تازه خبرونه
امر الله صالح د کابل پوهنتون د برید وروستۍ موندنې په ډاګه کړې

د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح نن (دوشنبه د لړم ۱۹) پر کابل پوهنتون د برید په اړه یو لړ پرمختګونه په ډاګه کړي دي.
امرالله صالح ویلي؛ د دوی موندنو ښودلې، چې پر کابل پوهنتون برید کوونکیو په وروستي ثانیو کې، چې امنیتي ځواکونو پرې چت سوری کړ او ورورسیدل؛ نو د لاسي بمونو پر چاودنو یې خپل لاسونه والوزل او ووژل شول.
د صالح د څرګندونو له مخې؛ د برید ګرو دا کار ښیي، چې دوی مخکې هم د جرمونو د تر سره کولو پر تور نیول شوي او بایو متریک یې کړی و.
نوموړي زیاته کړې؛ د پرمختللې تکنالوژۍ پر کارولو او له بهرنیو متحدینو څخه د جسدونو په پېژندلو کې مرسته غوښتل شوې، خو هغه دمګړۍ نشي کولی په دې پړاو کې د عملیاتي خوندیتوب او پاتې څېړنو له لپاره نور پرمختګونه په ډاګه کړي.
د کابل پوهنتون برید، چې داعش یې پړه پر غاړه اخیستې؛ لږ تر لږه په کې د نجونو په ګډون ۳۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ نور ټپیان دي.
دغه راز امرالله صالح ویلي، چې پخوانی خبریال او د مرکزي بانک کارمند یما سیاوش د آر دي اکس توکو پر چاودنه، چې د موتر تانکۍ ته نږدې ورته ځای پر ځای شوي وه؛ وژل شوی دی. د هغه په وینا، دا چاودیدونکي توکي دوه کیلو ګرامه ول، چې په کور دننه ندي جوړ شوي، بلکې پوځي کاروونکي توکي نومیږي.
یما سیاوش او د هغه دوه همکاران دوه ورځې مخکې (شنبه د لړم ۱۷) د کابل په نهمه ناحیه کې د یاد ماین په چاودنه کې وژل شوي دي.
دې برید د ګڼشمیر خلکو غبرګونونه راوپارول او د یو شمېر بهرنیو هېوادونو او نړیوالو بنسټونو لخوا په کلکه وغندل شو.
تر دې دمه د دغه برید پړه کومې ډلې پرغاړه نده اخیستې.