Connect with us

تازه خبرونه

امریکا دې په افغانستان د عراق تجربه نه تکراروي ـ جنرال پتریوس

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني قومندان ویلي؛ امریکا ته نه ښایي، چې له افغانستان څخه د ځواکونو په بې وخته ویستو کې د عراق تجربه تکرار کړي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني قومندان جنرال دېوید پتریوس ، چې د سي آی اې مشري یې هم کړې؛ د وال ستریت ژورنال یوه لیکنه کې له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو د بې وخته وتلو پر ناوړه پایلو خبرداری ورکوي او وایي، چې  که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووتل دا هېواد به بیا د ترهګرو پر خوندي مرکز واوړي او امریکا باید دا تېروتنه ونکړي.

هغه تینګار کوي، چې امریکا باید لومړی په افغانستان کې پر سوله او ټیکاو خپل ډاډ بشپړ کړي او وروسته ځواکونه وباسي.

دا څلور ستوریز جنرال وایي، امریکا باید له افغانستان څخه د ځواکونو په ویستو کې د عراق تجربه تکرار نکړي.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخوانی قومندان جنرال دېوېد پتریوس وايي، چې د واشنګتن مشران باید په احتیاط عمل وکړي. په داسې حال کې، چې له طالبانو سره دیپلوماتیک پرمختګونه ممکن دي؛ خو دا د ځواکونو د کمولو لپاره دلیل نشي کیدای. د ترمپ دولت باید د مخکیني دولت تېروتنه، چې په عراق کې تر سره کړې وه، تکرار نکړي او له افغانستان څخه د ټولو جنګي ځواکونو د ویستو لپاره غاړه کیندي. نن  له افغانستان څخه د ټولو ځواکونو ویستنه ناقانونه او له هغې خطرناکه ده، چې د اوباما دولت پر ۲۰۱۱ کال په عراق کې تر سره کړې وه.

د امریکا دا متقاعد جنرال وایي؛ په کار ده، چې امریکا په افغانستان کې پر توند لارو ډلو پوځي فشار وساتي او دا هغه مهال شونې ده، چې امریکا په دې هېواد کې پرمختللي پوځي وسایل او هوایي ځواک ولري.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ داسې ښکاري، چې له میاشتو خبرو او مذاکرو وروسته د امریکا او طالبانو تر منځ د سولې هوکړه ژر اعلان شي او په بدل کې طالبان له نړیوالو ترهګرو ډلو سره د مبارزې او له افغان حکومت سره د خبرو اترو ژمنه وکړي. د امریکا پوځي حضور کمیږي؛ خو که امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، طالبان ممکن د افغان حکومت پرځولو لپاره کار وکړي.

ده ټینګار کړی، چې د طالبانو مخالفت له رسمي اوربند سره، پر ملکیانو شدید بریدونه او له ټاکنو سره د دې ډلې مخالفت د خطر زنګ بلل کیدای شي. ده د داعش په ګډون د نورو شل ترهګرو ډلو پر شتوالي هم اندېښنه ښودلې ده.

د ملي دفاع وزارت ویاند روح الله احمدزي ویلي، چې له افغان حکومت څخه د نړیوالو ځواکونو وتل به د یوه تړون پر بنسټ وي او په وینا یې اوس هم د جګړې مشري افغان ځواکونه کوي.

جنرال دېوید پتریوس د خپلې مقالې په پای کې د ترمپ دولت ته سپارښتنه کړې، چې باید د عراق له ترخې تجربې عبرت واخلي.

تازه خبرونه

د ازبکستان بشري مرستې بلخ ته راورسېدې

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویي شپږمه ) له ازبکستان څخه د بشري مرستو یوه ټولګه د بلخ په سوداګریز بندر حیرتان کې د دې ولایت سیمهییزو چارواکو ته وسپارل شوه.

د سیمه‌ییزو چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دغو مرستو کې ۶۰ ټنه خوراکي توکي( اوړه، غوړي، غنم، بوره او غوښه ) شته، چې د ازبکستان د سرخان‌دریا د والي له‌خوا د بلخ  چارسمبالي والي ته سپارل شوې ده.

د سرخان‌دریا والي د دغو مرستو موخه د افغانستان له خلکو ملاتړ یاد او د دواړو هېوادونو ترمنځ يې د ښو اړيکو پر پراختيا ټينګار څرګند کړ.

په تېرو دوه کلونو کې دا څووم ځل دی، چې ازبکستان افغانستان ته دا ډول مرستې را لیږي.

کابل او تاشکند دا مهال ښې اقتصادي او سیاسي اړیکي لري او دا دواړه هېوادونه په پام کې لري، چې په روان کال کې د افغان ټرانس د اوسپنې پټلۍ کار هم پیل کړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په سیمه او هېواد کې امنیتي پېښې وارداتي دي – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

نن پنجشنبه ( د غویی شپږمه ) د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي امیرخان متقي د افغان‌-قزاق نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې  د افغانستان او سیمې امنیتي پېښې وارداتي یادې کړې دي.

نوموړي په دې اړه په خپلو خبرو کې ویلي: متاسفانه زمونږ درې ګاونډي هېوادونه په نوبت سره؛ په یوه هېواد کې د داعش لپاره بشري قوه او افراد تیاریږي؛ مونږ او تاسې ولیدل، چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې یې پېښې تر سره کړې.

بل هېواد د هغې لارې پر سر پروت دی، چې امن خرابوونکي افراد ترې راتېریږي.

او بل هېواد بیا په خپله خاوره کې دوی ته د مرکزیت، د تمویل او پلان جوړونې مراکز ورکړي دي. که دا درې هېوادونه خپل مسوولیت ادا کړي؛ په افغانستان او سیمه کې هیڅ مشکل نشته.

ویل کیږي، چې بد امني پر ګډه همکارۍ او همغږۍ له منځه وړل کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له اسلامي امارت سره  نړیوالې اړیکې ورځ تر بلې پراخیږي – ذبیح الله مجاهد

Published

on

(Last Updated On: غویی ۶, ۱۴۰۳)

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان ته د ګڼ‌شمېر ډیپلوماټیکو استازو راتګ او نورو هېوادونو ته د افغان لوړ پوړیو چارواکو سفرونو ته په نغوته کې ويلي، چې اسلامي امارت په پراخه کچه منل شوی؛ اړیکې ورسره خوندي او لیدنې یې روانې دي.

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې؛ له اسلامي امارت سره د نړۍ د هېوادونو اړیکې ورځ تر بلې پراخېږي او اغېزمنتیا یې مخ پر ډېرېدو ده.

د اسلامي امارت ویاند ټینګار کړی: د ځینو خلکو او کړیو دا تصور، چې افغانستان انزوا ته تلی او اقتصاد یې مخ پر خرابېدو دی او له نورو هېوادونو سره یې اړیکې نشي خوندي کېدی؛ ټول دروغ ثابت شول.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ اوس څرګنده شوه، چې افغانستان له سیاسي او اقتصادي پلوه د ودې او پراختیا پر لوري چټک ګامونه اخلي او دا هڅې به نورې هم ګړندۍ شي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!