Connect with us

تازه خبرونه

امریکا پر افغان حکومت او طالبانو ټینګار کوي څو بندیان خوشې کړي

خپور شوی

د

(Last Updated On: کب ۱۶, ۱۳۹۸)

امریکا پر طالبانو او افغان حکومت ټینګار کوي څو ژرترژره د بندیانو د خوشې کولو اړوند خپلو دریځونو کې توپیر راوړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په افغانستان کې پر طالبانو او حکومت دواړو غږ کوي څو د بندیانو د خلاصولو لپاره خپلو دریځونو کې بدلون راوړي. مایک پومپیو د افغان حکومت هغه دریځ ته اشاره کوي چې لنډ وخت کې یې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون له پرېکړې سره مخالفت کړی دې. دې وایي: “اوس د خبرو اترو لپاره لار هواره شوې. افغانان باید دا فرصت له لاسه ورنکړي.”

واشنګټن بوخت دي څو افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خلاصولو ته اړ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشنګټن خپل فشار ته دوام ورکوي، څو په دریځونو کې نرمښت راولي، او د بندیانو خلاصولو لپاره عملي خبري پیل کړي.

همداراز مایک پومپیو ویلي: “موږ یعنی متحده ایالاتو، افغانانو ته لار پرانیستې، څو د خبرو میز ته حاضر شي، او د خپل هېواد د راتلوونکې په تړاو پرېکړه وکړي. مونږ تاسو سره یوو او مرسته به وکړو. دا فرصت له لاسه مه ورکوې.”

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، امریکایي ځواکونه به په  ۱۳۵ ورځو کې ۸۶۰۰ ته را ټیټیږي، او د ۹ میاشتو په اوږدو کې، که طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړ، ټول امریکایي ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي.

ډونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، وایي: “د ټول افغانستان پر وړاندې ستره پوښتنه ده، مونږ له هر چا سره ډېر ښه مخته ولاړو، مونږ باید خپل خلک بېرته خپل کور ته راستانه کړو، مونږ باید هغه ځای پرېږدو، نه غواړو د شلو یا سلو نورو کلونو لپاره هلته ووسوو، خپل ځواکونه را ستنوو.”

اوس چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شوې، طالب جنګیالیو پر افغان ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي، کوم بریدونه  چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نیوکه یې را پارولې ده.

مایک پمپیو، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، ویلي: “د افغانستان په ځینو برخو، د تېرو څو ورځو په اوږدو کې د تاوتریخوالي زیاتیدل منلو وړ نه دي، له شک پرته تاوتریخوالی باید ژرترژره سولې ته د لاس رسي په موخه کم شي، پوهیږم چې د سولې خوا پرته لار ستونزمنه ده.”

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې ولسمشر غني ویلي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصولو لپاره ژمنه نشي کولې، او په خبره یې، امریکا واک نه لري چې دا بندیان خوشې کړي.  د ملي امنیت پخواني مشر، رحمت الله نبیل، هم ویلي دا به لویه تېروتنه وي چې پنځه زره طالب بندیان د پوره اوربند په نه شتون او پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په شتون کې له بند څخه خوشې کړای شي.

تازه خبرونه

د ټاپي ګاز شرکت اجرائیه رییس د پروژې له پرمختګه خوښ شو

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

د کانونو او پټرولیم وزیر شهاب الدین دلاور د پنجشنبې پر ورځ ( د وري نهمه ) د ټاپي پروژې له اجرائیوي رییس او په کابل کې د ترکمنستان له سفیر سره وکتل او د دغې پروژې د پرمختګ په اړه یې خبرې وکړې.

د ترکمنستان او افغانستان، پاکستان او هند (ټاپي) د ګازو نلیکې د پروژې اجرائیوي رییس مراد امانوف د پروژې له وروستي پرمختګه ډخوښي وښوده او د پروژې د عملي پیل په اړه یې خبرې وکړې.

د افغانستان د کانونو او پټرولیم وزارت چارسمبالي شهاب الدین لاور ويلي، چې د ټاپي پروژې لومړني کارونه چټک روان دي او په نږدې راتلونکي کې به د دې نلليکې د غځولو چارې پيل شي.

ویل کیږي، چې د ترکمنستان سفیر یاد هېواد ته د افغان پلاوي د وروستي سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او څرګندوي، چې په نږدې راتلونکي کې به د دغه هېواد یو پلاوی هرات ولایت ته سفر وکړي.

TAPI د طبیعي ګاز یوه نللیکه ده، چې د آسیا پراختیایي بانک په ګډون د ګالکینیش – TAPI نللیکې شرکت له‌خوا پراختیا مومي.

دغه نللیکه به د ترکمنستان له ګالکینیش ګازو څخه طبیعي ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او بیا هند ته لېږدوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

تحول: په افغانستان کې د بریټانیا د پوځي ماموریت ارزونه

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

په فاریاب او سرپل کې سېلابونو ځاني او مالي زیانونه اړولي

Published

on

(Last Updated On: وری ۹, ۱۴۰۳)

سیمه‌ییزو چارواکو ویلي؛ د سېلابونو له کبله دوه کسانو خپل خوږ ژوند له لاسه ور کړی او د مالي زيانونو تر څنګ د دې دوه ولايتونو د يو شمېر ولسواليو د تګ راتګ لارې هم تړل شوې دي.

دوی زياته کړې، چې پر کرنيزو ځمکو، استوګنې کورونو، د ښار او کلي تر منځ د پلونو پر نړېدو سربېره سېلابونو د خلکو ژوند له ستونزو سره مخ کړى دى.

د يادونې ده، چې د سېلابونو له کبله زيانمنې شوې کورنۍ له دولت او مرستندويه ادارو څخه د بېړنیو مرستو غوښتنه کوي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!