تازه خبرونه
امریکا په افغانستان کې د تلپاتي او هر اړخيز اوربند غوښتنه وکړه

په کابل کې د امریکا سفارت له طالبانو او ټولو ښکېلو خواوو څخه په افغانستان کې د تلپاتي او هر اړخیز اوربند د اعلامولو غوښتنه وکړه.
د امریکا سفارت په ټویټونو کې راغلي: مونږ پر طالبانو او ټولو اړخونو غږ کوو، چې ژر تر ژره تاوتریخوالی پای ته ورسوي؛ تلپاتې او هر اړخیز اوربند ته غاړه کېدي.
امریکا له طالبانو غوښتي، چې د سولې په خبرو کې ځان ښګېل او د افغانانو روان کړاو پای ته ورسوي او یوه داسې هراړخیز سیاسي جوړجاړي ته لار اواره کړي، چې ټولو افغانانو ته ګټوره وي او دا ډاډ ترلاسه شي، چې افغانستان بیا د تروریستانو لپاره د امن ځای په توګه نه کاریږي.
دا غوښتنه له هغې وروسته راپورته شوه، چې د ۱۵ هېوادونو ډیپلوماټیک پلاوي په ګډون د اروپايي اتحادیې او د ناټو ملکي استازي دفتر په افغانستان کې روان تاوتریخوالی وغندلو او د طالبانو د روانو پوځي بریدونو د ژر تر ژره د درېدو غوښتنه یې وکړه.
د آسټرالیا، کاناډا، چک جمهوریت، ډنمارک، فنلینډ، فرانسې، جرمني، ایټالیا، جاپان، کوریا ، هالنډ، هسپانیه، سویډن، انګلستان او امریکا هېوادونو په ګډه څرګنده کړې، چې روان تاوتریخوالی سولې او ثبات ته د رسیدو هڅې شنډوي او ملکي وګړي نه یوازې زیانمنوي، بلکې بې ځایه کوي یې هم.
دغه راز په ډاګه شوې؛ مونږ په ټول افغانستان کې پرلپسې موخه ییزې وژنې، د بنسټیزو تاسیساتو ویجاړول، ګواښونه، اعلامیې او نورې هغه کړنې، چې د افغانانو د تېرو شل کلونو لاسته راوړنې له منځه وړي غندو.