تازه خبرونه
امریکا ژوند ژغورونکې بشري مرستې له ځنډولو مستثنی کړې
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو په جریان کې د ځینو ژوند ژغورونکو بشري مرستو لپاره استثناوې رامنځته کړې دي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر د بهرنیو مرستو د ۹۰ ورځني ځنډ په جریان کې د مهمو بشري مرستو د چمتو کولو امر صادر کړی دی.
د امریکا بهرنیو چارو وزیر د امریکا د بهرنیو مرستو د ځنډولو په جریان کې د ځینو ژوند ژغورونکو بشري مرستو لپاره استثناوې رامنځته کړې دي.
مارکو روبیو د بشري مرستو تعریف داسې کړی، چې په کې ژوند ژغورونکي اړین درمل، روغتیايي خدمات، خواړه، سرپناه، د معیشت مرسته، تجهیزات او همدارنګه د دې مرستې چمتو کولو لپاره مناسب اداري لګښتونه شامل دي.
رویټرز راپور ورکړی، چې د امریکا بهرنیو چارو وزارت د یادښت له مخې؛ د امریکا د ژغورنې ځینې مرستې به د بهرنیو مرستو د درې میاشتني ځنډ په جریان کې دوام ومومي. په داسې حال کې د امریکا د مرستو ځنډول په افغانستان کې د یو شمېر ادارو د فعالیتونو د بندیدو لامل هم شوي دي.
سپینه ماڼۍ وايي، چې امریکا ته د کډوالۍ مسله هم تر بیاکتنې لاندې ده او د بهرنیو چارو وزیر به پدې اړه ولسمشر ته راپور وړاندې کړي.
د سپینې ماڼۍ ویانده کارولین لیویټ وایي: “ولسمشر یو اجرائیوي فرمان لاسلیک کړ، چې له نورو هېوادونو څخه د راغلو کډوالو او غیرقانوني کډوالو د پروسس کولو پروسه ګړندۍ کړي. دا فرمان د بهرنیو چارو وزیر ته هم لارښوونه کوي، چې پدې بهیر بیاکتنه وکړي. د بهرنیو چارو وزیر اړ دی، چې ولسمشر ته راپور ورکړي.”
له بلې خوا د افغانانو د ایستلو د پروګرام مسوول کس په واشنګټن غږ وکړ، چې خپل افغان متحدین وژغوري.
د افغان کډوالود ایستلو د ائتلاف رییس شان وینډیور ویلي: “ډېرې کورنۍ له خپلو عزیزانو سره د بیا یوځای کېدو پر تمه دي. دوی اندېښمن دي، چې څه به ورسره کیږي. مونږ دوی ته د مرستې ژمنه کړې. ژمنې مشروطې نشي کیدی باید رښتینې او عملي وي.”
د امریکا د مرستو له ځنډولو سره سم راپورونه خپاره شوي، چې په دوحه کې د افغانستان امریکایي پوهنتون د دې حکم په پایله کې خپل ځینې فعالیتونه کم کړي دي.