile version