تازه خبرونه

اندونیزیا افغانستان ته د روغتیايي همکاريو او تحصیلي بورسیو ډاډ څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: )

د اندونیزیا د سرې میاشتې او د جوماتونو شورا رییس او د اندونیزیا د ولسمشر پخواني مرستیال محمد یوسف کالا او مل پلاوي یې په کابل کې د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقی سره ولیدل.

په کتنه کې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ پر سیاسي، اقتصادي، سوداګریزو او د ولسونو ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیاخبرې شوې دي.

بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې؛ محمد یوسف کالا په دغې لیدنه کې ویلي، چې اندونیزیا له افغانستان سره د روغتیا په ګډون په بېلابېلو برخو کې همکاري غواړي او افغان زده‌کړیالانو ته تحصیلي بورسیې ورکوي.

دغه راز امیرخان متقي ویلي، چې افغانستان د خپل ستراتیژیک موقعیت له مخې چمتو دی، چې د منځنۍ او جنوبي آسیا ترمنځ پانګونې ،سوداګریزۍ او ټرانزیټ اسانتیاوې رامنځته کړي.

امیر خان متقي زیاته کړې؛ افغانستان اوس د سیمې له هېوادونو سره د همغږۍ له مخې پر سترو سیمه‌ییزو اقتصادي پروژو کار کوي، چې په کې د کاسا ۱۰۰۰ د انرژۍ پروژه، ټاپي او افغان- ټرانس شامل دي.

په دې پلاوي کې د قوانینو او بشري حقونو پخوانی وزیر عبدالحمید اول الدین او د اندونیزیا د انرژۍ او کانونو پخوانی وزیر سعید سودیرمن هم د سرې میاشتې او جوماتونو شورا د رییس محمد یوسف کالا ملتیا کوي.

ویل کیږي، چې له نړیوالې ټولنې سره د افغانستان اړیکې مخ پر پراخېدو دي او غواړي، چې د جنوب ختیځې آسیا له هېوادونو سره هم خپلې اړیکې پراخې کړي.

Trending

Exit mobile version