تازه خبرونه
اوس د نظام د ټینګښت او د هېواد د آبادولو وخت دی – رییس الوزراء
سبا چارشنبه د ۱۴۰۰ لمریز لېږدیز کال د زمري څلیریشتمه کابل ته د اسلامي امارت د راتګ درېیمه کلیزه ده. پرهمدې ورځ د هغه وخت ولسمشر اشرف غني په چورلکه کې سپور شو او له هېواده ووت.

د افغانستان اسلامي امارت رییس الوزراء د سې شنبې پر ورځ د زمري د څلیریشتمې په مناسبت په یو پیغام کې ټول ملت ته د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د پخواني حکومت د ړنګېدو د درېیمې کلیزې مبارکي ویلې او له امنیتي ځواکونو، مسوولانو او ټولو خلکو یې غوښتي، چې خپل مسوولیتونه د زړه له کومې ترسره کړي.
په څو ساعتونو کې د افغانستان اسلامي امارت د هېواد کنټرول او څارنه خپله کړه.
ملا حسن اخوند ویلي: شل کلن جهاد د اسلام په تاریخ کې د ویاړ څپرکی دی، چې راتلونکيو نسلونو ته د استقامت او مقاومت لپاره ارزښتناک درسونه او الهام ورکوي.
هغه زیاته کړې؛ مجاهدین، چارواکي او د هېواد خلک باید په دې پوه شي، چې د جهاد بریا زمونږ د مسوولیتونو د پای نښه نده. اوس مونږ د اسلامي نظام د پياوړتيا، د خپل ملت د پرمختګ، د خپلو هېوادوالو د سر، مال او ناموس ساتنه او د تېرو جګړو له کبله د رامنځته شويو زيانونو د پوره کولو مسووليت لرو.
هغه ويلي: مونږ بايد دا دندې په پوره اخلاص او ټینګ عزم ترسره کړو.
هغه دا هم څرګنده کړې؛ د اسلامي نظام ټينګښت، د سولې او ثبات پیاوړتیا او د ملت مادي او معنوي سوکالۍ د هېواد د ودې او پراختیا لپاره اړینه ده.