تازه خبرونه
انټوني بلینکن د غني له یوې وروستۍ ټیلیفوني اړیکې پرده پورته کړه

انټوني بلینکن په یوه نوې مرکه کې ويلي؛ یوه ورځ مخکې له دې، چې اسلامي امارت کابل ته دننه شي اشرف غني ورته په ټیلیفوني خبرو کې په سوله ییزه توګه د واک سپارلو ډاد ورکړی و.
نوموړي زیاته کړې: اشرف غني ورته ویلي وه، چې د دوحې له تړون څخه د اسلامي امارت د سرغړونې په صورت کې به تر خپلې وروستۍ سلګۍ جګړه وکړي؛ خو په سبا یې د ژمنې له عملي کولو پرته له افغانستان څخه وتښتید.
د طالبانو په مشرۍ د اسلامي امارت د نوي حکومت له کار څخه څه باندې دوه میاشتې تیریږي؛ خو تر اوسه د دغې پوښتنې ځواب، چې د اشرف غني په مشرۍ پخوانی حکومت ولې په یوه ورځ کې رانسکور شو، نه دی موندل شوی.
د تېر نظام د ژر نسکوریدو پړه امریکا پر اشرف غني او د تېر حکومت چارواکي یې پر امریکا اچوي؛ خو د مسوولیت منلو ته یې تر دې دمه یو لوری هم حاصر شوی ندی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلینکن په خپله نوې مرکه کې د افغانستان د پخواني حکومت د ژر نسکوریدو پړه پر اشرف غني اچوي او له اشرف غني سره د وروستۍ ټیلفوني اړیکې جزییات داسې بیانوي: مونږ له سقوط څخه یوه ورځ مخکې له ولسمشر غني سره ټیلیفوني خبرې درلودې؛ مونږ فشار راوست، چې ډاډه شو. هغه چمتو و له هغه پلان سره سم، چې مونږ غوښتل عملي یې کړو؛ پرمخ ځي او د هغه له مخې به په سوله ییز توګه نوي حکومت ته، چې مشري به یې د طالبانو پرغاړه وي واک لیږدول کیږي، چې د هغه په رڼا کې به بیا ټولګډونه حکومت، چې د ټولنې ټول افغانان به په کې برخه لري رامنځته شي. هغه په ټیلیفون کې راته وویل، چې هغه دې کار ته حاضر دی او که طالبان له پلان سره سم مخته لاړ نشي؛ نو حاضر دی، چې تر وروستۍ سلګۍ جګړه وکړي؛ خو په سبا یې وتښتید.
سره له دې، چې د امریکا پوځي چارواکي او سیاسي احزاب د امریکا له متحدینو سره یوځای له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر کړنلارې نیوکه کوي او هغه په نړیواله کچه د امریکا د حیثیت ماته بولي؛ خو د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې خپله موخه، چې د بن لادن وژل ول ترلاسه او نه یې غوښتل نور په افغانستان کې پاتې شي.
امریکا همداراز د خپلو اتباعو او افغان همکارانو خوندي ایستلو ته ژمن پاتې شو؛ خو افغانستان ورسره مادي او معنوي زیان ولید.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر انټونی بلینکن وایي: مونږ له خپل ۷۰۰ کسیز ټیم سره یوځای د بهرنیو چارو په وزارت کې په اوونۍ کې ۲۴ ساعته کار کوو، د امریکايي وګړیو او افغان همکارانو د خوندي ایستلو بهیر هره ورځ روان دی او تر هغې، چې خپله ژمنه مو نه وي پوره کړي؛ خپلې هڅې به روانې ساتو.
امریکا او د پخواني حکومت چارواکي د رامنځته کېدونکي معنوي، اقتصادي او مالي ناورین له مسوولیته تېښتي؛ خو د افغانستان عام او خاص وګړي یې له ستونزو سره مخ کړي دي. په داسې حال کې، چې د افغانستان د خلکو لپاره دا مهمه نده، چې په هېواد کې د روان ناورین مسوول امریکایان دي که د تېر حکومت چارواک اشرف غني. هغه څه، چې اوس د افغانستان د خلکو لپاره پر هیلې بدل شوي د افغانستان په نوم هېواد کې د ژوندي پاتې کیدو لپاره د یوې مړۍ ډوډۍ موندل دي او بس.
ــــــــ
کمپاین- مرستې ته سترګې پر لاره!
د خپلو نغدي مرستو لپاره لاندې اوبپاڼې ته ورشئ:
www.helpafg.org
آریانا نیوز او آریانا نړیوالې ټلویزیوني شبکې؛ د بیات بنیاد له دې نوښته، چې په افغانستان کې اړمنو کورنیو ته د خوراکي توکو د برابرولو لپاره بسپنې راټولوي، هر اړخیز ملاتړ کوي.
مونږ د بیات بنیاد د رسنیز همکار په توګه له تاسې د مرستې غوښتنه کوو، چې دا بنسټ وکولی شي په دې سخت وخت کې د افغان اړمنو کورنیو ته خواړه چمتو کړي.
که له کومې ستونزې سره مخ شوئ پر لاندې برښنا لیک اړیکې ونیسئ:
info@bayatfoundation.org
تازه خبرونه
د څه باندې شل میلیارډ افغانيو پر ارزښت د برښنا ۱۰ پروژې لاسليک شوې
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې له یادو قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پروژو چارې منظمې ترسره کړي.

نن( پنجشنبه د وري پر اوومه) د هېواد د رسنیو په مرکز کې د شل میلیارډ افغانیو پر ارزښت د دوه سوه اتهویشت میګاواټه برښنا د تولید تړونونه لاسلیک شول.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په دې مراسمو کې له یادو قراردادي شرکتونو څخه غوښتنه کړې، چې د دې پروژو چارې منظمې ترسره کړي.
د برښنا شرکت مسوولینو ويلي، چې له دې سره به د افغانستان برښنا تولیدي کچه لوړه او همدارنګه سلګونه کسانو ته کاري زمینه برابره شي.
په دې قردادونو کې د برښنا تولید په بېلا بېلو ولایتونو کې ترسره کیږي.
نوموړي زياته کړې؛ دا پروژې، چې له کورنیو او بهرنیو شرکتونو سره لاسلیک شوي؛ په کې د ۲۲۸.۴۵ مېګاواټه بادي، حرارتي (ګازي) او لمریزې برښنا تولید لپاره د سب سټېشنونو جوړول او مزو غځول شامل دي.
د برښنا شرکت مسوولینو ویلي؛ دا پروژې په لاندې ډول دي:
۱- د بلخ ولایت په دهدادي ولسوالي کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۲- په هرات ولایت کې د ۵ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۳- په لغمان ولایت کې د ۱۰ مېګاواټه لمرېزې برښنا تولید
۴- په هرات ولایت کې د ۴۲ مېګاواټه بادي برښنا تولید
۵- د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د سب سټېشن جوړول
۶- د ننګرهار په شیخ مصري کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۷- د جوزجان ولایت په شبرغان کې د ۵۰ مېګاواټه حرارتي (ګازي) برښنا تولید
۸- د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د ۴۰ مېګاواټه لمریزې برښنا تولید
۹- له زابل څخه تر کندهار پورې د غځېدونکې پروژې د پاتې چارو بشپړول او په سب سټېشنونو کې یې د SVC سسټمونو نصبول
۱۰- له کجکي څخه تر کندهار پورې د ۱۱۰ کیلو ولټ برښنامزې د غځولو پاتې چارې بشپړول.
د اقتصاد وزارت چارسمبالي( سرپرست) دین محمد حنیف د څرګندونو له مخې؛ افغانستان باید د برښنا د تولید په برخو کې پانګونه ډېره کړي، چې پر ځانبسیاینې ته ورسیږي.
افغانستان هرکال میلیونونه افغانۍ بهرنيو هېوادونو ته د برښنا لګښت ورکوي .
د یادونې ده، چې بیاتپاور شرکت لومړنی افغان شرکت دی، چې له ګاز څخه برښنا تولیدوي او په تېرو پېنځه کلونو کې یې د یو میلیارډ کیلو ولټ ساعت برښنا تولید کړې او د خلکو له تود هرکلي سره مخ شوی دی.
تازه خبرونه
د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي وړاندې کړه
د شیخ هبةالله آخوندزاده د مبارکۍ په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه د وري اوومه/ د رمضان المبارک اووهویشتمه) خپور شوی راغلي: “مسلمانانو وروڼو! راځئ له الله تعالی سره خپله ژمنه تازه او پیاوړې کړو، چې د الله تعالی نافرماني او د شیطان پیروي به نهکوو.”

د اسلامي امارت رهبر شیخ هبةالله اخوندزاده د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت پخپل خپاره شوي پیغام کې “ ټولو مسلمانانو ته د زړه له کومې مبارکي” ویلې او له هغوی یې وغوښتل، چې “د شیطان پیروي ونکړي.”
د شیخ هبةالله آخوندزاده د مبارکۍ په دې پیغام کې، چې نن (پنجشنبه د وري اوومه/ د رمضان المبارک اووهویشتمه) خپور شوی راغلي: “مسلمانانو وروڼو! راځئ له الله تعالی سره خپله ژمنه تازه او پیاوړې کړو، چې د الله تعالی نافرماني او د شیطان پیروي به نهکوو.”
په دې پيغام کې له هېوادوالو غوښتل شوي، چې له خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي؛ ځکه په وينا يې د مجاهدینو او امنیتي ارګانونو د شپو او ورځو زحمتونو نتیجه ده چې نن په ټول افغانستان کې امن دی.
دغه راز څرګندوي؛ هېوادوال مو باید د مغرضو کړیو او استخباراتي ټولنو پر هغو تبلیغاتو باور ونکړي، چې د خلکو د مایوسه کولو کوښښ کوي یا د فقر او اقتصادي مشکلاتو اندېښنې خپروي.
همدارنګه له نړيوالو او ټولو خواوو غوښتنه شوې، چې د افغانستان د خلکو معتقداتو او ارزښتونو ته درناوی وکړي او د افغانستان په کورنیو چارو کې له لاسوهنې ډډه وکړي او په هېواد کې د ثبات، امنیت او پرمختګ مخنیوی ونکړي.
هغه زياته کړې؛ اسلامي امارت کوښښ کوي، چې ستاسو ژوند ښه او پیاوړی شي.
د اسلامي امارت رهبر له افغانانو وغوښتل، چې د اسلامي امارت له لاسته راوړنو او په افغانستان کې د هر اړخیز امنیت شکر ادا کړي.
د شیخ هبةالله د څرګندونو له مخې؛ “مونږ دا ورځ( کوچنی اختر) په یوه امن او خوشحاله فضا کې نمانځو. یو وخت په دې ورځ له کورونو څخه د افغانانو جسدونه راویستل کېدل، په دې ورځ مونږ بمبارډ کېدو، په دې ورځ زمونږ کورونه تلاشي کېل او زندانونو ته اچول کېدو؛ خو اوس د الله پاک شکر دی دا ورځ د امن او سوکالۍ ورځ ګرځېدلې ده.”
د اسلامي امارت رهبر یو ځل بیا د شرعي حدودو او احکامو پر پلي کولو ټینګار کړی او تر خپلې قومندې لاندې محکمو ته یې امر کړی، چې “له شریعت سره سم” شرعي حدود پلي کړي؛ ځکه، چې”همدا مو د جهاد او قربانیو لوی هدف و.”
شیخ هبةالله خپلو محتسبانو او د اسلامي امارت تعلیمي ادارو ته یې هم د خلکو د اصلاح امر کړی، چې په ټولو تعلیمي برخو کې د عقایدو او کړنو اصلاح ته جدي پاملرنه وکړي او نصابونه له شریعت سره سم تنظیم کړي؛ خو د اختر په دې پیغام کې د ښځو او نجونو د زدکړې په اړه کومه یادونه نده شوې.
په دې پیغام کې د اسلامي امارت رهبر د فلسطین پر خلکو د اسرائیلو د بریدونو غندنه وکړه.
د اسلامي امارت رهبر ویلي دي: “مونږ د فلسطین پر مظلومو خلکو د صهیونیسټ رژیم وحشیانه بریدونه او بمبارډ غندو او دا یو لوی ظلم او وحشت ګڼو. مونږ د فلسطین د خلکو د مشروع غوښتنو ملاتړ کوو.”
د اسلامي امارت رهبر د اسلامي نړۍ له نورو هېوادونو هم وغوښتل، چې د خپل وس له مخې د فلسطین د خلکو ملاتړ وکړي، چې خپل غصب شوي حقونه بېرته ترلاسه کړي.
د پیغام په پای کې د اسلامي امارت مشر یو ځل بیا مسلمانانو وروڼو ته د کوچني اختر مبارکي وړاندې کړې او له هغوی یې غوښتي، چې د هغه لپاره دعا وکړي؛ ځکه، چې د امیر لپاره دعا کول واجب دي.
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې له خپلو وګړو د خوراکي توکو زیرمه کول وغوښتل
اروپايي چارواکي غواړي یوه “سټراټیژیک زیرمه” جوړه کړي، چې طبي تجهیزات، انرژي، ټرانسپورټ او د اور وژنې الوتکې په کې وي.

اروپايي ټولنې له خپلو خلکو وغوښتل، چې لږ تر لږه د ۷۲ ساعتونو لپاره خوراکي توکي، اوبه او نور د ادتیا وړ توکي زیرمه کړي.
دا پرېکړه د جګړې، سایبري بریدونو او د اقلیمي بدلونونو د مخ پر زیاتېدونکو ګواښونو له کبله رامنځته شوې ده.
اروپايي ټولنې د چارشنبې پر ورځ(د وري شپږمه ) څرګنده کړې؛ د امنیتي خطرونړ د زیاتېدو له کبله غړي هېوادونه باید له احتمالي ناورینونو سره د مقابلې لپاره ښه چمتووالی ولري.
دې ټولنې ټینګار کړی، چې یوازې پر بېړنيو غبرګونونو تکیه کول بسنه نهکوي؛ خلک باید ځانونه بېړني حالت ته چمتو کړي.
د اروپايي ټولنې د ناورین د مدیریت کمیسیون غړې هدجه لحبیب ویلي، چې د اروپا امنیتي ګواښونه ډېر پېچلي شوي او وګړي باید چمتو وي.
نوموړې د خوړو، درملو، د اسنادو او لنډو راډیوګانو څپو د پېژندنې د زیرمه کولو پر اړتیا ټینګار وکړ.
دا خبرداری په داسې حال کې ورکول کېږي، چې ناټو تر ۲۰۳۰ کال پورې د روسیې د نوي برید د احتمال پر اړه خبرداری ورکړی دی.
اروپايي ټولنه د مسکو له وروستیو ګواښونو وروسته پخپلې امنیتي پالیسۍ بیاکتنه کوي.
اروپايي چارواکي غواړي یوه “سټراټیژیک زیرمه” جوړه کړي، چې طبي تجهیزات، انرژي، ټرانسپورټ او د اور وژنې الوتکې په کې وي.
اروپايي ټولنې له غړو هېوادونو غوښتي، چې د ناورین په مدیریت کې نوره ډېره همغږي ولري.
لحبيب ويلي، چې نور بېړني غبرګونونه بسنه نکوي او بايد ډېر چمتووالی ونيول شي.
لحبیب زیاته کړې، چې د ناورین په وخت کې د ژوندي پاتې کېدو او له ۷۲ ساعتونو څخه د تېریدو لپاره اړین خوراکي توکي، د څښاک اوبه، څراغونه، پاوربانک، راډیوګانې، نغدې پیسې او درمل وي.
-
تازه خبرونه4 days ago
اروپايي ټولنې له خپلو وګړو د خوراکي توکو زیرمه کول وغوښتل
-
سوداگري4 days ago
افغانستان د خواف-هرات اوسپنې پټلۍ له لارې اروپا ته صادراتي توکي ولېږدول
-
تازه خبرونه5 days ago
افغانستان له آمو سیند څخه خپله برخه اوبه ترلاسه کوي – ازبکستان
-
سوداگري4 days ago
افغانستان ته د روسیې د مایع ګازو صادرات زیات شول
-
تازه خبرونه4 days ago
د اسلامي امارت رهبر د کوچني اختر د رارسېدو په مناسبت افغانانو ته مبارکي وړاندې کړه
-
څار4 days ago
څار: د تورې بحیرې په اړه د اوکراین او روسیې تړون
-
تحول4 days ago
تحول: د ایران او امریکا ترمنځ د تاوتریخوالي له ډېرېدو اندېښنې
-
د هوا حالاتو بدلونونه5 days ago
افغانستان د اوبو پر زیربناوو پراخې پانګونې ته اړتیا لري-هبیتات