تازه خبرونه

امریکا په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت ملاتړې نده – راس ویلسن

Published

on

(Last Updated On: )

په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي راس ویلسن د چارشنبې پر ورځ( د مرغومي ۲۴) غرمه مهال وویل، چې امریکا په افغانستان کې د لنډمهاله حکومت ملاتړ نکوي او نه د یوه کس پلوي غواړي.

دا غږ له هغې وروسته راپورته شو، چې د افغانستان سیاستمدارانو تېره اوونۍ د لنډمهاله حکومت د شونتیا اند وړاندې کړ او اوس په کابل کې د امریکا سفارت چارسمبالي په خپل یولړ ټویټونو کې څرګنده کړې، چې امریکا د لنډمهاله حکومت ملاتړ ندی کړی.

راس ویلسن ویلي؛ امریکا غواړي په افغانستان کې تاوتریخوالی کم او اوربند رامنځته کړي.

هغه دا هم په ډاګه کړې: د افغانستان د سولې خبرو پایلې له افغانانو سره تړاو لري.  مونږ باور لرو، چې دا پایلې به د افغانانو هیلې وځلوي. په دوحه کې د سولې د خبرو لومړي پړاو د افغانستان د سولې په بهیر کې یو مثبت ګام و؛ خو ډېر نور څه هم باید تر سره شي. د تاوتریخوالي کمولو او د اور بند رامنځته کولو لپاره د امریکا غوښتنې ډاډمنې دي.

راس ویلسن زیاته کړې، چې مونږ د ​​افغانستان د سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره د افغانستان د سولې خبرو په اړه مشورې کړې دي، چې باید دا بهیر ګړندی شي.

هغه ویلي؛ امریکا ژمنه کوي، چې په افغانستان کې د جنګ پای او سیاسي حل ته لار اواره له خپلو ګاونډ هېوادونو سره په امنیت، ثبات او سوله کې ژوند وکړي.

هغه دا ټینګار هم کړی، چې د تېرو ۱۹ کلونو لاسته راوړنې باید وساتل شي.

له دې مخکې راپورونه داسې ول، چې په افغانستان کې د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د لنډمهاله حکومت پر جوړولو د دغه هېواد له سیاستوالو سره خبرې کړې دي.

Trending

Exit mobile version