تازه خبرونه
انګلستان ډېرو افغان ژباړونکیو ته د استوګنې اجازه ورکوي

انګلستان د افغانستان ژباړونکیو ته په دې هېواد کې د پاتې کیدو او اوسیدو نوی طرحه په ډاګه کړې ده.
د بریتانیا دفاع وزیر بین والاس او کورنیو چارو وزیر پریتي پاتل څرګنده کړې؛ دا بدلونونه به په افغانستان کې د بریتانیاوي ځواکونو پخوانیو ژباړونکیو ته آسانتیاوې رامنځته کړيو چې په دې هېواد کې د اوسیدو غوښتنه وکړي.
هغه پخواني ژباړونکي، چې د ۲۰۰۶ کال له می میاشتې مخکې او یا لږ تر لږه ۱۲ میاشتې یې له برتانیاوي سرتېرو سره په لومړۍ لیکه کې کار کړی او بیا یې خپلې دندې له لاسه ورکړي؛ اوس دا حق لري، چې انګلستان ته د کډوالۍ لپاره غوښتنلیک وړاندې کړي.
د دغې طرحې له مخې؛ د دغو ژباړونکیو کورنۍ هم کولی شي د دې طرحې له آسانتیاوو ګټه پورته او سفر ته ځانونه چمتو کړي.
میرمن پاتل څرګنده کړې: زړورو افغانانو زمونږ له وسلوالو ځواکونو سره په ګډه کار وکړ، چې ترهګرو ته ماتې ورکړي او د سولې لپاره خپل ژوند له خطر سره مخ کړي.
د هغې د څرګندونو له مخې؛ نن مونږ خپله ژمنه پوره کوو او د دوی قرباني په رسمیت وپېژنو او د دوی د ځای پر ځای کولو طرحه پراخوو، چې زړور افغانان او د هغوی کورنۍ وکولی شي په انګلستان کې نوی ډاډمن ژوند رامنځته کړي.
والاس ویلي: په افغانستان کې به د دغو زړورو ژباړونکیو له مرستو پرته زمونږ هڅې دومره آسانه نه وای، چې د جګړې پرمهال یې زمونږ له پرسونل سره کار کولو لپاره خپل ژوند په خطر کې اچولی و.
هغه زیاته کړې: هغوی هغه وخت موږ یوازې پرینښودو او اوس به مونږ هغوی یوازې نه پریږدو. دا خورا مهمه ده؛ مونږ له هغو خلکو څخه باید د ملاتړ سم سیستم ولر، چې غواړي انګلستان ته ولاړشي او له همدې کبله مونږ غواړو دا ښاغلي نور هم ډاډمن کړو، چې ډېر خلک د کډوالۍ لپاره غوښتنلیکونه لري.
والاس زیاته کړې؛ کورنیو چارو او دفاع وزارتونو تل د سیاسي مسلو په ګوته کولو او د بریتانیا ارزښتونو ته د وده ورکولو لپاره به په ګډه کار کوي.
انګلستان په په ډاګه کړې، چې په دې طرحه کې بدلونونه به د اکتوبر په میاشت کې پلي شي او بیا به یې د پلي کیدو پړاو رارسیږي.