تازه خبرونه
امنیتي ځواکونو په غزني کې د طالبانو زندان مات کړی

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
د افغانستان دفاع وزارت په ډاګه کړې، چې افغان کوماندو ځواکونو تېره شپه د غزني ولایت د قره باغ ولسوالۍ په مشکي سیمه کې د طالبانو پر زندان عملیات تر سره کړي او ۸ هېوادوال یې د هغو له بنده ژغورلي دي.
یاد وزارت په ډاګه کړې، چې راخوشې شوي کسان ۴ سرتېري، دوه پولیس او دوه ولسي پاڅونوال دي.
طالبانو تر دې دمه د دغې پېښې په اړه څه ندي ویلي.
غزني ولایت د هېواد د مرکزي سیمو یو ناامنه ولایت دی، چې وسلوال طالبان یې په لیرې پرتو ولسوالیو کې پراخ شتون لري.