تازه خبرونه
اوسنی جوړېدونکی افغان حکومت لنډمهال دې؛ خپلمنځي خبرو وروسته به نوې حکومت جوړ شي
افغانستان کې یو امریکایي دیپلومات وایي، اوسنی جوړېدونکی حکومت به لنډمهال وي، ځکه د افغانانو له خپلمنځي خبرو وروسته یو نوی حکومت جوړیږي. د ده په وینا، واک ته رسېدلې اوسنۍ ډلې کوچنۍ ده، اوسني مشران د موازي حکومتونو په جوړولو سره له اور سره لوبې کوي، ځکه په دې کار له یوې خوا امنیتي ځواکونه کمزوري کوي، او بلخوا طالبان ځواکمنوي.
د اشرف غني او عبدالله عبدالله تر منځ له ټاکنو وروسته، ښایي چې د امریکا زغم پای ته رسیدلې وي، ځکه د امریکا لخوا له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو مرستو تر بندېدو وروسته، یو امریکایي دیپلومات ارګ او سپیدار کې چارواکو ته خبرداری ورکوي چې اوسنی حکومت به ډېر دوام ونه کړي.
دغه امریکایي ډیپلومات داسې ویلي: "زه ډاډه یم چې یو ټول منلی پلاوی جوړیږي، ځکه د دې پلاوي له جوړېدو پرته ستونزه نه حل کیږي. د افغان حکومت او طالبانو تر منځ هوکړه لیک باید داسې وي چې د پخواني او اوسني افغانستان اړینو عناصرو ته د منلو وړ وي، او ډېره مهمه ده چې پلاوی ټول منلی وي. د بندیانو کوم نوملړ چې مونږ ته را رسېدلی، مونږ طالبانو ته لیږدولی، په همدې ډول کوم نوملړ چې د طالبانو لخوا مونږ ته راکړل شوی، حکومت ته مو لیږدولی دی. دا یو مثبت ګام دی او مونږ د پرمختګ په حال کې یوو."
یاد امریکایي دیپلومات د طالبانو لخوا د تاوتریخوالي زیاتوالی د نه منلو وړ بولي، خو د طالبانو د تاوتریخوالي د زیاتېدو دلیل د دې ډلې د بندیانو نه خلاصون بولي. دی ټینګار کوي چې د افغانانو د خپلمنځي خبرو لپاره باید یو ټول منلی پلاوی جوړ شي، څو د ده په ټکو افغانستان د سوریې په برخلیک وانوړي.
هغه زیاتوي: "یواځې دا دوه وړې ډلې دي، چې دا ستونزه یې جوړه کړې ده. ارزښت نه لري چې د څوکۍ پر سر دا ډول ناندرۍ وي، دا لنډمهاله ده. که خدای غوښتي وي، د سولې مساله پر مخ ولاړه شي، آیا په دې ارزي چې د څوکۍ په خاطر هغه هم د یوه لنډ وخت لپاره، افغانستان ته دومره خطرونه پېښ شي؟ د امریکا د بهرنیو چار وزارت غبرګون یواځې د دې دوو کسانو د خبرولو په خاطر دې، د هغوي د کړنو د خطرونو او د امریکا د نه رضایت په هکله."
دغه دیپلومات وایي، د بندیانو نوملړونه د دواړو خواوو تر منځ تبادله شوي، او هیله من دی چې د بندیانو د خلاصون لړۍ ژر پیل شي. دی ټینګار کوي چې د ارګ او سپیدار وروستیو ناندریو امریکا پر دوي بې باوره کړې ده، او په خبره یې، امریکا اوس خپلې پروژې او پروګرامونه څېړي چې آیا په افغانستان کې یې تطبیق کړي او که نه؟ خو دی وایی، د افغان ځواکونو تجهیز او ور سره مرسته به دوام وکړي.
تازه خبرونه
د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نهوي – ستانکزی
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.
شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.
نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."
ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونهګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.
د سیمینار برخهوالو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.
دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.
تازه خبرونه
له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.
دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.
د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."
یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.
د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
څار: د مهاجرو نولواله ورځ
-
لوبی2 days ago
آریانا ټلویزیون د ۲۰۲۵ کال د کرکټ اتلانو جام خپروي
-
تازه خبرونه2 days ago
اروپايي ټولنې په افغانستان کې د اقتصادي ودې لپاره نږدې ۲۰ میلیون یورو ځانګړي کړل
-
نړۍ2 days ago
د سوریې په یوه ډلهییز قبر کې لږ تر لږه ۱۰۰ زره جسدونه براته دي – راپور
-
نړۍ3 days ago
ټرمپ او نتانیاهو پر غزه او سوریه خبرې وکړې
-
سیمه ییز خبرونه1 day ago
په مسکو کې د روسیې د اټومي دفاعي ځواکونو قومندان د یوې چاودنې له کبله ووژل شو
-
تازه خبرونه2 days ago
د کابل په دارالامان سیمه کې د ډیپلوماټیک ښارګوټي توپوګرافیکه سروې بشپړه شوه
-
لوبی1 day ago
آریانا زاډیو ټلویزیون د IPL سیالیو د خپرولو تړون لاسلیک کړ
-
تازه خبرونه3 days ago
اسلامآباد اوس له کابل سره خبرو ته چمتو شو