تازه خبرونه
امیر خان متقي د امریکا له ځانګړي استازي سره پر دوه اړخیزو همکاریو خبرې وکړې
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه، چې نن پنجشنبه( د کب نههویشتمه) ترسره شو په کې پر دوه اړخیزو اړیکو، بندیانو تبادلې او په امریکا کې افغانانو ته قونسلي خدماتو چمتو کولو خبرې وشوې.

د بندیانو په چارو کې د امریکا د ولسمشر ځانګړي استازي ادم بوئلر او د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت له چارسمبالی( سرپرست) امیر خان متقي سره ولیدل.
د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ دا لیدنه، چې نن پنجشنبه( د کب نههویشتمه) ترسره شو په کې پر دوه اړخیزو اړیکو، بندیانو تبادلې او په امریکا کې افغانانو ته قونسلي خدماتو چمتو کولو خبرې وشوې.
امیر خان متقي کابل ته د ياد پلاوي راتګ په دوه اړخيزو اړيکو کې ښه پرمختګ بللی او يوځل بيا يې ټينګار کړی، چې اسلامي امارت د خپل متوازن بهرني سياست په رڼا کې ټولو لوريو سره مثبتې اړيکې غواړي.
هغه زياته کړې:«دا مهمه ده، چې افغانستان او امریکا پر دې وتوانېږي، چې مسئلې د خبرو له لارې اوارې کړي. پکار ده، چې دواړه هېوادونه د شل کلنې جګړې له اغېزو راووځي او يو له بل سره سياسي او اقتصادي مثبتې اړيکې ولري»
د بنديانو په چارو کې د امريکا د ولسمشر ځانګړي استازي اډم بوئلر ويلي، چې د افغانستان او امريکا ترمنځ د بنديانو په برخه کې پرمختګ د باورجوړونې پر لور ښه ګام دی او په افغانستان کې يې د مخدره موادو پرخلاف او د امنيت د ټينګښت پر لوري هڅې د ستاينې وړ یادې کړې.
دواړو لوريو د خبرو پر دوام ټينګار وکړ او د خبرو له لارې يې د اړيکو تقويت مهم وباله.