لوبی
انګلستان په نړیوال جام کې ایران ته ۶-۲ ماته ورکړه

انګلستان د دوشنبې پر ورځ د قطر په فوتبال نړیوال جام سیالیو کې ایران ته ۶-۲ ماتې ورکړه.
په فیفا نړیوال جام کې؛ جود بلینګام د ایران پر وړاندې انګلستان ته لومړی ګول وواهه.
په فیفا نړیوال جام کې ؛ د ایران پر وړاندې د انګلستان لخوا “بوکایو ساکا” دوه یم او رحیم سترلینګ درېیم ګول وواهه.
دا ګولونه د لومړۍ نیمايي لوبې ښه مناسبه استازولي وه، چې انګلستان پر پرلپسې توګه ایران ته ګوزار ورکړ.
په دوه یمه نیمایي کې لوبې لږ څه بدلون وکړ او دواړه لوبډلې چټکې شوې.
ایران په ۶۵ مه دقیقه کې د خپل ستوري مهدي طارمي د علی قلي زاده پر ښه پاس تر لاسه کولو یو ګول وواهه.
څو دقیقې وروسته تازه دمي مارکوس رشفورد، چې یوازې یوه دقیقه مخکې یې ډګر ته وردانګلي وه؛ ګول ووهه او بیا بل تازه دمي جیک ګریلیش له لنډې دمې وروسته شپږم ګول تر سره کړ.
په لومړۍ نیمايي کې د ایران ساتونکی علیرضا بیرانوند له خپل مدافع سره سخت ټکر وکړ، چې سر یې ټپي شو، خو له درملنې وروسته بېرته لوبې ته راستون شو.
ایران د لوبې په بهیر کې هڅه وکړه او دوه یم ګول یې وواهه؛ خو لوبه ۲ پر ۶ د انګلستان په ګټه پای ته ورسېده.