Connect with us

تازه خبرونه

امریکا پر افغان حکومت او طالبانو ټینګار کوي څو بندیان خوشې کړي

خپور شوی

د

امریکا پر طالبانو او افغان حکومت ټینګار کوي څو ژرترژره د بندیانو د خوشې کولو اړوند خپلو دریځونو کې توپیر راوړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر وایي، هېواد یې په افغانستان کې پر طالبانو او حکومت دواړو غږ کوي څو د بندیانو د خلاصولو لپاره خپلو دریځونو کې بدلون راوړي. مایک پومپیو د افغان حکومت هغه دریځ ته اشاره کوي چې لنډ وخت کې یې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصون له پرېکړې سره مخالفت کړی دې. دې وایي: "اوس د خبرو اترو لپاره لار هواره شوې. افغانان باید دا فرصت له لاسه ورنکړي."

واشنګټن بوخت دي څو افغان حکومت د ۵۰۰۰ طالب بندیانو خلاصولو ته اړ کړي. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وایي، واشنګټن خپل فشار ته دوام ورکوي، څو په دریځونو کې نرمښت راولي، او د بندیانو خلاصولو لپاره عملي خبري پیل کړي.

همداراز مایک پومپیو ویلي: "موږ یعنی متحده ایالاتو، افغانانو ته لار پرانیستې، څو د خبرو میز ته حاضر شي، او د خپل هېواد د راتلوونکې په تړاو پرېکړه وکړي. مونږ تاسو سره یوو او مرسته به وکړو. دا فرصت له لاسه مه ورکوې."

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک تر لاسلیک وروسته، امریکایي ځواکونه به په  ۱۳۵ ورځو کې ۸۶۰۰ ته را ټیټیږي، او د ۹ میاشتو په اوږدو کې، که طالبان په خپلو ژمنو عمل وکړ، ټول امریکایي ځواکونه به له افغانستان څخه ووځي.

ډونالد ټرمپ، د امریکا ولسمشر، وایي: "د ټول افغانستان پر وړاندې ستره پوښتنه ده، مونږ له هر چا سره ډېر ښه مخته ولاړو، مونږ باید خپل خلک بېرته خپل کور ته راستانه کړو، مونږ باید هغه ځای پرېږدو، نه غواړو د شلو یا سلو نورو کلونو لپاره هلته ووسوو، خپل ځواکونه را ستنوو."

اوس چې له طالبانو سره د سولې هوکړه لاسلیک شوې، طالب جنګیالیو پر افغان ځواکونو بریدونه له سره پیل کړي، کوم بریدونه  چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر نیوکه یې را پارولې ده.

مایک پمپیو، د امریکې د بهرنیو چارو وزیر، ویلي: "د افغانستان په ځینو برخو، د تېرو څو ورځو په اوږدو کې د تاوتریخوالي زیاتیدل منلو وړ نه دي، له شک پرته تاوتریخوالی باید ژرترژره سولې ته د لاس رسي په موخه کم شي، پوهیږم چې د سولې خوا پرته لار ستونزمنه ده."

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې ولسمشر غني ویلي چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو د خلاصولو لپاره ژمنه نشي کولې، او په خبره یې، امریکا واک نه لري چې دا بندیان خوشې کړي.  د ملي امنیت پخواني مشر، رحمت الله نبیل، هم ویلي دا به لویه تېروتنه وي چې پنځه زره طالب بندیان د پوره اوربند په نه شتون او پاکستان کې د ترهګرو د پټنځایونو په شتون کې له بند څخه خوشې کړای شي.

تازه خبرونه

د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي –  ستانکزی

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

Published

on

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ويلي، له رسنیو باید داسې ملاتړ وشي، چې د حکومت او دوی ترمنځ واټن رامنځته نشي.

شېرمحمد عباس ستانکزي په کابل کې د اسلامي نظام په ټینګښت کې د رسنیو رول تر سرلیک لاندې په یوه سیمینار کې زیاته کړې؛ رسنۍ د نړۍ په تبلیغاتي جګړه کې بنسټیز رول لوبوي او پر اسلامي امارت لازمه ده، چې پرې له فشارونو ډډه وکړي او پرېږدي، چې رسنۍ د هېواد په پرمختګ او هوساینه کې خپل رول په آزاده توګه ولوبوي.

نوموړي په دې اړه ویلي: " د دوی (رسنیو) ستونزې باید واورېدل شي، د دوی غږ باید واورېدل شي، د دوی لپاره باید داسې چاپېریال برابر شي، چې په ازاده توګه خپل کارونه ترسره کړي."

ستانکزي زیاته کړې، د هېواد د رسنیو په اړه باید داسې نظر وي، چې دواړه لوري یو بل ته د اجنبی په سترګه ونه‌ګوري او اسلامي امارت پر رسنیو له فشار راوړلو ډډه وکړي او رسنیو ته اجازه ورکړي، چې په خلاص لاس کار وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولينو هم په دې سيمينار کې ويلي، چې له ازادو رسنيو سره يې د ټکر لار نده غوره کړې او دغه وزارت له دوى سره هر راز همکارۍ ته ژمن دى.

د سیمینار برخه‌والو له رسنیو هم وغوښتل، چې نړۍ ته د افغانستان د مثبت انځور په ځلولو او انعکاس کې له هیڅ راز هڅې ډډه ونکړي.

دا سیمینار په داسې حال کې جوړیږي، چې رسنۍ د ملي ګټو او اسلامي ارزښتونو په چوکاټ کې د بیان ازادۍ او مثبتو فعالیتونو انعکاس ته ژمنې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شو

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

Published

on

د افغانستان برښنا شرکت څرګنده کړې، چې له ازبکستان سره د ۲۰۲۵ ز. کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک شوی دی.

دغه تړون تاشکند ته د دغه شرکت د عمومی رییس عبدالباری عمر پر مشرۍ د اسلامی امارت د پلاوي له سفر او د دغه هېواد له چارواکو سره له خبرو اترو وروسته لاسلیک شو.

د افغانستان برښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي ویلي: " د افغانستان برښنا شرکت عمومي رییس د یوه پلاوي پر مشرۍ ازبکستان ته تللی و او په ازبکستان کې یې د برښنا له مسوولانو سره په کتنه کې د ۲۰۲۵ ز.کال لپاره د برښنا د پېرودلو تړون لاسلیک کړ."

یو شمېر پانګوال له اسلامي امارت څخه غواړي؛ د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا په اړه دې له ازبکستان سره خبرې وکړي او دغه پروژه ژر تر ژره بشپړه کړي، چې په هېواد کې د برښنا د کمښت ستونزې یوه برخه اواره شي.

د افغانستان برښنا شرکت ویلي، چې افغان پلاوي له ازبکستاني چارواکو سره د ۵۰۰ کیلو ولټ برښنا د لېږد پروژې په اړه، چې د سرخان- پلخمري- دشت الوان څخه د کابل تر ارغندي او د ننګرهار شیخ مصري ته، چې د ۸۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ میګاواټه برښنا د لېږد ظرفیت لري په اړه هم خبرې کړې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د مهاجرو نولواله ورځ

Published

on

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2024 Ariana News. All rights reserved!