نړۍ
اوکراین د مړیو له موندلو وروسته روسیه پر جنګي جرمونو تورنه کړه

اوکرایني او اروپايي چارواکو د یکشنبې پر ورځ (د وري ۱۴ ) کیف ته نږدې په لارو او کوڅو کې له ترسره شوي جنایته پرده پورته کړې او روسي ځواکونه یې پر جنګي جرمونو تورن کړي دي.
اوکرایني چارواکو ويلي: دغه جرمونه مخکې له دې، چې روسي ځواکونه د پلازمېنې له شاوخوا سیمو ووځي؛ ترسره شول.
ویل کیږي، چې له اړوند سیمو څخه د روسیې د وتلو موخه د اوکراین په نورو سیمو کې پر بریدونو تمرکز دی.
د بوچا ښاروال د شنبې پر ورځ ویلي، چې د روسي پوځ له خوا د ښار د یوې میاشتې اوږدې نیونې په ترڅ کې ۳۰۰ اوسیدونکي وژل شوي دي. دا ښار د کیف شمال لویدیځ لوري په ۳۷ کیلو مټرۍ کې پروت دی.
د رویټرز یوه خبریال په یوه ډله ییز قبر کې قربانیان لیدلي او د ځینو جسدونه اوس هم پر سړکونو پراته دي.
دغه راز د اې ایف پي د څرګندونو له مخې؛ د اوکراین یوه څارنوال ویلي، چې د اوکراین په شاوخوا سیمو کې د ۴۱۰ کسانو مړي موندل شوي دي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په بوچا ښار کې د ملکي وګړیو پر ضد د روسیې د ظلمونو پر خپرو شویو انځورونو ژوره خواشیني څرګنده کړې او په ډاګه کوي؛ دا په اوکراین کې اوسني واقعیتونه دي، چې باید عادي ونګڼل شي.
اوکراین د شنبې پر ورځ ادعا وکړه، چې د فبرورۍ پر ۲۴ د روسیې له حملې وروسته یې د لومړي ځل لپاره د پلازمېنې شاوخوا ټولې سیمې بېرته نیولې دي.
روسیې له دې مخکې د جنګي جرمونو یا ملکي وګړیو پر نښه کولو تورونه رد کړي دي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ کرملین او د روسیې دفاع وزارت په بوچا کې د موندل شویو جسدونو په اړه له ځواب ورکولو ډډه کړې ده.
الکسي ارستوویچ یو اوکرایني ټلویزیون ته ویلي؛ داسې سړي شته، چې بدنونه یې د شکنجې نښې لري، د دوی لاسونه تړل شوي او پر شا ویشتل شوي دي.
لوړ پوړیو اروپايي چارواکو ویلي، چې د هر ډول جنګي جرمونو احتمال شته او په اړه یې باید څېړنې وشي.
د اروپايي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ مشر جوزف بوریل ټویټ کړی: زه د روسیې د ځواکونو لخوا د ترسره شويو جرمونو په اړه حیران یم. اروپايي ټولنه له اوکراین سره د جنګي جرمونو د ثبتولو په برخه کې مرسته کوي او څرګندوي، چې د عدالت نړیواله محکمه باید دا کړنې وڅېړي.
د اوکراین د ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي یوه همکار د یکشنبې پر ورځ ویلي، چې اوکرایني ځواکونو د هغو ښځو جسدونه موندلي، چې جنسي تېري پرې شوي او بیا سوځول شوي او همدارنګه د سیمه ییزو چارواکو او ماشومانو جسدونه هم لیدل شوي دي.