تازه خبرونه

امریکا له طالبانو سره د سولې پر هوکړه بیاکتنه کوي

Published

on

(Last Updated On: )

سپینه ماڼۍ څرګندوي، چې د امریکا ملي امنیت شورا سلاکار جیک سالیوان تېره ورځ د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمدالله محب ته ویلي، چې هېواد یې غواړي له طالبانو سره د سولې پر تړون له سره غور وکړي.

سپینې ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ امریکا په افغانستان کې د سولې له هڅو، ځکه ملاتړ کوي، چې دواړه خواوې سیاسي حل او اوربند ته ورسیږي.

د جیک سالیوان زیاته کړې؛ امریکا له ترهګرو ډلو سره د طالبانو د اړیکو پرې کولو، په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمولو او د دولت او نورو سیاستوالو سره معنا لرونکې خبرې پیلوي، چې وګوري پر ژمنو عمل شوی او که نه.

سالیوان دا هم ویلي، چې امریکا له ټولو افغان مشرانو څخه په افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره له دې تاریخي فرصته د ګټې اخیستنې غوښتنه کوي.

په دې خبرو کې د تېرو دوه لسیزو لاسته راوړنو پر ساتنه، د سولې په پروسه کې د ښځو او اقلیتونو پر حقونو هم ټینګار شوی دی.

د خبرپاڼې د څرګندونو له مخې؛ امریکا د یو متحد، خوندي او ثبات لرونکي افغانستان لپاره چمتو ده، چې د افغانستان له حکومت، د ناټو او نورو سیمه ییزو متحدینو سره د ستراتیژۍ پر جوړولو خبرې وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې مخکې د جوبایډن د بهرنیو چارو وزرته ته احتمالي نوماند ویلي وه، چې نوې اداره د امریکا – طالبانو پر هوکړه لیک له سره غور کوي.

Trending

Exit mobile version